لیکنه: مسعود پښتون
د پښتو ادب په شعر او شاعرۍ کې تر ډیره داسې موضوعاتو ځای ورکړل شوي او یا ور داخل شوي، چې تل یې د دې نظرې پیروي کړې، چې ادب د ژوند لپاره دی نه د خوند لپاره، دا خبره که موږ د پښتو ژبې د شاعرانو په لومړۍ دوره، دویمه(کلاسیکه دوره ) او یا اوسنۍ دوره کې ووینو، ددې شاعرانو په شعرونو کې، علم، پوهه، انسانیت، یوالي اتفاق، مینه، تصوف، اسلامیت، ریښتونولي، رخسار، زلفې، سترګې، وریځې، خال، مسکا، ملا، خط، رقیب، زاهد، وصال، انساني حقوق، پښتونولي، اخلاق، تربګنت، جنګ، سوله، ټولنیز ژوند، نړیوالتوب او (Globalization) شامل دي او هر شاعر تر خپله وسه په دې موضوعاتو څه نا څه د خپلو خیالاتو اظهار کړی دی.
ولې د پورتنیو موضوعاتو تر څنګ ځینې نور داسې موضوعات هم شته، چې پښتني شاعرانو په خپلو شعرونو کې ځای ورکړی دی، چې د هغو له جملې څخه د پښتو ژبې وتلی شاعر او لیکوال خوشحال خان خټک دې، خوشحال هغه څوک دی، چې د لومړي ځل لپاره یې په شعر کې د جنسیت (د حیواني غریزو) یادونه کړې. ولې خوشحال خټک د امرد پرستۍ په اړه یادونه نده کړې. مخکې له دې څخه، چې زه د پښتو په شعر کې په امرد پرستۍ( همجنس بازي) باندې خبرې وکړم، راځم د امرد پرستۍ په تاریخچې باندې په لنډو ټکو کې رڼا اچوم.
دامرد پرستۍ (همجنسې) مینې پیل له فنیقیې او کریټ ټاپو څخه شوی دی یعنې د لومړي ځل لپاره ددې کار پیل له لرغوني یونان څخه شوی او وروسته یې اثرات تر ایرانه را ورسیدل. د فنیقیانو سدومیت په نړۍ کې ډیر رسوا وو، له کوم وخت نه، چې په لرغوني یونانیانو کې له همجنسیت څخه یوه ټولنیزه اداره جوړه کړې وه، نو په سپارټا کې دې کار یوه ولسي بڼه درلوده،یو پر بل مئینو ځوانانو به د جګړې په میدان کې د مئین له پاره خپل سر قربانوه، چې د تهیباس د ریاست جګړیزه ډله له دغو همجنسو څخه را منځ ته شوې.
یونانیانو به ښځو ته په ډیره سپکه سترګه کتل او په کور د ننه به یې ساتلې. دوي په دې نظر وو، چې رنډیانې د زړه خوشحالولو لپاره دي، مینځې د روغتیا پالنې لپاره دي. او میندې د زامنو او لوڼو د زیږولو لپاره دي. دوي د مینې اصلې جذبه یواځې په نارینوو کې بلله، چې ښه مثال یې د افلاطون خپله مقاله سمپوزیم، چې د مینې کوم لوړ او ارزښتناک انځور وړاندوینه کوي. که فکر وشي په سمپوزیم کې ټول برخه اخیستونکي په دې نظر دي، چې د نارینوو مینه له یو بل سره د ښځو تر مینې ډیره سپیڅلې او ژوره مینه وي. دې ته ورته د سقراط او السي بایدس د مینې یادونه خو په ډکر کیږي. خلک یې د یو متل په توګه یادوي. د اکیلیس او پرډکلس د مینې یادونه خو هومر په الیاد کې هم کړې.
لکه مخکې مې، چې یادونه وکړه دا کار نه یوازې په یونان کې پای ته ورسید بلکې د یو نان تر څنک زموږ ګاونډي هیواد ایران یې هم تر اثره خالي نه وؤ. په ایران کې هم امرد پرستي نه تنها په خلکو کې خپل ځای پیدا کړ بلکې دې کار د شاعرانو زړونو او ځرګندونو ته هم لارې وکړې، چې ښه مثال یې د فارسۍ ژبې شاعر شیخ سعدی دی.
