ليکنه: ذکريا رحيمي
په دې لیکنه کې پر هغه مهارت د کوم په مرسته چې ځان بدلولی شو؛خبرې کوو. هغه بدلون چې کورنۍ، ټولنه، او په کاري ځای کې ډیر اړین دی. دا بدلون د خبرو ډول، له مخالف سره د معاملې او له خپل ځان سره د ځان اړیکې بدلول دي. دا بدلون د خپل شخصیت تعینول دي؛ پر خپل ځان اعتماد جوړول دي.
که چیرته ته داسې یو کس یې چې جوړې شوې اړیکې دې له لاسه ورکړې وي؛ همدا لیکنه ستا کمزورتیا در په ګوته کوي او ستا اړیکو ته په کورنۍ، ټولنه او کار کې نوی رنګ وربښي.
د ځان د بدلون سفر:
بیویرلي د ځان بدلون د یو سفر په شکل کې روښانه کړی دی. هغه وایي:
ما سفر دشخصیت له نه لرلو شروع کړ؛ خپل شخصیت مې جوړ کړ بیا مې پرې د بهترۍ کار وکړ. زه د بل چا تابع وم او دا تابع کیدل مې دوه طرفه کړل. په دې سفر کې ما فکر کاوه چې زه د خلکو د پاملرنې جلبولو لپاره جذابیت نلرم؛ د جذبولو طریقه مې پیدا کړه. د ځان بدلون د ژوند د طریقې دبدلولو تجربه وه او بيا د دې تجربی توسعه وه.
شخصیت لرل:
د معاصرې تجارتي نړۍ بنسټ ښه شخصیت لرل دي. ښه شخصيت ولې اړین دی؟ مخکې به په تجارتي ځایونو کې یو کس دکار ځای کې یوازې کار کاوه خو په اوسني وخت کې یوه دنده د یو ګروپ له خوا د همکارۍ په ډول پر مخ وړل کیږي. د نورو سره یو ځای کار کولو ته شخصیت لرل یوه بنیادی اړتیا ده.
لوړ شخصیت لرونکي خلک کولی شي خپلواکې فیصلې وکړي. خطر د فرصت په شکل وکاروي او فکر ته توسعه ورکړي.
د خپل ځان دبدلون په اول ګام کې پرنورو بريد او یا د نورو فرمانبرداري کول ختمول دي. ارواپوهان بريد دنورو حق نه منلو ته وایي. که هغه لفظي وي، که فزیکی او یا هم کوم بل ډول. او د نورو فرمانبرداري کول د خپل ځان حق نه منلو ته وایي. او دا بدلون مونږ ته د خپل ځان او نورو حقوق راپیژني.
بريد کوونکی چلند:
- خپله لار نیول، بې له دې چې پایلې نظر کې ونیول شي.
- په هره بيه ګټل
- په لوړ غږ خبرې، بدالفاظ کارول، د نورو کنټرول، په نورو پورې خندا کول، تهدیدول،
- د نورو راپرزول که هغه فزیکي وي, که روحي او یا کوم بل ډول…
- داسې څه کول چی نور کمزوري ثابت کړي.
ارواپوهان وايي: حمله کوونکی انسان بزدله او کمزوری وي.
د حمله کوونکي چلند بدلون لپاره باید لاندې څه په ځان کې زیات کړو:
- له نورو سره رښتيني اوسېدل، زغم لرل
- د خپل ځان لپاره په واقعیت کې څه کول
- د هیچا تهدید نه منل، نه چا ته د تهدید په وجه غاړه کیښودل
- هر مخالفت او تضاد ته مناسبه د حل لار کتل
- کله چی ښه مقام ولرئ؛ له نورو سره ځان برابر ښودل
- نورو ته غوږ کیښودل
- له نورو سره تفاهم
خپل ځان ته د نورو احترام ګټلو لپاره یوازینۍ لار د نورو احترام کول دي.
