لیکنه: پوهنیار سید اصغر هاشمي
محمد بن علي البستي: په پښتو ادبياتو کې محمد بن علي لومړنى تاريخ ليکونکى دى ، دې نه مخکې بل کوم داسې لېکوال چې کتاب يې تاريخي موضوعات و لري نه لرو، د دې ليکوال د کتاب نوم (تاريخ سوري ) و چې په ٦٠٠هـ کال کې يې ليکلى دى.
د ا پښتون مؤرخ له هغو نومورکو ليکوالانو څخه دى، چې د مغولو د تاړاک په پېل کې به ژوندى و، د ده له احواله نور هېڅ معلومات نه لرو، پرته له دې چې دى د هلمند د غاړو يو سړى واو د تاريخي بست اوسېدونکى و، د پلار نوم يې علي او دې يو کتاب ليکلى و، چې د سوريانو پاچايانو احوال يې پکې ځاى پر ځاى کړي و، د غه تاريخي کتاب تاريخ سوري نومېده او اوس دغه کتاب موږ سره نه شته او ورک دى، د پټې خزانې مؤلف محمد هوتک بن داود يې د شيخ کټه د لرغونې پښتانه په حواله نوم اخلي او داسې ښکاري چې دا کتاب د شيخ کټه په لاس کې و او په لرغونې پښتانه کې ډېر مواد له دغه کتابه را نقل کړي و، د تاريخ سوري يو څه محتويات موږ ته په دوه واسطو لاسته راغلي دي، شيخ کته په لرغونې پښتانه کې رانقل کړي دي او له لرغونې پښتانه څخه د پټې خزانې ليکوال محمد هوتک په خپل کتاب کې را اخيستي دي او هغه مواد دا دي:
١: د امير کروړ سوري احوال او دده وياړنه.
٢: د شيخ اسعد سوري احوال او دده قصيده.
٣: د ښکارندوى غوري احوال او دده قصيده.
له دغو پورته معلوماتو څخه ښکاري چې محمد بن علي په تاريخ او د پښتو په ادب کې ښه او ثقه معلومات درلوده او لکه د لرغونې پښتانه چې له ده څخه روايت کوي دى يو ښه اديب او پلټونکى سړى و او په بست کې يې دښکارندوى د قصايدو يو غټ دېوان موندلى او له هغه څخه يې د ده يوه غوره قصيده په خپل کتاب تاريخ سوري کې را نقل کړې ده.
داسې ښکاري چې محمد بن علي د تاريخ سوري مشهور کتاب شيخ کټه د غور په بالشتان کې موندلى و او تر ٧٥٠هـ پورې دغه کتاب موجود و، ځکه چې همدغه کتاب د شيخ کټه له ماخذونو څخه دى.
تاريخ سوري يو په پښتو ليکل شوى تاريخ و او د سوريانو د کورنۍ احوال يې له قديمه بياناوه او يوازې د حربي او سياسي پښتو تاريخ نه و بلکې ادبي رنګ يې هم درلوده، بستي ډېر باخبره او سترګور مؤرخ و ځکه چې ده د پاچايانو احوال حربي او سياسي حالات را نقل کړي او هم يې د دوى د کلام نمونې راوړې وې او هغه قصيدې يې په خپل کتاب کې ساتلې وې چې د غوري پاچايانو په دربارو کې په پښتو وېل کېدلې، له دې څخه ښکاري چې تاريخ سوري د سوريانو او غوريانو د عصر يو ادبي، سياسي او حربي تاريخ و که څه هم د دغه تاريخ نمونه اوس نه شه مګر د پټې خزانې له يادونو څخه يې اهميت ښه ښکاري او دا د پښتو ژبې يو خورا قيمتي کتاب و.