ژباړه: عطا محمد میاخېل
ځان باوري کابو په نفس باندې د اعتماد لرل دي، خو زما په اند له هغه څخه هم ډېر دی.
په نفس باندې اعتماد څه ته وایي؟ په نفس باندې اعتماد معمولاً د ځان درنښت او په ځان باندې له باور سره تړاو لري. یعنې باور ولرئ، چې د وړاندې کولو له پاره ډېر څه لرئ او ارزښتمن کس یاست.
په نفس باندې اعتماد لرل یعنې په خپل ځان باندې ډاډ ولرئ، چې کولای شئ، هر هغه خنډ چې تاسو ته په لاره کې پیدا کېږي لرې کړئ. دا یعنې د پوهې او تجربې له ترلاسه کولو سره د چمتووالي پیدا کول دي.
ډېر وخت کېږي، چې د هغو څیزونو له پاره هڅه نه کوو، کوم چې غواړو تر لاسه یې کړو، لامل یې دا دی، چې په ځان باندې باور نه لرو، چې د ترسره کولو وړتیا یې لرو، یا دا چې د ترسره کولو له پاره یې انګېزه نه لرو، ښایي له ماتې څخه د وېرې په خاطر وي، چې معمولاً په خپلو وړتیاوو باندې د اعتماد او باور د نه لرلو له امله رامنځته کېږي. انګېزه په نفس باندې اعتماد ته ډېره اړتیا لري.
دا ستاسو ذاتي او انساني حق دی، چې پوه شئ ارزښتمن یاست. لاندې سپارښتنې کولای شي په دې برخه کې له تاسو سره مرسته وکړي.
۱ ـــ داوطلب شئ:
هېڅ څیز له نورو سره د مرسته کولو او د هغوی د ژوند ښه کولو په کچه تاسو ته ښه احساس نه شي درکولای. ګټور او مینه ناک اوسېدل تاسو ته په ځان باندې د اعتماد او ارزښتمن اوسېدلو احساس درکوي، د ځان په اړه په نویو څیزونو باندې پوهېږئ، هغه څیزونه، چې په هغو کې مهارت لرئ او هغه کارونه چې تاسو ته په نفس باندې اعتماد در په برخه کوي.
مهرباني کول ستاسو په بدن کې د سرټونین د تولید کچه لوړوي او په دې سره مو روحیه پیاوړې کېږي، چې په دواړو حالتونو کې ستاسو په ګټه دی.
۲ ـــ لېست جوړ کړئ:
د هغو کارونو لېست ترتیب کړئ، کوم چې د ژوند په اوږدو کې توانېدلي یاست، چې پکې بریالي شئ، وروسته کولای شئ، هرځل چې نوې بریا مو ترلاسه کړه، نو په دې لېست باندې یې ور زیاته کړئ.
۳ ـــ خپله شاوخوا له هغو کسانو څخه ډکه کړئ، چې ملاتړ مو کوي:
که چېرې شاوخو ته مو عیب لټونکي کسان ډېر وي، د هغوی خبرې کولای شي، له خپل ځان څخه په درک باندې مو منفي اغېزه وکړي. ترڅو چې ونه شئ کولای، چې لاندې مسایل ومنئ، نو غوره ده، چې له خپل ژوند څخه دا کسان بهر کړئ، یا له هغوی سره خپلې اړیکه را کمه کړئ.
ـــ دا چې پوه شئ، خبرې یې خپل شخصي نظر دی.
ـــ دا چې پوه شئ، نظرونه یې له واقعیت سره برابر نه دي.
ـــ دا چې زده کړئ، هر څه ته په ځان پورې تړاو مه ورکوئ.
د ځان په څېر ارزښتمن کسان پیدا کړئ، چې له تاسو څخه ملاتړ وکړي او د پرمختګ له پاره مو وهڅوي. کله چې خپله شاوخوا مو له دا ډول کسانو څخه ډکه کړه، نو تاسو ته به انګېزه او په نفس باندې درکړي.
۴ ـــ که چېرې تر اوسه هغه څه ته نه یاستئ رسېدلي، چې غواړئ یې، نو ځان ومنئ:
د دې له پاره، چې په ځان باندې باور وکړئ، لومړی باید ځان ومنئ، څنګه کولای شئ، په هغه څه باندې باور وکړئ، چې به بشپړه توګه یې نه منئ؟ که چېرې خپل ځان ونه منئ، یعنې د خپل بدن ډېری برخې مو رد کړې دي یا حتا له هغو څخه کرکه لرئ. په داسې شرایطو کې پخوانی باور رامنځته کېږي.