- د خپلو اړتياوو ښکارول
- پر نورو باور
- هغه څه نه پټول کوم چې ستا حقیقت وي (هغسې اوسیدل لکه څرنګه چې طبعیت پیدا کړی یې)
- پراخ نظر ساتل
- په خپلې نړۍ کې کنجکاوی
- په ټوليز ډول سره په حال کې اوسیدل
- پرخپلو پټو طبعي مهارتونو کار کول او دې ته د رشد محیط جوړول د بدلون یوه برخه ده.
د دښمنۍ په نړۍ کې اتهام
د دښمنۍ په نړۍ کې د لوبې بل نوم اتهام دی او دا اتهام د ژوندي او باقي پاتې کیدو لار ده. کله چې د چا اړیکې یا مینه له لاسه ورکوو نو د خپلې غلطۍ د پټولو لپاره یا پر خپل ځان اتهام کوو یا په نورو او په همدې شکل د مینې او اړیکو ساتنه کوو او یا يې خرابوو.
هغه څه چې په انسان کې د بدلون مخه نيسي:
- کله چې فکر وکړو دغلطۍ بښل کمزوری ده.
- د بل چا د کمزورتياوو په لټولو باندې د بل چا بدلول
- کله چی غصه شو او فکر کوو مونږ په سمه لار یو او نور په غلطه روان دي.
- کله چی زمونږ د قضاوت موخه انتقام اخیستل وي.
- تل له ځانه بې ځایه قاضي جوړول؛ د نورو عیبونه لټول او په دې ډول خپل شخصیت بهتر ښودل
- پر نورو د لفظي یا فزیکي حملې په ذریعه د خپل ځان تحفظ او خپلې غلطۍ او کمزورۍ پټول
- نورو ته په دوکه ورکولو کې خپله کامیابي لیدل زمونږ د بدلون مخه نیسی.
انسان په ۴ حالتونو کې ژوند کوي:
- له خپل ځان سره ستونزه نه لرل خو له نورو سره تل په ستونزه کې اوسیدل؛ حمله کوونکی حالت دی.
- له خپل ځان سره تل په ستونزه کې خو له نورو سره بیا تل ښه, تابع یا حکم مننونکی حالت دی.
- له ځان او نورو دواړو سره په ستونزه کې اوسیدل؛ خفګان لرونکی حالت دی.
- کله چی انسان خپل ځان سره هم ستونزه ونلري او له نورو سره هم ستونزه ونلري؛ دا نورمال حالت دی.
د ځان د بدلون لپاره خپل حقوق په نظر کې نیول :
- زه د دې حق لرم چی احترام مې وشي، له نورو سره په برابر ډول د انسان فکر راته وشي.
- زه د خپل احساس ویلو حق لرم.
- زه د خپلو نظریاتو ویلو حق لرم.
- زه د هو او نه ویلو حق لرم.
- زه د غلطۍ کولو حق لرم دا حق لرم چی چی فکر وکړم. غلطي. انسان نه بې ارزښته کوي بلکې غلطي د تجربې او پوهې لار ده.
- زه د خپل فکر د بدلون حق لرم.
- زه د دې حق لرم چی ووایم زه نه پوهیږم.
- زه حق لرم چې د هغه څه غوښتنه وکړم چې ضرورت مې وي او غواړم یې.
- زه د دې حق لرم چی د خلکو د مسولیت پر غاړه اخیستو نه انکار وکړم.
انسان د خپل ځان د بدلون لپاره پنځو آزادیو ته اړتیا لري:
- د لیدلو، اوریدلو او پری دپوهیدلو ازادي بې له دې چې ورته وویل شي او پوهیدل یې پر انسان تحمیل شي.
- دفکر کولو ازادي، نه چې بل څوک ورته ووایي؛ باید څه فکر وکړي.
- داحساس کولو ازادي؛ نه چې بل څوک ورته ووایي چې څه احساس وکړي.
- د خوښولو او غوښتلو ازادي؛ نه دا چې د انسان خوښه او غوښتنه د بل چا تحمیل وي.
- د ځان د راتلونکې په اړه فکر او په راتلونکې کې ‘دڅه جوړولو – جوړېدول’ د فکر ازادي.
