لیکنه: آرش ننګیال
ظاهرا ټولې شپې او ورځې یو شان دي، خو په معنوي لحاظ ځینې ورځې ځانګړې وي. اختر، نوی کال، د زېږېدو کلیزې، د واده کلیزې، د مور او ښوونکي ورځ….
ځینې کسانو ته یادې ورځې ارزښت لري او راتلو ته یې ورځې شماري اما ځینو ته ټولې ورځې یو شان وي او هېڅ توپیر پکې نه احساس کوي. خو زه له دې موضوع سره کار نه لرم، زما موخه داده چې د ځانګړو ورځو لمانځل د ماشوم په غوره روزنه او پالنه کې څه ارزښت لري.
ارواپوهان وايي چې سوکالۍ او خوشالۍ د انسان باطن پورې اړه لري دا له نړۍ سره هېڅ اړیکه نه لري.
زما په اند دا زموږ دید پورې اړه لري چې موږ یادو ورځو ته په کوم نظر ورګورو…
ـ کلیزې
راشئ د یو ماشوم له نظره دې ورځې ته وګورئ. دلکا رنګي، احترام او درنښت د انسانانو اساسي غوښتنې ګڼي. موږ کلیزو کې د ماشومانو لپاره خوښي کوو، نوې جامې، د کورونو ښایسته کول، د دوستانو او خپلوانو راغوښتل، خوښي او خوشحالي کوو. ماشوم پکې ناوزل کېږي، نورو ماشومانو سره ویني، هغوی سره ملګرتیا او خبرې کوي، ډالۍ ورکول کېږي، د مېندو، پلرونو او ماشومانو سلوک ګوري او د احترام وړ ګرځي.
د کلیزو لمانځنه ماشوم ته بل پیغام هم لري ( زه نور ستر شوی یم، زه باید تر پخوا هوښیار او تکړه و اوسم ، زه مې مور او پلار ته ارزښت لرم، ما سره مینه لري)
زما پلار به په دې ورځ ځانګړې وینا کوله. زما په وروستۍ یعنې د اتلس کلنۍ په کلیزې کې یې ټول میلمانه حیران کړل. له لنډو خبرو وروسته یې له جیبه یوه( کیلي) را ووېسته. چا ویل، د موټر کیلي ده، چا ویل د کور ده…
پلار مې کیلي ماته راکړې او راته یې وویل :
ـ هغه المارۍ خلاصه که.
کله مې چې المارۍ خلاصه کړه له کتابونه داسې ډکه وه چې د یوه قلم د اېښود ځای هم پکې نه و.
که ماته یې هماغومره سره زر هم راکړي وای اوس به خلاص شوي وو خو کوم څه چې ماته پلار را ډالۍ کړل هغه هره ورځ لا ډېرېږي.
زما په کور کې د ماشومانو تر ټولو غوره لوبه له کتاب او قلم سره ده او دا زما د کلیزې د ډالۍ برکت دی.
د کلیزو د لمانځنې ورځې د نڅا او سندرو ورځ نه ده بلکې هغه ورځ ده چې د ماشوم په ژوند کې بدلون راولي او دا باید داسې ورځ وي چې په ټول ژوند کې یې هېره نه کړي، مطمېن اوسئ هیڅ کله به یې هېره نه کړي.
ـ د ماشوم ورځ
ایا دا په دې مانا نه ده چې غټان د ماشومانو ژوند ته متوجه شي او ماشوم ته ارزښت قائل شي؟
په دې ورځ حکومتونه او دولتونه خپل ملت ته د ماشومانو د غوره روزنې، پالنې، دوی ته د ښه ژوند د برابرولو ژمنې ورکوي. ځکه په دې ورځ حکومت اړ دی چې یو څه باید وکړي.
دا چې د ماشوم ورځ په نړیواله کچه لمانځل کېږي نو نړۍ هم اړ کېږي چې د ماشومانو ژوند ته پام وکړي.
