ژباړه: انـــــدیال ساپی
ځينې خلک داسې فکر کوي چې ناوړه اخلاق د رسوايۍ داسې داغ دی، چې له مينځه نه ځي ، ځينې خلک بيا دوه درې ځل نفس د اصلاح کوښښ وکړي برلاسي نشي ، مايوسه شي او خپل کوښښ پر ځاى پرېږدي، دا کار هيڅکله د مسلمان سره لايق نه دی، د مسلمان له شان سره نه ښايي چې د ځان لپاره ذلت غوره کړي او د خپل نفس اصلاح پریږدی،سره له دی چې ناشونې حالات بدلیدای شي، بلکې مسلمان ته پکار ده چې خپل هوډ لا پياوړی کړي او د خپلو عيبونو په اصلاح کې زيار او مشقت وګالي.
ډېرو خلکو په تمرين او روزنې خپل عيبونه راکم کړي او خپل نفس يې پاک او لوړ کړی.
ابن المقفع وايي:” هوښيار او ځيرکه انسان بايد خپلې ديني، اخلاقي او ادبي نېمګړتياوې وشميري په خپله سينه يا کتاب کې دې راټولې کړي او تل دې هغه ځان ته وړاندې کوي او ځان دې د هغې په اصلاح مکلف وګڼي، په ورځ اونۍ او مياشت کې دې د يو يا دوو خويونو سمون خپله دنده وګرځوي.
کله چې د يو خوی اصلاح وکړي هغه بايد پاک شي او په پاکولو دې خوښى څرګنده کړى او که ثابت پاتې وی پر هغې دې غمژن شي”.
امام ابن حزم رحمه الله د خپل ځان د تجربې او خپلو عيبونو څخه د خلاصون د هڅو او هغه پایلو په هکله چې له دغې تجربې لاس ته ورغلي دي وايي: “په ما کې ډېرې نيمګړتياوې موجودى وې چې ﺯه يې د اصلاح په هڅه کې ووم، له هغو ويناوو به مې ځان خبراوه چې پېغمبرانو، مخکنيو او اوسنيو حاکمانو او فاضلانو به د اخلاقو او د نفسي ادابو په اړه ويلې وې ، له دې لارې مې سره له ډېره کړاوه د نفس تداوي کوله چې د الله تعالی په مرسته مې له ډېرو عيبونو خلاصی وموند.
زما له دې عيبونو څخه د رضايت کموالی او د غوسې بې حده زياتوالی وو، تل مې د ځان تداوي کوله، تر څو په عمومي توګه مې خبرو، کړنو او کارونو کې د غوسې په پرېښودلو بريالی شوم او له ناروا غچ اخيستنې مې ځان وژغوره، خو په دې لار کې مې ډېر کړاوونه وګالل تر دې چې نږدی وه ما ناروغه کړي، خو د رضايت په برخه کې کمزوری شوم ګويا چې ما د خپل نفس سره نرمي وکړه او نفس راته داسې تمثيل کړه چې ددې پرېښودل ملامتي ده.
بل زياتې ټوکې مې کولې ،د ټوکو په پريښودلو هغه اندازه بريالی شوم چې مقابل لوری په غوسه کوي او هغومره اندازه مې ځان ته اجازه ورکړه چې پرېښودل يې د خلکو څخه ګوښه والی او د لويۍ سره ورته والی دی.
بل ځان ښوول او غرور وو، خو عقل می له نفس سره مبارزه وکړه چې په پايله کې ټول غرور له مينځه ولاړ او الحمدلله هيڅ اثر يې پاتې نه شو. بلکې ما ځان په دې مکلف کړ تر څو د غرور منزله راټيته کړم او عاجزي اختيار کړم .
زما د خويونو څخه ځينې داسې حرکات وو چې هغه له ځوانۍ سره پيدا کيږي او ځوانۍ دپيل نښې وي او هغه د نظر په ټيټ ساتلو کې کمزورتيا وه ، نفس مې له دغه کړنى څخه بند کړ تر دې چې ياد عيب له مينځه ولاړ.
بل له دغو عيبونو څخه د قدرت او شهرت طلبۍ سره مينه وه، ددغه عيب په درملنه کې له ډېر کړاو سره مخ شوم ، همدومره بريالی شوم چې له هغه څه ځان وساتم چې په دين کې جواز نه لري، او الله تعالی په باقي او پاتو کې مرسته کوونکی دی”.
همدا راز وايي:” ما د ښځو سره د واده کولو نه نفرت کاوه او دا کار زما په طبيعت ډېر ګران وو ، هغه مهال زه ددغې ناروغۍ په تداوۍ پوهه شوم چې کله راته ددغه کار زيانونه څرګند شول.
دوه نورې داسې نېمګړتياوې وې چې الله تعالی هغه پټې وساتلې او ماته يې هغوی سره د خپلې مهربانۍ له مخې د مقاومت توان راکړ يوه الحمد لله بيخی له مينځه ولاړه او نيکمرغي زما په برخه شوه کله به چې ددغه عيب کومې نښې راڅرګندې شوې ما به يې د ختمولو کوښښ کوو، خو د دوهمې نيمګړتيا تداوي او درملنه اوږده شوه کله به چې يې څپې په حرکت راغلې نو رګونو به مې هم حرکت پېل کړ نېږدې وه چې څرګنده شوې وی خو الله تعالی راته د هغې تداوي اسانه کړه او د تل لپاره مې ترې خلاصی وموند.
ﺯما بل عيب زياته کينه وه، د الله تعالی په مرسته د هغې په پرېښودلو بريالی شوم خو د بيخی د له مينځه وړلو توان مې پيدا نکړ او له دې عاجزه شوم چې د هغه چا سره دوستی وکړم چې ما سره دښمني کوي”.