لیکنه: اکرام الدین کامل
د ځاني دفاع حدود: د معاصر او اسلامي نړيوال قانون پرتليزه څېړنه، احمد، محمد مشتاق، ژباړه، جلالي، زاهد، مومندخپرندویه ټولنه، ۲۰۱۶.
د «ځاني دفاع حدود: د معاصر او اسلامي نړيوال قانون پرتليزه څېړنه» د ډاکتر محمد مشتاق احمد څېړنه ده چې د ځاني دفاع په اړه يې د معاصر او اسلامي نړیوال قانون له مخې په پرتلیزه توګه کړې ده. دغه څېړنه په لویه کې دوه مهمې نقطې تر بحث لاندې نیسي: لومړی د ځاني دفاع او ځواک کارونې اصول او حدود د معاصر نړیوال قانون او اسلامي نړیوال قانون له مخې شرحه کوي، وروسته بیا دا دواړه سستمونه سره پرتله کوي او په پای کې په اسلامي قانون کې ورته لار راوباسي. دوهم څېړنه د ځاني دفاع اړوند ټول موضوعات تر بحث لاندې ونیسي، همدا راز کوښښ کوي چې په لنډو خو جامعو ټکو کې موضوع وڅېړي. د مقالې لیکوال په ډيره ښه توګه موضوع څېړي او د لوستونکي ذهن ته راتلونکي ټول سوالونه وار له مخه ځوابوي.
عموما په دې څېړنه کې دې سوالونو ته ځواب ویل شوی دی: جهاد د اسلامي قانون له مخې «هجومي» دی که «دفاعي»؟ د ځواک کارونې حدود په عرفي نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو په منشور کې څه دي او په دې اړه د نړیوال قانون پوهانو نظرونه څه دي؟ ایا نړیوال قانون وار له مخه ځاني دفاع، ټولییزه دفاع او په یوه هېواد کې بشردوستانه مداخلې ته اجازه ورکوي؟ پورته پوښتنو په اړه اسلامي قانون څه وايي؟ ایا د امت څخه دفاع د اسلامي قانون له مخې سمه ده؟
دا څېړنیزه مقاله څو برخې ده، خو په لویه کې لیکوال بیا مقاله په درې بېلابېلو برخو ویشلې ده. لیکوال لومړی د اسلامي قانون له مخې د «دفاعي» او «هجومي» جهاد په اړه د علماو نظرونه را اخلي، بیا یې تحلیلوي، دوهم هغه د ځاني دفاع په اړه نړیوال قوانین تشریحوي او درېیم هغه د ځاني دفاع او ځواک کارونې په اړه د درې وتلیو معاصرو مسلمان لیکوالانو (مودودي، وهبة الزحیلي او حمیدالله) نظرونه را اخلي او بیا يې د معاصر نړیوال قانون سره په پرتلییزه توګه تحلیلوي.
لیکوال په مقدمه کې لیکي چې «په معاصره زمانه کې، هغو پوهانو چې د جهاد پر نظريې کار کوي، عموما داسې فهمولې چې پخوانيو فقهاوو د مسلمانانو او غير مسلمانانو ترمنځ د اړيکو په اړه د مسلمانانو له لورې پر نړۍ د کامل تسلط تر مهاله د نه پای ته رسېدونکي جهاد په نظر وو. په دار الحرب او دار الاسلام باندې د نړۍ ویشل دوی وروستی او نهايي دلیل وړاندې کوي»، وروسته نوموړی د «دفاعي» که «هجومي» جهاد تر عنوان لاندې موضوع کې دا رادوي او په دې ټینګار کوي چې ډيری فقهاء په دې نظر دي چې د جهاد موخه یواځې د اسلام پر ضد د جګړې ځواب دی، نه دا چې مسلمانان په نړۍ غالبه شي او یا هم کافر ټول مسلمان کړي. هغه مخکې لیکي چې جهاد عموما په دوه برخو «دفاعي او هجومي» ویشل شوی دی او ډيری معاصرو فقهاو د «هجومي جهاد» نظریه رد کړې ده.
لیکوال په ډیره ساده او عامه الفهمه ژبه دلته د هغو علماو چې په دفاعي او هجومي جهاد دواړو باور لري او د هغو چې هجومي جهاد ردوي، دلایل وړاندې کوي. هغه په ډیر منطقي دلایلو د هجومي جهاد نظریه ردوي او وايي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جګړې په یوه وخت کې دفاعي جګړې وې چې د دښمن د دښمنۍ په ځواب کې پیل شوې وې. خو لیکوال په دې بحث کې یواځې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت ټینګار کوي او وروسته د خلفاء راشدینو جګړو ته هېڅ اشاره نه کوي. یو شمېر علما تر ډیره د حضرت عمر رضي الله عنه جګړې هجومي بولي او دا د یو قوي دلیل په توګه وړاندې کوي.
