لیکنه: حبیب الرحمان
انسان دژوند دلومړۍ ورځې څخه دبیلوبیلو ګواښونواوننګونوسره مخ دی آن تر دچې نوموړي ګواښونوله امله دا لوی نعمت هم کله کله له منځه ځي چې دپیښو په نوم سره یادیږي چې پدې هکله بیل بیل تعبیرونه،انګیرنې اونومونه شتون لري چې داټول څه موږ دوی له اغیزو څخه روښانولی شو چې دبیلګې په ډول مصیبت،ویراني،ړنګونه اومړینه یادولی شو چې دا ټول بیا پدې جمله کې راټولولی شو هر هغه څه چې دبشرې ټولنې ژوندانه ته نیغ په نیغ یا پرته له نیغوالی ګواښ اوخنډ پریوزي دپیښې په نوم سره یادیږي.
دپیښې دداسې ښکارندو په توګه چې دنړۍ په هره برخه کې، په بیلوبیلوډولونوسره ،په بیلوبیلو وختونوکې اوپه بیلوبیلو بڼو باندې رامنځ ته کیږي چې ځینې ګډ ټکي هم لري.
- دپیښې په ځای کې استوګن ټولوخلکوته زیان رسوي.
- دتهدید له لارې رامنځ ته کیږي.
- دزیان مننې سره نیغ په نیغ اړیکې لري.
- دخلکو شته ځواک له منځه وړي.
- دټولنې کړنې په کې ښه اغیز لري.
پورتنیوځانګړتیاووته په پام سره دالهي قدرت له مخې هر انسان له پیښوڅخه کم یازیات اغیزمنیږي چې زیانمیدنه یې ګڼ لاملونه لري چې عموما پر دوه ډوله ویشل شوي دي
لومړی یې طبیعی چې دیوې سیمې ځمکني جوړښت،دهواڅرنګوالی، انساني ناروغۍ،حیواني ناروغۍ اودبوټوافتونه دي چې دځمکې په دریو برخوکې لیتوسفیر،اتموسفیراوهایدروسفیر کې رامنځ ته کیږي اوزموږ ژوند تهدیدوي.
دویم یې بشري چې دیوې سیمې دمیشتې ټولنې دژوند ناوړه شرایط لکه په لیروپرتوسیموکې ژوند، دروغتیایي اسانتیاوې نه لرل، غرنۍ سیمو کې دکورونوشتون،دخبرونې داسانتیاوو نشتون اوپه پیښوځپونکو ځایګیوکې میشت ځایونه دي چي له امله یې زموږ ژوند ګواښل کیږي.
په پایله کې پیښه پخپل وخت،خپل ځای اوخپلوځانګړتیاووته په کتوڅیړل اوارزول کیږي کیدای شي چې دا نوې پیښه وي ځګه هرپرمختک دپیښوله اغیزو خوندي نه دی له دسره اړینه دا ده چې بشر دخپل ژوندانه په ټولوچاروکې ترډیره دپیښوادارې ته زیاته پاملرنه وکړي دغوره راتلونکې په موخه دګواښونو داغیزو دلږونې، ژغورنې او هوساینې له لارې خپلې هڅې لاپسې زیاتې ،ګړندۍ اوهمغږې کړي.
سربیره پر د دپیښودګواښونو داغیزولږول هغه ستر اتیژیکې موخې دي چې د پیښو څیړل،ارزول اودپیښوداغیزو راکمول تر خپل پوښښ لاندې راولي چې پایله یې دټولنیزو اوټه ایزو زیانمتیاوو راکمول دي اودشته مخ ګواښونودکمیدویا له منځ تلو لامل کیږي تجربوښودلې ده چې دپيښو دمخنیوي په موخه دیوه پولي واحد لګښت دپنځوتر لسو پولي واحدونو دوټه ایزې زیانمتیا مخه نیسي .
همدارنګه کله چې په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې دنړۍ په کچه دطبیعي پیښو له امله دشپیتو میلیارده ډالروزیان واوښت اودری میلونه وګړيوڅخه یې ژوند واخیست دا دلامل شو چې دملګروملتونودعمومي جرګې د۲۸۱۶ شمیرې دپریکړه لیک له مخې دUNDROترنامه لاندې دادارې جوړښت یې دملګروملتونوپه کچه ومانه اوله اړونده ملتونو څخه یې دغړیتوب غوښتنه وکړه پرهمدې بنسټ زموږ په ګران هیواد کې د۲۵۲۶ د۱۳۵۱-۰۲-۰۲ دفرمان له مخې دوخت دصدارت په چوکاټ کې دهیوادپه کچه دپیښوسره اړونده چارو دهمغږي کونکې اوبرابرونکې ادارې پرانیسته وشوه. چې دجوړښت موخې یې په لاندې ډول دي:
– د پیښو دګواښونو لږول ترکومې کچې چې امکان لري.
– دپیښودقربانیانوسره بیړنۍ لومړنۍ مرستې کول.
– دوضیعت تر ښوالي پورې دبیړنیو دوام لرونکو مرستو کول.
دپیښو دمدیریت ارزښت او اهمیت ته په کتو د۱۹۹۰ لسیزه دطبیعي پیښو دمدیریت په نوم سره ونومول شوه، هرکال داکتوبرمیاشتې دریالسمه نیټه دنړۍ په هره برخه کې دپیښودمخنیوي اواغیزو دمنځه وړلو ترعنوان لاندې لمانځل کیږي ، په همدې موخه څوځله په نړيواله بڼه ناستې شوې دي ، ددې ډول کړنو لپاره تنظیمونکې برخه دپیښو دکمښت پربنسټ نړیوال کنفرانس دی کله چې په ۲۰۰۵ کال دجنوري له ۱۸مې څخه تر۲۲مې پورې دجاپان په کوبي،هایګوښارکې دایر شونو دهایګو کاري پلان یې تصویب کړ اودا پلان دعملي کیدو لپاره یې موده له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې وغځوله چې له مخې یې په ټولنو اوملتونوکې دپيښو پروړاندې دټینګاو کچه لوړه شي لومړی ناسته یې په ۲۰۰۷ کال کې دجون د۵ مې څخه تر۷مې دسویس په جینوا ښار کې وشوه ددې لپاره چې دهایګو دلسیزې لاسته راوړنې ،تجربې اونیمګړتیاوې له خپلوغړو سره شریک شي په همدې موخه دپیښو پربنسټ دریم نړیوال کنفرانس دجاپان په سنډیا ښارکې د۲۰۱۵ کال دمارچ میاشتې په اتلسمه دهایګو دځای نیونکي پرحیث دسنډیا کاري چوکاټ له ۲۰۱۵تر ۲۰۳۰ پورې تصویب شو ،پردغه کاري چوکاټ کې ټولو پيښوته طبیعي،بشري اوکه دژوند په چاپیریال کې وي کړنلاره واضحه شوې ده اوUNISDR دنوموړي چوکاټ دتطبیق په برخه کې دڅارونکې دنده لري.