د ستونزو حل:
د خپلو او نورو حقوقو په نظر کې نیولو سره باید ستونزه حل شي. یو مثال: د چا سره نږدې اوسیږئ او هره شپه په لوړ غږ میوزیک اوري. که د میوزیک نه اوریدو لپاره ورسره جګړه وکړئ؛ هغه هم بله ورځ ستا کمزوري ګوري او جګړه درسره پرې کوي خو که دتفاهم لار پیدا کړئ او ستونزه دې ورته ووایې او یوه مناسبه د حل لار پیدا کړې؛ دا مقابل طرف کې ستا احترام زیاتولی شي (ستونزې ته د هواریدو لار کتل ضرور ده) نه چې ستونزه پر بلې ستونزې جوړیدو هواره شي.
په کوم ځای کې چی ستا حقوقو ته پام نه وي شوی؛ دا ستونزه باید څرنګه حل شي؟
- د هغوی نظر ته غوږ ونیسه.
- د هغوی د نظر درناوی وکړه.
- په رښتينولۍ سره خپل احساس او فکر ورته ووایه.
- په صداقت سره خپله غوښتنه وکړه؛ هغه څه ووایه چې ته غواړی وشي.
- د ده نظر او خپل نظر کې توپیر ته اشاره وکړه.
- او ستونزې ته د حل لار وګوره نه چې ستونزه پر بلې ستونزې جوړیدو هواره کړئ.
د ځان د بدلون لپاره لکه څرنګه چې دفکر او وجود حرکاتو کې بدلون اړین دی؛ همداسی د خبرو کولو طریقه کې هم بدلون ضرور دی. دا ډیره اسانه ده چې انسان خبرې وکړي خو دا ستونزمن کار دی چې د خپلو خبرو اثر پر بل درک کړې او بل ته په خپلو خبرو کی په ورکړل شوي احساس باندې ځان پوه کړې.
د قضاوت پر ځای تشریح :
مثال: د (هغه احمق دی) پر ځای (له هغه نه کله کله غلطي کیږی) وکاروئ.
عمومیت مه وربښه، مشخص اوسه.
مثال: ته تل ناوخته کار ته راځې پر ځای تاسې په دې میاشت کی دوه ځلې کار ته ناوخته راغلي یاست؛ وړ جمله ده.
تل د غوښتنې لپاره مؤدبانه وړانديز کوه او د غوښتنې په وخت کې دا فکر مه کوه که چیرته زما د غوښتنې ځواب نه وي یا هو وی یا هم کیدای شی؛ بلکه د دی فکر پر ځای د غوښتنې په طریقه کې د ښه بدلون کوښښ وکړه;کله چی مونږ ضرورت ولرو او له خلکو په ښه طریقه غوښتنه وکړو؛ له مونږ سره مرسته د هغوی د خوښۍ سبب ګرځي.
پر تا نيوکه، تا پورې خندا، ستا په اړه منفي او حمله کوونکي نظر ته ښه ځواب ویل د ټوکې په انداز کې هم کیدی شي او یا د هغه په الفاظو کی د خپل حقیقت موندنې نه وروسته په ډیر تخنیکي شکل خبره بدلول هم ښه دي.
که چیرې بحث پرې وشي؛ د هغه انتقاد د نورو توجه ستا خلاف جذبولی شي.
د دندې په ځای کې تل په پام کې ولرئ:
- د مقابلې پر ځای همکاري
- د اړخ نيونې پر ځای مناسب چلند
- ځواک د کار پر مخ بیولو لپاره کارول نه پر نورو دفشار واردولو لپاره
- داسی عادت نه کول لکه هره کړنه چې ستا راز وي او باقی ټیم پکی نه وي شامل
- دمدیریت پر ځای رهبري کول
- ټیم په ښه طریقه محرک کول
- د دیکتاتوری پر ځای همغږي
په کارځای کې د ځان بدلون لپاره په لاندې یادو شوو تخنیکونو باندې زیات کار وکړئ:
- ستا دنظر په اړه د خلکو د مخالفت کنټرول
- همغږي ساتل
- ټولنیز خواص لرل
- تل خبرو ته لار پیدا کول
- فعاله غوږ ایښودنه
- له قهرېدلو پرته مثبت غبرګون
نور بيا…
[review]