ليکنه: نورالله غازي يار
د جلکۍ خوښول:
(۱)
ځاځي تل له داسې خلکو سره خيښي او خپلوي خوښوي، چې سيال يې وي، نه ترې پورته وي او نه ترې ښکته، چې چا سره يې خيښي زړه وغواړي، نو يوکس چې د جلکۍ د کور والا ته يوڅه ورنږدې وي او يو څه يې په هغوی باندې خبره هم لګېږي،هغه ته ووايي :
ــ ته دا (ګل خان) لږ اروګړوه کنه(۱)، چې د سندرې غږ(۲)مو ارسره سره څي(۳)، که نه ؟
که جلکۍ يې ډېره خوښه شوه او ورکوله يې نه؛ نو يوه ښځه اوکه سره خپلوان وو؛ نو د کور مشر سړی، د هغوی کور ته ورشي، د جلکۍ مور ته ورنږدي شي، چې لږه پټه خبره درسره لرم، د ټيکري پيڅي ته يې ګنډې ورواچوي، هغه پوی شي، چې سړی يا ښځه ورڅخه لور غواړي.
که په دې څه ونه شول؛ نو په ډوډۍ يا چايو باندې لاس ونيسي، تر هغه يې په کور کې څکه نه کوي، چې دده خبره يې نه وي منلي . د جلکۍ د کور والا پرې ټينګار کوي، چې ډوډۍ ياچای وڅښه؛ خو د هلک د کورنۍ کس ورته وايي:
ــ دومره به هيڅ هم ونه خورم، چې يا يو موټی ميوه په جيب کې ارته(۴) وانه چوی او يا يوه سره لته(۵)رانه کوی(۶).
که د جلکۍ کورنۍ له دوی سره خپلوۍ کولو ته تياره وي، نو د هلک د کور والا ته يا يو موټی ميوه او يا ورته سره ټوټه په جيب کې واچوي، چې په دې سره د سړي زړه کره شي، چې بل چا ته يې اوس نه شي ورکولی .
له دې وروسته بيا د دواړو کورنيو له خوا ورځ او وخت وټاکل شي، چې په رسمي ډول ورته دسمال ورکړل شي .
دوام لــــــــــــري
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د متن د لهجو او لغاتو تشريح:
۱ـ اروګړوه: راوغږوه.
۲ ـ د سندرې غږ: دا يوه اصطلاح ده، چې څوک سره همغږي وي، نو په اړه يې ويل کېږي: د سندرې غږ يې ارسره څي.
۳ ـ ارسره څي: سره ځي.
۴ ـ ارته: راته.
۵ ـ لته: رنجه، د رخت ټوټه.
۶ ـ رانه کوی: را نه کړی.