په دې اړه کوثر چاند پوري داسې وایي:
جو شعرا اخلاقي شعری کی لی ممتاز هی اُن کا حقیقي کردار بهی وه نهی هی، جو انهون نی اشعار مین پیش کیا هی. سعدی معلم اخلاقی سمجهی جاتی هین، لیکن ان کا عمل یه هی که کاشعر سی روانه هوتی وقت ایک خوبصورت لړکی کو ګلی لګاکر پیار کرتی هی. اس کا مُنه چومتی هین اور پهر اس کو بیان بهی کردیتی هین ((این ګفتم و بوسه چند برسر روی یک دیګر دادیم و …….. کردیم.
باید یادونه وکړم، چې د فارسي ژبې د شاعرانو ددې کار اثر په پښتو وشو بلکې له دې کار څخه اردو ژبه هم بچه پاتې نشوه. میر تقي د اردو ژبې شاعر او لیکوال په دې اړه وایي:
تبعیت سی جو فارسی کی مین نی هندی شعر کهی
ساری ترک بچی ظالم اب پړهتی هین ایران کی بچی
میر کیا ساده هین بیمار هیو هی جس کی سبب
اُسی عطار کی لونډی سی دوالیتی هین
همدارنګه میر سوز په دې اړه وایي:
ګی ګهر سی جو هم اپنی سویری سلام الله خان صاحب کی ډیری
وهال دیکهی کئ طفل پری رو اری ری ری اری ری ری اری ری
پورتنیو بیتونو ته په کتو سره دلته له دې تاثیراتو څخه د پښتو ژبې شاعران هم بچ نشول او په دوي باندې یې هم تر ډیره اغیزې و ښندلې، چې ددې کار ښه مثال د کلاسیکې دورې یو څو هغه شاعران دي، چې په شعر او شاعرۍ باندې یې تر ډیره د فارسي ژبې اثرات تر سترګو کیږي، په هر حال په افغانستان کې په امرد پرستي باندې په لنډ ډول رڼا اچوم، چې دلته دا کار کوم وخت شروع شوی دی؟
افغانانو بلخصوص تیموري پاچاهانو هم دغه شوق کړی او له خپل ځان سره یې ځینې ښکلي هلکان هندوستان ته هم وړی دی. عبدالقادر بدایوني یې د یوه مثال په توګه په دې ډول یادونه کوي:
ظهرالدین بابر هم په خپل تزک بابري کې د خپلو خپلوانو د همجنسو مینو یادونه کړې دې او په ډیره رښتیا سره یې د خپلې مینې حال لیکلي دی د بیلګې په توګه:
په دې ورځو کې د بابري په نوم کوم هلک، چې په لښکر کې اوسیده زموږ د دواړو په نومونو کې هم یو په زړه پورې ورته والی وو.
ترکي شعر دی:
زه په هغه باندې مئین شوم او رښتیا دادی، چې زه د هغه په مینه کې لیونی شوم
ظهرالدین بابر وایي تر دې د مخه ما له هیچا سره مینه نه وه کړې او ماته بیخي نه وه څرګنده، چې د مینې څرګندونه په کومو ټکو کیږي؟ د همدې مینې په وخت کې ما یو څو فارسي شعرونه ولیکل، چې په هغو کې یو یې دا دي :
زما رنګه یو مئین او لیونی به ځپلې او تر ځان تیر نه وي. خدای دې نه کوي، چې ستا رنګه بې پروا ښکلي سره مخامخ شي.
کله کله به نا څاپه بابری زما لیدلو ته راغی، ما به له شرمه سترګې ځوړند وې د هغه مخ ته مې په لوی زړه نشوای کتلی په داسې حال کې له هغه سره د زړه وړونکو خبرو کولو یا د زړه غوښتنې او څرګندونې چیرته کیدلای شوای د ذهني ګډوډۍ او د مینې د اندیښنو له کبله مو له هغه څخه د خپل راتګ مننه هم نه شوای کولای. د همدغې مینې په حال کې یوه ورځ له څو چوپړیانو سره تر یوې تنګې کوڅې تیریدم، چې ناڅاپه له بابري سره مخ شوم له دې ناڅاپه کتو څخه زما رنګ بل ډول شو ذهن مې کار پریښود، نه مې سترګې پر سترګو ور برابرولې شوې، نه مو خبره تر خولې وتلای شوې له زړه ریږدیدا او خولو سره جب جوب د هغه په خوا کې تیر شوم په دې وخت کې ماته د صالح محمد شعر را په زړه شو:
زه، چې خپل ځان ته ګورم نو وشرمیږم، زما ملګري ماته ګوري او زه بلې خواته ګورم
دا شعر پر دې وخت زما له حال سر ډیر سمون خوړ. د مینې له زړه غوښتنې لیونتوبه او د ځوانۍ له زوره زه دومره اړ شوم، چې په کلي، کوڅو او باغونو د چکر په ځایونو کې به لوڅې پښې ګرځیدم. نه مې د ملګري خیال په زړه کې وو، نه مې د دښمن پروا کوله، نه په دې کې وم، چې څوک ماته په درنه سترګه ګوري او کنه؟ترکي شعر دی:
حذبې او مینې زه لیونی کړم زه په دې هم پوه نه شوم، چې پر ښکلو د مینیدو حال داسې وي.
