لیکنه: نورالله غازي یار
په تېر پسې دوهمه برخه
د دسمال د ورکړې په ورځ د هلک د کورنۍ څو کسه سړي او يو څو مشرانې ښځې، پر دې سربېره له تره زامنو هم يونيم سړی دسمال راوړو لپاره بيول کېږي. په پخوا وختونو کې دود و او په ځينو کليو کې اوس هم شته، چې د هلک مور او يا بلې مشرې ښځې له خوا به د هلک د کورنۍ مشر ته په جيب کې شنه جبه ( بروه) او شين لغونی(۱) ورکېښودل کيده، ددې نه يې موخه دا وه چې دا خيښي راپسې بختوره شي او له جلکۍ نه يې خدای ميله زرغونه(۲) کړي.
په ټاکلې ورځ د هلک د کورنۍ څو کسان چې يو څو مشرې ښځې هم پکې وې د جلکۍ کور ته راځي، په دې تګ باندې نور څوک نه خبروي، ځکه پدې ورځ وېره موجوده وي، چې څوک د جلکۍ دعوه ګېر پيدا نشي او ډزونه ونه کړي(۳). د هلک د کورنۍ له خوا هم نږدې خپلوان راغوښتل شوي وي، ټول په حجره کې سره کېني، لومړی سره نورې خبرې کوي، ددوی د پلارونو او نيکونو ښې اړيکې يو بل ته سره يادوي، د پخوانيو خېښيو يادونه کوي، له دې وروسته اصلي خبره رامنځ ته کړي. که چېرې يې د دنيا(۴) خبره مخکې سره سپينه کړې وي او په هر څه سره جوړ شوي وي؛ نو شاهدانو ته د هغوی يادونه داسې کوي:
ــ ما خپله مشره لور چې شېرنۍ نمېږي، د سردارګل مشر زوي تورګل ته ويرکړه(۵) . . .
د منځګړو نه ورته يو کس وايي:
لنډون(۶) مو څو ارسه کړی(۷) او نور موڅه خواړه اوبه(۸) ارسه يلي؟(۹)
د جلکۍ پلار يا د هلک پلار د دنيا او چې نور څه لکه: ګاڼه، ټيکري (اصلي کتان ټيکري چې توررنګی جيګري رنګ لري) او لونګۍ چې له درو نه نېولې تر لسو يې شمير رسېږي، د هغوی يادونه کوي او د جلکۍ پلار د تره، ماما او که په بل کلي کې يې ورکړي وي د ملک لونګۍ، چې اصلي ملتانۍ لونګې وي ددې او له دې سره په خوا کې د خوړې(۱۰) يادونه هم کوي.
د هلک د کورنۍ نږدي کس چې مخکې له مخکې پوه شوی وي، د جلکۍ پلار ته وزر(۱۱) کوي:
ــ ووس خو ارسه خپل شووی(۱۲)، يې ده تاوان يې تا تاوان دی، وينې مو ارسه شريکې شوې، يو څو ارپۍ ورته کمې که.
که وزر يې مخکې بند کړی وي، نو ورته يايي:
وزر خمو (۱۳) بند کړی و، خو توسې(۱۴) سپينږيري يوی، توسي په مخ د لس زره . . . ورته پاتې وي. کله کله د هر راغلي کس په سر څو څو زره روپۍ له لنډون نه ورته کموي.
وروسته د راغليو کسانو له خوا ورته دعا کېږي.
ــ مو ته(۱۵) دې په درانده وليدل، خدای دي مه سپکوه، خدای مو ارسه(۱۶) خشال لره!
له دې ورسته قبا(۱۷) يادوي، د جلکۍ پلار او مشر د هلک کورنۍ مشر ته وايي، چې قبا به ته ماما ته ورکوې.
ورسته منځګړو نه يو مشر سړی ووايي:
ــ د جلکۍ مړي ژمدي مو څه ارسه يلي(۱۸) او د ودونې وخت مو مالوم کړی؟
که يې نه وي مالوم، له منځګړو نه مشر سړی ورته وايي:
که خدای مه که جلکۍ مړه شوه، د جلکۍ بو نيم قيمت وي. مطلب دا چې دواړه نيم تاون وګالي.
ورسته د واده وخت اونيټه د منځکړو پر وړاندې کېښودل شي.
