لیکنه : نعیــم پرهیــز
په پښتو لیک لوست کې د یاګانو مراعتول ډېر اړین ګڼل کېږي، چې له ډېرو تېروتنو څخه مو ژغوري، د یاګانو د نه مراعت کولو په صورت کې د یوې بشپړې جملې مانا تغیر کوي او مفهوم یې هم په ښه ټوګه نه افاده کېږي.
ځینې خلک بیا دغه کار یوازې د پښتو ادبیاتو زده کړیالانو او استادانو پورې اړوند بولي، خو داسې نه ده،
هر هغه څوک چې په لیک لوست پوهېږي باید د یاګانو ترڅنګ د لیک نښو مراعتول هم زده کړي، تر څو دوی او هم لوستونکې له لفظي غلطیو څخه خوندي پاتې شي.
خو نن سبا دغه یاګانې په زیاترو ادارو، اسنادو، بلنلیکونو، او حتی د ځینو پوهنتونونو په چیپټرونو کې هم نه مراعت کېږي چې په ټولو کې همدا یوه بې ټکو / لغړه (ی) کارول کېږي، ډېر کم داسې خلک پیدا کېږي چې دېته پام وکړي او ځانونه له خطا څخه وژغوري.
د نه کارولو زیانونه یې :
۱- دیاګانو نه مراعت کول د کلیمې مانا بدلوي؛ که یو څوک خولې (عرق) چې په اوږده یا لیکل کیږي په ښځینه یا (خولۍ) ولیکي مانا یې څومره تغیر کوي.
۲- له تېروتنو څخه مو ساتي؛ مثلاً که یو سړی د یاګانو په استعمال نه پوهېږي او هره جمله په لغړه (ی) ولیکي، لکه بیولوژی (بیولوژي)، نړی (نړۍ) ، سړی (سړي) او… نو ویونکی به څومره تېروتنې کوي.
۳- دیاګانو په استعمال سره په خپله ژبه حاکم ښکاریږو؛ له غلط فهمیو او تېروتنو څخه مو ژغوري .
۴- په متن کې به مو ګڼې ستونزې وي.