لیکنه: نورالله غازي يار
مبارکي ورکول :
کليوال چې خبر شي، هر يو کس د ټوپک سره د هلک کور ته ورځي، او له کور سره په خوا کې يې د ټوپک ډزې کوي، وروسته حجرې ته ورځي، هلته د کور ولاوو ته مبارکې ورکوي:
ــ امبارک دې وي، خدای د درسې بختوره کي . . . .
د کور والا له خوا هم ورته ويل کېږي:
ــ خېرو سې، خدای مو دې خپلو ښاديو چيښتن که . . . !
د ميلمنو لپاره چای راوړل شي، چای چې وڅښي او له کوره اوزي هر يو کس ته د مېوې دسمال ورکوي.
په پخوا وختونو کې په ځاځيو کې داسې دود و، چې چا به د ټوپک ډزونه کړي وو، هغه کس ته به يې دسمال ورکاوه او ټوپک ميل ته به يې ځونډی وراچاوه او يا به يې د مريو تانګ (پټۍ) له بنده ورتړله، چې ټوپک يې هم خالي پاتي نه شي.
اوس د ځاځيو په ډيريو سيمو کې د ډزو پر ځای، د کور ولاوو ته د خپلوانو او يارانو له خوا ميوه وروړل کېږي، چې په دې ډول ورسره د مرستې لاس يوسي.
دکلي ډم هم ډول تر څنګ کړي، چې کله نوموړي کور ته رانږدي شي؛ نو ډول ته لښتې ورواچوي، د کلي هلکان او ځوانان په ګډا کړي، بيا حجرې ته وخېږي، هلته هم لږ ډول وډنګوي يو نيم مست سړی هلته هم ورته پورته شي، حجره ګرد ګرد کړي، ډم له مبارکۍ ورکولو وروسته چای و څښي، چې کله ځي، د يوه مشر له خوا ورته پيسې هم ورکړل شي او دوه د مېوو ډک دسمالونه هم، يو يې د ده او بل يې په ډول پسې وروتړي. هغه ورته دوعا وکړي. ځاځي خلک ډمان نه خپه کوي، وايې چې دا تور څنګلي دي، چې خپه شي بيا ښېرې کوي ، خلک يې له ښېرو سخت وېرېږي.
په همدې ډول ښځې هم مبارکۍ ته ورځي، د کور ولاوو سره خپله خوښي ښيي، چای ورسره وڅښي او ښه په درز دريه (چمبه) ورسره ووهي، تر مازديګره يې مجلس ګرم روان وي، چې کله روانېږي، ټولو ښځو او ماشومانو ته د خوني جيبونه ورډکوي. خور خورلڼې ته د جامو رخت او يا ټيکری ورکوي.
سړي شپي د ټنګ ټکور مجلس جوړوي، محلي سندرغاړي او ډمان راغواړي، تر سهاره پورې سندرې اوشارۍ سره کوي. دې مجلسونو ته ډېر له لرې لرې ځايونو هم خلک ورځي، اتڼ کوي او د سندرغاړو له سندرو خوند اخلي، دې ټولو راغليو خلکو ته د کور ولا او که د کور ولا پرې نه رسېږي، نور کلیوال هم له خپلو کورونو چای راوړي، ترڅو په نورو کليو کې دا کلی دروند ياد شي.
پخوا په ځينو کليو کې داسې دود و، چې هر چا به د واده دسمال راوړی و، هغه به د اختر په ورځ جومات ته د چايو او کلچو تر څنګ د خوني ډک شکور هم وړو، خونی به پر ټولو کليوالو وړو زږو ويشل کيدو، په جومات کې به د ملا او کليوالو له خوا ورته په ګډه د دوعا لاس پورته کيدو.
دوام لري
ــــــــــــــــــــــــــــــ
د متن د لهجو اولغاتو تشريح:
شارۍ، شعارۍ: د محلي سندرغاړو سندرې او د دوی في البديهه شعرونه، پخوا به يې لغاتو ته هم شارۍ ويلې او شاعر ته يې (شار) ويل يانې هغه څوک چې شارۍ کوي.
خونی: هغه کډوډي ميوه چې په دسمال کې اچول کېږي، پخوا چې اوسنۍ وچې مېوې نه وې او که وې هم خلکو د کمزورې اقتصاد له کبله نشوه اخيستی، نو د غنمو او جوارو نيني به يې وکړې، د خپل پاليز مڼې او غوزان به يې هم په دسمالونو کې اچول او بيا به يې پر خلکو ويشه.