لیکوال مخکې «د اسلامي شریعت مقاصد» موضوع ته ننوځي. هغه وايي چې یو شمېر پوهان د شریعت د مقاصدو د نظریې پر اساس د جهاد د دفاعي طبیعت په خوا دلایل وايي، له همدې کبله نوموړی لومړی د اسلامي شریعت مقاصدو جوړښت تشریحوي او بیا وايي چې مقاصد دوه اړخونه لري: مثبت (د ګټو ترلاسه کول) او منفي (د ګټو ساتل). مخکې وايي چې د دین ګټې په دې بڼه ساتل شوي چې شرایط یې خوندي شي څوعبادت په کې وشي او د اسلام نور اساسات په کې وضع شي. له منفي اړخه، د جهاد امر د دین د فاع لپاره شوی دی. د لیکوال په باور ډيری اسلامي فقها په دې نظر دي چې د دین ساتنه د دین د دفاع یو نه بیلیدونکې برخه ده. هغه وايي د دې لپاره دا لازمي ده چې د اسلامي دولت د ځاني دفاع حدود لومړی وڅېړل شي، بیا دغه نظریه د معاصر نړیوال قانون سره پرتله شي او تر هغه وروسته یواځې په دغه صورت کې سړی کولای شي چې دا نظريه رد يا تاييد کړي چې د جهاد اسلامي دوکتورين يواځې تر دفاع محدود دی.
لیکوال وړاندې د ځاني دفاع په اړه د نړیوال قانون اصول تشریحوي بیا همدا موضوع د معاصرو فقهاو له نظره تحلیلوي او کوښښ کوي چې ستونزې ته په دواړو قوانینو کې د حل لاره پیدا کړي.
څېړنه مخکې په معاصر نړیوال قانون کې د ځواک کارونې د ماهیت او قانون پوهانو تر منځ متضاد نظرونه ذکر کوي. هغه تر ټولو وړاندې په ماضي کې د نړیوال قانون مراجع او د ځواک کارونې په اړه د ملګرو ملتونو منشور اړوندې مادې ذکر کوي. هغه دا موضوع ډيره پراخه څېړلې او په دې اړه یې دوه مسلکونه «متساهل او ایساروونکي» نظرونه را اخيستي دي.
لیکوال تر دې وروسته د ځاني-دفاع پراخې موضوع ته داخلیږي او د ځاني دفاع حدود او اصول د ملګرو ملتونو د منشور او عرفي نړیوال قانون له مخې په ډير تفصیل سره د پورته ذکر شوو دوه مسلکونو له مخې څېړي. هغه بیا د وار دمخه ځاني دفاع موضوع ته ننوځي، په دې اړه Cases قضیې د مثالونو په توګه وړاندې کوي، د متساهل او ایساروونکو مسلک دلایل ذکر کوي او دې پایلې ته رسیږي چې د ملګرو ملتونو منشور هېوادونو ته د ځاني دفاع په حالت کې د وار دمخه ځواک کارونې اجازه نه ده ورکړې، که څه هم دولتونه ځینې وختونه د اړتیا د دوکتورین له مخې دغه ډول برید ته مخه کوي.
څېړونکی تر دې وروسته په اسلامي قانون کې د ځاني دفاع او ځواک کارونې اصول تشریحوي او په دې اړه د معاصرو څو وتلیو علماو (سید ابو الاعلی المودودي، محمد حمیدالله او وهبة الزحیلي) نظرونه را اخلي. دلته هڅه کړې چې معاصر نړیوال قانون له اسلامي قانون سره په پرتلیزه توګه تشریح کړي. نوموړی په دې اړه لیکي چې د پورته یاد شویو درې علماو له نظره د ځاني دفاع نظریه د معاصر قانون پر پرتله په اسلامي قانون کې پراخ مفهوم لري، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو تر منشور وروسته قانون سره.
لیکوال د یادو معاصرو علماو نظرونه په لنډ خو جامع شکل بیان کړي دي. د ده په باور ډاکتر حمیدالله په دې نظر و چې د اسلامي قانون له مخې قانوني جګړې دادي: د شته جګړې ادامه، دفاعي جګړې، د خواخوږۍ جګړې، جزايي جګړې او آیډیالوژیکي جګړه. حمیدالله په باور د مکې خلکو پر ضد د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډيرې جګړې په لومړۍ کټګورۍ کې راځي. نوموړي دفاعي جګړې بیا په دوه کټیګوریانو ویشلي: لومړۍ دا چې ایا دښمن د مسلمانانو خاوره اشغال کړې. دوهم په حقيقت کې يې نه ده اشغال کړې، خو نه زغمېدونکی تعامل يې کړی دی. د دې معنا دا ده چې حمیدالله د وار-دمخه ځاني-دفاع په ځينو ډولونو هم باور لري. لیکوال مخکې د یاد عالم لخوا د جګړو اقسام شرحه کړي او بیا یې د معاصر قانون سره پرتله کړي دي.
څېړونکی مخکې د بل وتلي عالم وهبه زحیلي نظر را اخلي، هغه وايي چې په دفاعي او هجومي برخو د جګړو ویشل د څو دلایلو له مخې د شریعت له چوکاټ سره سم نه دي. هغه په دې باور دی چې جهاد ته د «هجومي» لفظ نه شي کارول کېدای؛ ځکه چې دغه لفظ له ځان سره د ناقانونيت، تېري او ناعدالتي معناګاني لري؛ په داسې حال کې چې جهاد عدالت او د قانون حاکميت قايموي.