کله به مې د غرونو او بیدیاګانو خاورې پر سر بادولې، کله به مې کوڅه په کوڅه او سیل ځایونو کې په پلټنه سترګې غړولې ما نه تګ کولای شوای، نه کیناستي شوای او نه مې ګام اخیستي شوای.
له دې پیښې څخه سړي پوهیدلي شي، چې د همجنسۍ مینه یا افلاطوني مینه هم سړی د ذهن او زړه تر ژورو پورې اغیزمن کولای شي کیدای شي دا لامل وي، چې ځینې لوړو شاعرانو او ادیبانو له همدې څخه خپل تګ پیل کړی وي، چې سیفو ورجل، ابونواس، اسکر وایلډ، شیکسپیر، اندري ژید، والټ وټمین او پروست او داسې نورو په ډیر ښه ډول د همجنسې مینې استازیتوب کړی دی. او همدارنګه کلف هال په خپل ناول ؛ د یوازیتوب څاه ؛ کې په ډیر ماهرانه ډول د همجنسیت انځورګري کړې او ددې سره تر څنګ د فرایډ د جنسي څرګندونو او نظریو لویدیځ میشتو ته د بې لاریتوب علمي لار پرانیستې دی.
لکه د مخه مې، چې یادونه وکړه له یادو اغیزو څخه د پښتو ژبې شاعران هم بې اغیزې ندي پاتې شوي. بلخصوص هغه شاعران، چې ددوي په شعر او شاعرۍ باندې تر ډیره د فارسي ژبې اغیزې او تاثیرات لیدل کیږي، دوي هم دغه هلکان کوم به، چې دوي خوښول د ساقي، بچه مغ، رزګربچه، ترسابچه، ترک بچه او پیر مغان په نومونو یادول او ډول ډول خطابونه یې په خپلو شعرونو کې ورته کړي دي. چې له دې ډلې څخه د پښتو ژبې د کلاسیکې دورې شاعران د یادولو وړ دي.
زه یې دلته د مثال په ډول د پښتو ژبې د نازکخیال شاعر عبدالحمید مومند (ماشووال) یادونه کوم او دده په شاعرۍ کې په امرد پرستۍ باندې د څو محقیقینو نظرونه را اخلم.
ښاغلی رضا صمدانی د حمید بابا په اړه لیکي، حمید بابا د پښتو ژبې د لوړ مقامه شاعرانو له جملې څه دی. د امرد پرستۍ موضوع اردو او پښتو شاعرۍ ته د فارسي ادب په لاره راغلې ده. د رحمان بابا په غزل کې هم ځینې شعرونه په دې موضوع لیدی شي، خو د حمید ذهن او فکر په دې ځمکه کې نوي ګلونه کرلي دي. که وګورو نو په امرد پرستانه افکارو کې عجمي اثر شته خو ملي او د پښتونوالي اثر پرې غالب دی.
دې ته ورته پروفېسور محمد نواز طایر لیکي، چې د عربي او فارسي د ادبیاتو د مطالعې زیر اثر که یو پلو پښتو ژبې د شعرو شاعري ډیر نوی او خوند ناک اصناف اوموندل او عملأ ددې ژبې ټول کتابي ادب په خپل روایتي انداز کې د عربي او فارسي نه راغی او ددې ژبې لمن د علم و عرفان په ملغلرو او د عشق او محبت په سندرو ښایسته شوه ولې بل پلو یې په پښتو شاعرۍ کې د هلک بازي او میخواري قباحتونه له هم ځای ورکړو.