دا خبرې ټولې له دسمال ايښودو نه مخکې کېږي، دومره دسمال نه ايښودل کېږي، چې ترڅو ټولې خبرې نه وي سپيني شوي.
د جلکۍ د کورنۍ له خوا چې راغليو خلکو ته کوم دسمالونه برابرېږي، په هغو کې خواږه څېزونه لکه: شيرېنۍ، ماميز، نوکلان، يوه جوس کړې هګۍ، يوه مڼه. په دې سربېره پکې يو موټی بوره او يا ګوړه هم وراچوي، چې نوموړې خيښي او خپلوي په خوږو څېزونو سره پېل شي. دسمال ته ګنډه نه ورکوي، يو سور تار ترې تاووي او هغه ته هم ګنډه نه ورکوي، ددې نه يې موخه دا وي، چې په خېښۍ کې مو کوم خنډ رامنځ ته نه شي . د دې دسمالونو په خوا کې يو بل دسمال هم جوړ شوی وي، چې هغه د هلک پلار او يا بل مشر ته ورکول کېږي، دا دسمال په هر څه کې تر دې نورو بېل وي، نوموړی دسمال په يوه زرزريني ټوټې کې جوړ وي، ټول په ايېنو او ځونډيو پسوللی، په دې دسمال کې، مېوه هم تر دې نورو زياته وي او نور څه هم، د مېوې او نورو شيانو سره په خوا کې وژغنې(۱۹) او د سپينليو دانې هم پکې اچول کېږي، د وژغنو نه يې موخه دا وي چې جلکۍ شنډه نه شي، ډېر الوادونه وزيږوي اود سپيلنيو نه دا چې، دواړې کورنۍ له بدو سترګو وساتل شي. دا لوی دسمال د هلک پلار يا د هغه د کورنۍ بل راغلي مشرته ورکول کېږي.
له دې وروسته دوه شکورنه راوړل شي، په يوه شکور کې يوازې يو دسمال وي اوپه دې بل کې د ټولو راغليو کسانو لپاره دسمالونه، د دسمالونو شکورونه کېښودل شي، د دوعا لپاره لاس پورته شي:
ــ امين! خدايه دا خيښي په دواړو سې بختوره کې، سره خپه يې مه کې.
وروسته له ښۍ لورې دسمالونه اېښودل پېل شي، خلک جيب ته لاس کړي، چې په شکاره کې پيسې واچوي؛ خو د شکاره والا يې نه پرېږدي، چې مه يې اچوئ؛ خو دوی ورته وايې:
ــ نه پرېږده، تش شکور ناميندګي(۲۰) ده .
په شکاره کې د هلک نږدې خپل تر نورو يو څه زياتې پيسې اچوي، وروسته ځانګړی دسمال د کورنۍ د مشر په خوا کې کېښودل شي، ځينې خلک د دنيا له پيسو هم يو څه برخه د دغه دسمال په شکاره کې اچوي. دسمالونه چې ورکړل شي، د جلکۍ د کورنۍ له يوه مشر له خوا ورته مبارکي ورکړل شي:
ــ امبارک(۲۱) مو شه!
له دې سره د امبارک شه، امبارک شه غږونه پورته شي.
وروسته دوعا وشي او ټول له ځايه پورته شي . په پخوا وختونو کې د ځاځيو په ځينو کليو کې داسې دود و چې، د دسمال والا به د جلکۍ له کوره ووتل په پګړيو کې به يې سرې ټوټې ورټومبلې هر چا به پيژندل، چې نوموړو کسانو له چا دسمال راوړی.
ښځو ته هم دسمالونه ورکول کېږي او په ځينو کليو کې په جيب کې ورته ميوه اچول کېږي.
له دسمال والاووسره ټوپک هم وي، چې کله د جلکې له کوره راوزي، د ټوپکونو درزا پېل کړي، له دې سره ټول کلی او ولس په دې خبر شي، چې د پلانکي لور يې د پلانکي زوی ته ورکړه.
جلکۍ چې د دسمال د ورکولو په وخت کې په کومه بهانه له خپلوانو کره استول شوي وي، د ډزو په اوريدو، په ژړا او کوکو شورو وکړي، وروسته نورې همځولې جينکۍ ورته راغونډې شي، هغه ډاډګيرنې ورګوي، داسې . . . ميړه يې درته کړی داسې کور دی او. . .
