د بريالي مديریت، رهبرۍ او د ځاني وړتياوو د ودې لپاره لاندې لس ځانګړې ډېرې اغېزناکې تمامېدای شي.
- له وخت سره سم ګام واخلئ: موږ بايد د خپلو انګېرنو سره سم کړنې تر سره کړو. خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره به ډېر غوره چانسونه ولرو، که چېرې خپله تګلاره وخت پر وخت بدله کړو او دا تر هغې ډېره ښه ده چې پرېښودل شي، نور ستاسې تګلاره بدله کړي. روغ انسان د يوه ژوندي شعوري او هوښيار موجود په توګه د بدلونونو پر وړاندې يو ډول او ثابت نشي پاته کېدای.
- تېروتنې نشته: په چلند او کړنه مخامخ نيوکه مه کوئ. موږ بايد يوازې يادونه او سپارښتنه وکړو. يوازې د واقعيتونو پر بنسټ، څنګه چې شونې وي؛ خپل نظر ورکړئ. دا کړنه به په مقابل کس کې د مثبت بدلون او ستاسې په اړه د ښه ليد رامنځته کېدو لامل شي.
- معياري ښه او بد نشته: بايد په ياد ولرو چې په نړۍ کې هر څه يو مخ ښه او يو مخ بد نه دي. دلته هر څه له تجربې، منځپانګې، ليدلوري، موخې، باورونو، ارزښتونو، فرهنګ او نورو سره تړلي دي. زموږ پرېکړه وروستۍ او هر چاته د منلو وړ نشي کېدای.
- ټولې سرچينې زموږ په واک کې دي: ټول وګړي د اړتيا وړ سرچينې په واک کې لري. موږ کولای شو د خپلو يادونو، فکرونو او احساساتو له خونديځه نوې ذهني بېلګه ورغوو تر څو موږ ته هغه څه راکړي؛ کوم چې موږ يې غوښتونکي يو. ناهيلي او له کاره لاس اخيستل د حل لاره نه ده.
- تجربې مو وکاروئ: وګړي تل هغه پرېکړه کوي؛ کومه چې د دوی په نظر تر نورو غوره وي. موږ خپلې پرېکړې د خپلو تجربو پر بنسټ کوو. هر څومره چې تجربې ډېريږي؛ له منځه يې د غورې پرېکړې کول آسانيږي.
- مثبت چلند بنسټيز کړئ: مثبت چلند ته لېوالتيا د هغه د بنسټيز کېدو لامل کيږي. وپلټئ چې کومو کسانو مثبت دريځ نه درلود او پایله يې څه وه. همدا شان په خپل چاپېريال کې د منفي فکر او دريځ درلودونکي کسان له نظره تېر کړئ؛ وبه مومئ چې مثبت کسان په تدريجي او اصولي ډول وړاندې ځي.
- هر څوک زما په شان فکر نه کوي: کېدای شي کومه کړنه زموږ په فکر ناسمه وي ولې بايد په ياد ولرو چې نور کسان ښايي هغه توجېه کړای شي. له همدې کبله نورو ته حق ورکړئ چې له خپل فکر او انګېرنو سره سم چلند وکړي.
- نور ستاسې هنداره دي: که چېرې د خپل کوم ملګري، همکار يا شريک له لوري له ټينګار، غبرګون يا ناسم چلند سره مخ کېږئ؛ بايد وپلټئ چې په خپل ځان کې د انعطاف، بښنې او زغم څومره وړتيا لرئ. د هغوی چلند ته په پام سره خپل ناسم عادتونه له مخې لرئ کړئ.
- خبرې اترې ځواب دی: له نورو سره په خبرو کې بايد خپل ځواب ولټوو. خلک خپل ذهن ته د رسېدونکو مالوماتو لپاره د ذهني نړۍ ځانګړي فلترونه لري. ټول وګړي زموږ ټولې خبرې نه اوري. ځکه نو دا تمه بېځايه ده چې نور دې زموږ له خبرو زموږ په شان درک ولري. له هر چا سره د هغوی د پوهې او درک په کچه خبرې اترې کول په کار دي.
- بل څه تر سره کړئ: که کومه کړنه پایله ونه لري؛ بل څه تر سره کړئ. په يو ډول کړنو به تل يو ډول پایلې تر لاسه کوئ. د کار د ډول بدلون د پرمختګ او غوره پایلو تر لاسه کولو لپاره ډېر اړين دی.
ژباړه او زياتونه: سعيد