ليکنه: عبدالحميد هڅاند
شک نشته چې پښتو ته ژباړه زیات ارزښت لري، خو پر ژباړل شویو متنونو څومره باور کولی شو؟ پښتو ته ډېری ژباړل شوي کتابونه، علوم او نظریات دوه مهمې خامیانې لري چې لوستونکي باید پرې خبر وي. ډېری ژباړې دویم لاس دي. تر څنګ یې، زیات شمېر دا ژباړې ډېرې ناوخته شوې دي.
د دویم لاس ژباړې مانا دا چې له لومړۍ ژبې څخه عربي، اردو، فارسي یا بلې ژبې ته ژباړل شوې او بیا پښتو شوې دي. اکثریت ژباړل شوي کتابونه چې ما لوستي، که څه هم اصلي کتاب په انګلېسي، روسي یا ترکي وي، خو پښتو ته یا خو له فارسي ژباړل شوي وي، یا له اردو و عربي. د دویم لاس ژباړې ستونزه دا ده چې که، مثلاً، فارسي ته سم نه وي ژباړل شوې، پښتو کې داسې متن خلقېږي چې که لیکوال ته ورسېږي، هغه به هم حیران شي چې دا زما لیکنه ده که یو بل چا هم خپلې خبرې پکې ګډې کړې دي. د فارسي ژباړو په اړه دا اندېښنه زیاته غبرګه شوې چې له اصلي سرچینې سره یې متن توپیر لري. نه پوهېږم دا تشه به په څومره کچه موجوده وي؛ خو که کمه هم وي، جدي نیمګړتیا ده. د بلې هرې دویمې ژباړې په اړه دا اندېښنه پر ځای ده.
یو شمېر ژباړې دویم څه چې درېیم یا څلورم لاس وي. کیمیاګر ناول یې ښه مثال دی. دا ناول له هسپانوي څخه انګلېسي، له انګلېسي فارسي او له فارسي پښتو ته ژباړل شوی دی. پښتو ته د ژباړل شوي کیمیاګر څو پاڼې مې ولوستې، لکه ګل چې له ګلبوټي وشکېږي، نه تازهګي پکې وه، نه ښکلا و زړهراښکون.
بله خامي ناوخته ژباړه ده. مثلاً، هغه متنونه چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې لیکل شوي، سل کاله وروسته یې د پښتو حروفو جامه اغوستې. پېغله چې بوډۍ، ناروغه او بې سېکه شي، موږ ته سینګار شي.
د بوډاتوب دغه ستونزه د نظریاتو په برخه کې ډېره جدي ده. که د فزیک په برخه کې زاړه متونه وژباړل شي، ګټه کوو. که د انشټاین د نسبیت نظریه د روانې پښتو په توریو وپېله شي، غوره کار دی. مګر که د فرویډ نظریات نن د علمي نظریاتو په توګه پښتو کېږي، سرګردانه کېږو. دا ځکه چې، یواځې پر شخصیت د لاشعور اغېز په اړه د فرویډ نظریات نن هم پر ځای او د لا پلټنې وړ دي؛ خو د فرویډ د نیوروانالیسیس او ماشوم و سیکس په اړه نظریات د هغه وخت لانجمن موضوعات خو د نن ناچله سیکې دي. زموږ په لیکوالو کې ان نن هم ځکه بازار لري چې سل کاله وروسته یې د دې نظریاتو فارسي ژباړه لیدلې. خو دا چې په وړاندې یې نن کوم نظریات موجود دي، له هغه ممکن نیمه پېړۍ نور هم نه شي خبر. ځکه نو، نن لګیا دې د ماشوم و سیکس په اړه د فرویډ نظریات پښتو ته ژباړي.
له دې ځایه ده چې د هنري اثارو دویم یا درېیم و څلورم لاس ژباړه کېدای شي د اصلي متن هومره خوږه او کره نه وي. همدارنګه، د علم و فکر په برخه کې دا ژباړې د متني کرهتوب تر څنګ، د ناوختتوب او ناچلۍ نیمګړتیا هم لري. یوه حل لاره دا ده چې د ژباړل شویو افکارو وخت څخه ځان خبر کړئ. څنګه چې افکار و نظریات په تیزۍ نقد او بدلېږي، ځکه نو پر ژباړل شویو هغو دا باور نه دی په کار چې ګوندې اوسني دې وي، لانجمن یا رد شوي دې نه وي.