د دسمال والا چې کله خپل کور ته لاړ شي، په يوه لوړ ځای باندې ورته ښځې ولاړې وي، د مېوې شکور هم ور سره وي او د اوبو جام هم، پر دسمال والاوو غږ کړې :
ــ امبارک مو شه! امبارک! له دې سره پرې د ميوې ډک موټي، رڼې اوبه او شنه شوتله او. . . هم پرې ورشيندي، هغوی بيا د ټوپکونو درزا پېل کړي.
دوام لـــــري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د متن د لغاتو او اهجو تشريح:
۱ ـ شين لغونی: يو ډول شين بوټی دی، چې اوړی ژمی شين وي، نرۍ پاڼي لري، د ځاځيو ښځې يې د څپرې په مياشت کې د کورونو پر دروازو يو يو شين ښاخ راځړوي، دوی عقيده لري چې په داسې کولو شره بلاګانې خونو ته نشي ننوتی. دوی لغونی سيد هم بولي.
۲ ـ ميله: مېنه.
- ميله يې تنه زرغونه کې:مطلب کور يې په ماشومانو ډک کې.
۳ ـ ډزونه: د چا چې کومه جلکۍ خوښه وي او پوه شي، چې اوس يې چا ته ورکوي، نو هغه بيا ورځي د هغوی کور مخې ته ډزې کوي او وايي، چې د پلاني لور اوس څوک نشي کولی زما شوه، بيا قومونه راغونډېږي، د ډزو ولا ته ښه دروند پور تړي، يوه يا دوې جينکۍ د يوې جلکۍ پور ورته تړي. کله کله داسې هم وشي،چې کوم کمزوری کس په جلکۍ ډزې وکړي، د جلکۍ کورنۍ يې په کيسه کې هم نه شي، يا يې په زورورو خپلوانو کې ورکړي او يا بل زورور ته.
۴ ـ دنيا: ولور.
۵ ـ ويرکړه: ورکړه.
۶ ـ لنډون: ولور
۷ ـ ارسه کړی: سره کړی.
۸ ـ خواړه اوبه: خواړه اوبه هغه څه ته وايي چې د دسمال د ورکړې پر مهال د هلک پر کورنۍ ايښودل کېږي، چې يادونه يې په متن کې شوې.
۹ ـ ارسه يلي: سره ويلي.
۱۰ ـ خوړه: خوړه هغه څه ته وايي، چې د هلک د کورنۍ له خوا د جلکۍ کورنۍ ته ورکول کېږي، لکه: وريجې، غوښه، چای بوره، غوړی. . . او نور لکه: ټيکري، دسمالونه، ميوه . . . له خواراکي څيزونو نه يې پخېږي، د جلکۍ د ودونې نه يوه ورځ وړاندې د جلکۍ همځولې اونورې کليوالې ښځې راغونډېږي، او دا ډوډۍ ورکول کېږي. ميوه،ټيکري او . . . راغليو وراڅيو (وراباڼو) ته ورکږي. د خوړې يادونه وروسته برخو کې په مکمل ډول کېږي.
۱۱ ـ وزر: زارۍ
۱۲ ـ ووس خو ارسه خپل شووی: اوس خو سره خپل شوی.
۱۳ ـ خمو: خو مو، وزر خمو (خو مو) بند کړی و.
۱۴ ـ توسې: تاسې.
۱۵ ـ مو ته: موږ ته.
۱۶ ـ ارسه: سره .
۱۷ ـ قبا: قبا هغو پيسو ته وايي،چې د جلکۍ کورنۍ له خوا د جلکۍ ماما ته ورکول کېږي، په ځينو ځايونو کې داسې نرخ دی،چې د لنډون لس په سلو کې بايد ماما ته ورکړل شي، د قبا مکمل مالومات هم په ورستيو برخو کې په مکمل ډول لوستلی شئ.
۱۸ ـ ارسه يلي: سره ويلي.
۱۹ ـ وژغنې: د پسونو نه قيچي شوي ويښته.
۲۰ ـ ناميندګي: نا اميدي.
۲۱ ـ امبارک: مبارک.