د لیکوال له نظره مودودي هم هجومي او دفاعي برخو ته د جهاد ویش په سمه توګه نشي عملي کېدای، له همدې امله نوموړي جهاد پر دفاعي او مصلحانه برخو ویشلی دی.
څېړونکی تر دې وروسته پېچلې موضوع «په بهرنۍ خاوره کې د مسلمانانو مرسته» ته داخلیږي، هغه وايي چې عموما فقهاء په دې نظر دي که مسلمانان په غیراسلامي خاوره کې ځورول کیږي نو دار الاسلام دا مسوولیت لري چې اخلاقي، دیپلوماتیک او مادي ملاتړ يې وکړي. لیکوال په باور دغه کار هم د ځاني دفاع ځواک لاندې د دوه طریقو له لارې راتللای شي: ۱- په بهر کې د وګړو او ګټو خوندي کولو دوکتورين پر اساس جواز. ۲- د «ټوليزې ځاني-دفاع» د دوکتورين پر اساس جواز.
لیکوال د «بهر کې د وګړو او ګټو خوندي کولو دوکتورین پر اساس جواز» موضوع لاندې ځينې قضایا ذکر کوي چې ځينو هېوادونو تر منشور مخکې د نړيوال عرفي قانون له مخې په بهر کې د وګړو او ملکیت د ساتنې په خاطر د ځاني دفاع د حق کارونې دعوه کړې. مثال په ډول په ۱۹۵۶ کې د سویس کانال کړکېچ، ۱۹۷۶کې د اسراییلي کمانډو عسکرو «سویفټ سرجیکل سټرایک»، ۱۹۸۳کې د امریکا لخوا د ګرینډا اشغال، په ۱۹۸۶ او ۱۹۹۳ کې د لیبیا او بغداد ښارونو بمبارول، دغه ټولې پېښې د ځاني دفاع حق کارونې په موخه رامنځته شوي دي. لیکوال مخکې وايي په داسې حال کې چې په بهر کې د «وګړو» د خوندي کولو له پاره د ځواک دغه ډول کارونه به د نړيوال قانوني رژيم له مخې يا قانوني وي او يا نه، خو ښکاره ده چې دا په بهرنۍ خاوره کې له «مسلمانانو» سره د پوځي مرستې موضوع نه شي حلولای.
څېړونکی تر دې وروسته په یوه هېواد کې د «بشردوستانه مداخله» د نړیوال قانون له مخې څيړي او په دې نظر دی چې د ملګرو ملتونو لخوا په یوه هېواد کې بشردوستانه مداخله قانوني ده خو د یوه ځانګړي هېواد له لوري بیا مداخله ستونزو او بحثونو ته لاره پرانیزي.
لیکوال خپله څېړنه په دې ټکو خلاصه کوي چې د ځاني دفاع نظریه د معاصر قانون سره په پرتله په اسلامي قانون کې خورا پراخه ده. هغه د خپلې پورته ادعا د ثابتولو لپاره پاخه دلایل وړاندې کوي. نوموړی په لنډو ټکو وايي چې په معاصر نړیوال قانون کې ځاني دفاع تر حاکمیت، جغرافیې، ولس او ګټو پورې محدوده ده خو اسلامي قانون بیا د ټول امت او د اسلام دین دفاع هم په خپله غېږه کې رانغاړي.
په ټوله کې د ډاکتر مشتاق احمد څېړنه خورا پراخه او ارزښتناکه ده، هغه کوښښ کړی چې د معاصرو علماو نظریاتو له لارې ځاني دفاع ته دلایل پیدا کړي. نوموړي همدا راز په معاصر نړیوال قانون کې ځاني دفاع هم په ډيره ساده او اسانه ټکو تشریح کړې.
په عمومي توګه زما په نظر څېړنه کې ستونزه داده چې لیکوال د علماو نظریات ډیر واضح بیان کړي، ستونزي او مشکلات يې هم په کې په ګوته کړي خو ستونزې ته یې د حل لاره نه ده په ګوته کړې. عموما په څېړنه کې د ځاني دفاع په اړه د معاصر او اسلامي نړیوال قانون تر منځ شته واټن د لنډولو او د حل لاره هېڅ نه ښکاري. وروستي لنډيز یا خاتمه کې چې ډيری څېړونکی خپل نظر ورکوي، لیکوال په دې اکتفا کړې چې په څېړنه کې ذکر شوي ټول نظریات یو ځل بیا لنډ ذکر کړي او بس.
[quote] یاده څېړنه ښاغلي زاهد جلالي پښتو ته ژباړلې، چې په دې وروستیو کې د کتاب په بڼه چاپ شوې. دغه مخکتنه ما لومړی د قانوني څېړنو طرز مضمون د امتحان لپاره په انګلیسي ژبه لیکلې وه، وروسته مې پښتو ته ژباړه پیل کړه. د زاهد جلالي پښتو ژباړې راسره د دغې مخکتنې په لیکلو کې ډيره مرسته کړې، مننه ترې کوم. [/quote]