– خليل جمال –
یو ورځ د دولتي څارګري ادارې ډله پوهنځي ته د پلټني لپاره راغله، ټولګی په ټولګی یې د ټولو نجونو بستې وپلټلې خو په ټولو کي کتابونه، کتابچې، قلمان او اړوند کاغذان ول. مګر کله چي د څار ادرې غړی د یوې نجلۍ بستې ته ور نژدې سو، نجلۍ بسته ټینګه پر سینه ونیول، خولې پکښي را ماتي سوې، لاسونو او پښو یې رېږد شروع کړ، په زارۍ سوه چي د خدای لپاره زما په بسته کي مه ګورئ، زه بسته نه درکوم. د ټولو نجونو او تفتیش ډلي پام د نجلۍ لور ته واوښت.
ښوونکې ورته وایي: بسته ورکړه چي وې ګوري، اخیر څه بلا پکښې ده چي ته یې دومره وار ختا کړې یې؟. خو نجلۍ ټولګيوالو ته ګوري، له شرمه یې پر مخ خولې بهیږي، ژړا یې په ستوني کي غوټې وهي او د بستې له ورکولو او کتلو څخه نټه کوي.
ږغونه خاموشه سوي دي، په ټولګي کي خاموشي او ویره خوره ده، ټولګیوالي حیرانۍ اخیستي دي او ما لومه نه ده چي له بستې څخه په څه راوزي؟.
اخیر یې له نجلۍ څخه په زوره بسته واخیسته.
بسته او نجلۍ یې د پوهنځي دفتر ته یو وړل، سر ښوونکي بسته خلاصه کړه، د نجلۍ له سترګو د اوښکو باران پیل سو، هغه بې چاره پر خپل عزت، وقار او درنښت وېریږي. ټول حیران دي چي اوس به له بستې څخه څه شي راوزي؟.
تاسي پوهېږئ چي په بسته کي څه شي ول؟
په بسته کي هیڅ ناوړه شی نه و، نه کوم عکس او فحاش توکی پکښې و بلکي په بستي کي څو ټوکرې وچه ډوډۍ او یو څه سړې وریجي په کڅوړه کي تړل سوي وې.
کله چي له نجلۍ څخه پوښتنه وسوه چي دا څه دي او ولي دي دومره ټینګار پرې کاوی؟.
نجلۍ وویل: موږ غریبان یو، پلار مي نسته، مور مي ناروغه ده، په کور کي د خوراک لپاره څه نه لرو نو کله چي د پوهنځي له نجونو څخه له غرمنۍ وروسته کومه ډوډۍ یا وریجي پاته سي، یوڅه زه خورم او یو څه له ځان سره مور، ماشوم ورور او خور ته ور وړم.
شرمېدم ځکه چي بیا به ټولګیوالي پېغور راکوي چي ته له موږه پاته سوې ډوډۍ خورې.
#آزاده_ژباړه
[review]
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.