ځینې په دې باور دي، چې په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، تصمیم ونیسئ، چې ځان ومنئ، که چېرې تاسو هم کولای شئ دا کار وکړئ، نو ډېره ښه ده، خو د ټولو له پاره، په دومره آسانۍ شونې نه ده.
۵ ـــ خپل تمرکز ته بدلون ورکړئ:
په خپل ژوند کې په هغه څیز باندې تمرکز مه کوئ، چې کم دی، په بدل کې یې هڅه وکړئ، چې په هغو څیزونو باندې تمرکز وکړئ، چې لرئ یې او د خپل ژوند په ټولو ښو برخو باندې شکر وباسئ.
هر ځل چې داسې احساسوئ، چې د کوم منفي څیز په اړه فکر کوئ، نو په بدل کې د یوه مثبت څیز او یا د هغه څیز په اړه فکر وکړئ، کوم چې پرې شکر کوونکي یاست.
۶ ـــ ځان وننګوئ:
داسې فرصتونه را منځته کړئ، چې وکولای شئ، ځانته ثابته کړئ، چې له هغه څه ښه یاست، چې باور پرې لرئ، هغه څوک چې اوس پرې باور لرئ، احتمالاً د نورو له خوا ستایل شوی او د هغوی د پام وړ دی.
کولای شئ، له کم څخه یې پیل کړئ: په یوه نوي ټولګي کې نوم لیکنه وکړئ یا په داسې یوه کارخونه کې ګډون وکړئ، چې هغه څه در ښیي په کوم کې چې کمزوري یاست او نه مو دي زده.
کوم ستر څیز غواړئ؟ په بشپړه توګه یو نوی څیز زده کړئ. په یوازې توګه په سفر لاړ شئ، یو نوی کار یا سوداګري پیل کړئ، داسې کار ترسره کړئ، چې تاسو وېروي.
۷ ـــ زده کړې او ودې ته دوام ورکړئ:
هر څومره چې ډېر پوه شئ او درک وکړئ، نو کولای شئ، په ډېرې آسانۍ ستونزې حل کړئ، دا ستاسو په زده کړې پورې تړاو پیدا کوي.
د دې موخې له پاره باید ډېره مطالعه وکړئ، بېلابېلو ټولګیو ته لاړ شئ او په بېلابېلو سیمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون وکړئ، د ځان د پیدا کولو له پاره، ورځنۍ خاطرې هم غوره وسیلې دي.
پیدا کړئ، چې تاسو څنګه کار کوئ او انسانان په ټولیزه توګه څنګه کار کوي، دا مو پوهه لوړوي او کولای شئ، له دې پوهې څخه د ژوند په بېلابېلو برخو کې ګټه واخلئ، په دې کار سره تجربه تر لاسه کوئ او تجربه هم ستاسو علم و پوهه لوړوي او دغه راز دا علم و پوهه ستاسو په نفس باندې اعتماد زیاتوي.
۸ ـــ موخه وټاکئ:
د ځان له پاره لنډ مهالې، کوچنۍ او د تر لاسه کېدو وړ موخې وټاکئ، ترڅو ځانته یې ثابته کړئ، چې کولای شئ، هغه څه مو چې په ذهن کې دي او له پاره یې هڅه کوئ، ور ورسېږئ.
۹ ـــ له خپلو هیلو سره ژوند وکړئ، نه د نورو له هیلو سره:
ډېری وخت په خپل نفس باندې اعتماد نه لرل، له دې واقعیت څخه سر چینه اخلي، چې د ځان له پاره، د نورو په موخو پسې یو، نه خپلې اصلي موخې. دا ستاسو دنده نه ده، چې له ځانه د نورو تمې پوره کړئ، ستاسو دنده داده، چې د خپلو هیلو له پاره ژوند وکړئ، خپلې هیلې وڅارئ او نړۍ ته د خدمت له پاره، له خپلو وړتیاوو، مهارتونو او نعمتونو څخه ګټه واخلئ.
۱۰ ـــ له نورو سره د ځان له پرتله کولو څخه ډډه وکړئ:
ظاهر، بریالیتوبونه، له خپل ځان سره مو شته شیان او نور ټول څیزونه، ستاسو له پاره دي. تاسو خپلو موخو ته د رسېدو له پاره، اړینې وسیلې په واک کې لرئ، نه د نورو موخې.
په ځان باندې د باور کولو له پاره، تر ټولو غوره څیزونه در ته غواړم. ډاډه اوسئ، د دې باور د تر لاسه کولو له پاره هڅې ډېرې ارزښتمنې دي.