د یادې ورځې لمانځنه ماشوم ته شخصیت ورکوي، هغه کسان چې د ماشومانو مافیا، قاچاق، له ماشومانو ناوړه استفاده کوي ورته یو ستر اخطار دی.
ورسره هغه مېندې او پلرونه چې د ماشومانو پر وړاندې د مسؤولیت احساس نه کوي هم انګېزه اخلي، هغوی ته هم ارزښت پیدا کوي.
ـ سنتي.
سره ددې چې دا عمل سنت دی خو اوسني طب هم دا ثابته کړې چې سنتي د ماشومانو روغتیا ته ګټه لري. مصریان چې په طبابت کې اوږده تجربه لري له ډېرې پخوا زمانې نه یې خپل ماشومان سنتول.
ځینې کسان غواړي چې د خپلو ماشومانو د ژوند له هر مرحلې نه خوند واخلي. مېندې او پلرونه خپل ماشومتوب د خپلو بچو په څېره کې ویني. د یادې ورځې په ویاړ لګښتونه کوي او خوښي کوي. موږ د هغه څه لپاره خپلې پیسې لګوو چې موږ ته ارزښت ولري.
له سنتي وروسته کورنۍ د خپل ماشوم خوړو ته سخته پاملرنه کوي. خپل خپلوان راځي، د یو بل له حاله او ژونده خبرېږي، د یو بل له تجربو استفاده کوي. دغه راشه درشه تر څه مودې روانه وي، دوستان راځي او مبارکیانې ورکوي او دا هرڅه ماشوم ته نوې تجربه ده، هرځل ورته نوې تجربه وي او هر ځل نوي مالومات تر لاسه کوي ځکه چې هر عمر کې د ماشوم په افکارو او دید کې توپیر راځي.
ماشوم د ژوندانه چارې د سترګو له لارې ذهن ته سپاري، هغه څه زده کوي چې ویني یې.
ماشومتوب کې به چې کله د څو ورځو لپاره لغمان ته لاړو، نو تر ټولو جالبه راته دا وه چې مونږه څومره ډېر خپلوان او دوستان لرو، یو ډول د غرور احساس به راکې پیدا شو او خوشاله به شوم. دا ځکه چې ښار کې خلک بوخت وي او ډېر تګ راتګ نه شي کولای. مختلفو سیمو کې اوسېږي او ډېره موده یو بل نه ويني چې ماشوم د یواځیتوب احساس کوي.
ـ شب شش
ځینې کورنۍ د خپل ماشوم د زېږېدو شپږمه ورځ لمانځي. شاید ځینې ووايي چې دا پورته خبرې به درسره ومنو ځکه چې ماشوم هرڅه ویني، شب شش کې خو ماشوم په هېڅ هم نه پوهيږي.
اوسني طب وايي، د مېندو خوښي او سوکالي ان د امېدوارۍ پر مهال هم پر ماشوم اغیزه لري.
که د شپږو ورځو ماشوم په هېڅ هم نه پوهيږي مور ولې ورته اللو وايي او ماشوم ولې له اللو سره ویده کېږي او ارامېږي؟
که دا نه منۍ هېڅ باک نه لري. په دې خو باور لرئ چې د ماشوم زیږون یوه ډېره سخته مرحله ده چې هم د مور په جسم اغېزه لري او هم یې په روح او روان. د شب شش په محفل کې دردېدلې مور ته خوښۍ، خوشالي، ډاډ او امید ورکول زما په نظر ډېر عالي او انساني کړنه ده او د میلمستیاوو لپاره یوه ښه بهانه.
زما په اند دا یوه اقتصادي سپما هم ده. تر دې چې هره ورځ بېلو بېلو مېلمنو ته میلمستیاوې برابرې کړو ښه به نه وي چې په یو ځل ټول میلمانه شي؟
دا مه هېروئ چې ماشومان تل زده کړې ته اړتیا لري، هغه څه عکاسي کوي چې په سترګوې یې ویني.
په درنښت
آرش ننګیال
01,01,2016