پروفېسور خواجه سائل لیکي په ایراني ادب کې د غزنویانود دورې څخه د امرد پرستي شهرت او رواج شروع کیږي. او دغه واقعیت، اصلیت او حقیقت بیا وروسته د تقلید او روایت شکل اخلي، چې روایتي شاعري د ایران په خوا و شا علاقو کې خپل اثر غورځوي او د پښتونخوا په پښتو خصوصأ اود هندوستان په نورو ډیرو ژبو ددې اثر لازمي او یقیني کیږي.
په پښتو شعر او شاعرۍ کې دغه عجمي اثرات ډیر تر سترګو کیږي، بلخصوص د عبدالحمید مومند( ماشووال) په شاعرۍ کې. ده په واضحه توګه د خپلې مینې اظهار د نوخیزو هلکانو سره کړی دی، داسې هم ویل کیږي، چې هغه په برات نومي هلک مئین وؤ. او کله، چې هغه د هند په سفر لاړ نو حمید بابا د هغه په هجرکې ډیر ناقرار شو او هر وخت به یې د هغه د راتلو ارمانونه کول په دې اړه دی په خپلو بیتونو کې وایي:
بویه، چې طبیب زما د رنځ راشي له هنده
زه هسې په هجر کې له غمه په خندا یم
یو بل ځای بیا داسې ارمان کوي:
چې مې یار په هندو بار زه په خپل کور یم
نه د غمه پسې مړ نه کر و کور یم
بل ځای له یې له ډیره درد او سوز څخه داسې بیتونه له خولې وتلي دي:
کله به راشې د هند براته کله به کینې ماته مخ راته
څو ته را درومې پکې ډیوی ږدي غم به کاخونه د حمید میراته
د عبدالحمید بابا نه علاوه صوفي شاعر مطیع الله پیرخیل هم د دوو ښکلو نوخیزو زلمو تراب او دلاور نومونه اخیستي دی، بلکې دلاور خو یې خپل محبوب هم ګڼلی دی. دې ته ورته که د پښتو ژبې اوسنیو تکړه شاعرانو شعرونو ته ځیر شو نو تر ډیره دوي هم له دې غمه څخه بې غمه شوی نه دي او په خپلو شعرونو کې مخاطب مذکر ګرځولی دی. کله کله خو داسې هم شوي، چې د خپل مئین او محبوب لپاره یې د مینې کلمه هم د مونثې پر ځای مذکره استعمال کړې ده.
په هر حال کله کله د برټرینډرسل خبره مې مخې ته ودریږي هغه په دې اړه وایي:
رښتوني خوشحالي دوو هغو زړه غوښتونکو ته ور په برخه کیږي، چې د ژوند له ښو شیانو سیل غوړیدا، موسیقي او له فطري نندارو څخه په ګډه خوندونه واخلي، داسې ډول مینه د روایتي مینې غوندې د بریښنا په څیر په پړک سره څرګندیږي او نه زړه غوښتونکي په لومړي نظر کې بې هوشه کیږي، بلکې د نوي سپرلي د ګل ګلاب د خوږ بوي په څیر په ورو ورو څرکونه او احساسات په خپله غیږه کې نیسي، ولې په نا څرګنده ټوګه په رګ رګ کې ژورو ته لویږي. نو دې نظر ته په کتو سره زموږ ډیری شاعران هم بې له دې څخه، چې د مینې سپیڅلې کلمه لکه څنګه، چې پکار ده هغسې نه کاروي او د دوي له کړو وړو څخه موږ ته هغه د لرغوني یونان او یا د اوسني ایران را پاتې شوی روایتونه تکرار او را په ګوته کوي.
نو پورتني نظر ته په کتو سره زه دې نتیجې ته رسیږم، چې زموږ شاعران تر ډیره بریده په خپل ځای هغسې کنټرول نه لري لکه څنګه، چې لازمي دی. بلکې ډیر واړه کارونه او ښکلي څیزونه یې خیال او فکر د هغه خلتې په ډول په هوا کړي کومه، چې بوړبوکۍ له ځان سره په هوا یوسي او که په هر خوا یې ګډوي را ګډوي نو خلته په دې ځای کې کوم اختیار نه لري او نه څه کولای شي. په هر حال که له فکر څخه کار واخیستل شي نو دا او دې ته ورته ډیر کارونه به ډیر اسانۍ سره حل شي.
مسعود پښتون
پیښور
۱۳/۰۱/۰۱۶