ژباره او لیکنه : محمدحکیم شهزاد
د ځمکی او آسمانونو پیدایښت په شپږو یا اتوو ورځو کی شوی دی :
که دعقایدو علم ته ځیرشوو دا به تر څرګنده شی چی دعقایدو علم هغه علم دی چی انسانان له کړاونو څخه ژغوری ننی بشر له عقایدو څخه داسی پایلی ته رسیدلی دی چی په ټول قرانکریم کی له سرڅخه تر اخره پوری د اسمانونو اوځمکی پيدايښت په شپږو ورځو کی بیان شوی او کله بیا چی د فصلت سوره د نهم آیت څخه تر دوولسم آیت پوری وګورو دا به تری څرګنده شی چی د ځمکی او اسمانونو پیدایښت آته ورځی دی چی دا هرڅه په ښکاره ډول په تناقضی (مخالف) سرخط سره ذکر شوی دی .
مخکی لدی څخه چی په څرګنده ډول سره واضیح ورکړو چی د ځمکی او آسمانونه پیدایښت په شپږو ورځوکی شوی په نوموړی آیت سره یی تشریح کوو .
اللَّهُ الَّذِی خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِی سِتَّةِ أَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ مَا لَکُم مِّن دُونِهِ مِن وَلِیٍّ وَلَا شَفِیعٍ أَفَلَا تَتَذَکَّرُونَ . السجده (۴)
هماغه الله دی چی اسمانونه او ځمکه او ټول هغه شیان چی د هغو په منځ کی دی په شپږو ورځوکی پیدا کړل . له هغه وروسته يي پر عرش استوا وکړه، له هغه پرته نه ستاسی څوک ملاتړ او مرستندوی شته او نه څوک د هغه په وړاندی سپارښت کوونکی، نو آیا تاسی پند نه اخلی ؟
او همدا رنګه د (سوره ق په(۳۸) آیت کی ، د سوره الأعراف په (۵۴) آیت کی ، د سوره الحدید په (۴) آیت کی او د سوره الفرقان په (۵۹) آیتونو کی د ځمکی او اسمانونو پیدایښت په شپږو ورځو کی یادونه شوی ده .
اوس به د فصلت سوری ته راشوو او دهغی ژباړه به له نهم آیت څخه تر دوولسم آیته پوری چی د ځمکی او اسمانونو د پیدایښت بیان يې داسی څرګند کړی دی .
قل أَئِنَّکُمْ لَتَکْفُرُونَ بِالَّذِی خَلَقَ الْأَرْضَ فِی یَوْمَیْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ذَلِکَ رَبُّ الْعَالَمِینَ «۹»
اي پيفمبره (ص) ! دوی ته ووایه : آیا تاسی پرهغه خدای باندی کافران کیږۍ او نو د هغه سیالان ګرځوۍ چی ځمکه په دوو ورځو کښی پیدا کړه ؟ هماغه خو د ټولو مخلوقاتو رب دی .
وَجَعَلَ فِیهَا رَوَاسِیَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَکَ فِیهَا وَقَدَّرَ فِیهَا أَقْوَاتَهَا فِی أَرْبَعَةِ أَیَّامٍ سَوَاء لِّلسَّائِلِینَ «۱۰»
هغه ( د ځمکی د منځ ته راوړلو څخه وروسته ) پر هغي د پاسه غرونه ميخ کړل او په هغی کښی يي برکتونه واچول، او په هغي کښی يي د ټولو غوښتونکو لپاره د هر یوه له غوښتنی او اړتیا سره سم ، په صحیح اندازه خوراکی مواد برابر کړل . دغه ټولی چاری په څلورو ورځو کی سرته ورسیدلی .
ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء وَهِیَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ اِئْتِیَا طَوْعًا أَوْ کَرْهًا قَالَتَا أَتَیْنَا طَائِعِینَ «۱۱»
بیا هغه د اسمانو خوا ته متوجه شو چی په هغه وخت کښی محضي لوګی و. هغه اسمان اوځمکي ته وویل : « منځ ته راشئ ، که تاسی و غواړئ او که ونه غواړئ » دواړو وویل : « مونږه فرمان منونکی په توګه رامنځ ته شوو»
فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِی یَوْمَیْنِ وَأَوْحَى فِی کُلِّ سَمَاء أَمْرَهَا وَزَیَّنَّا السَّمَاء الدُّنْیَا بِمَصَابِیحَ وَحِفْظًا ذَلِکَ تَقْدِیرُ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ «۱۲»
هله نو هغه په دوو ورځو کښی اووه آسمانونه پیداکړل او په هر آسمان کی يې د هغه قانون مقرر کړ. او مونږ د دونیا آسمان په ډیوو سره سینګار کړ او هغه مو ښه محفوظ کړ. دا هر څه د یو برلاسی پوه ذات پلان دی .
دلته که ټول آیتونه سره جمع کوو د ځمکی د پیدایښت ورځی آته کیږی . په دوو ورځوکی ځمکه ، په څلور ورځی کی غرونه او دهغو تقدیری حالت ، وخت او مواد او په دوو ورځو کی د آسمانونو پيدایښت دی چی ټول آته ورځی کیږی .
۲+۴+۲=۸
اوس د ښه ځواب ویلو په صورت کی “اربعة ایام” یعنی څلور ورځی دی او په همدی ترتیب سره دوی اولی ورځی يي له دغو څلورڅخه ځمکه پیداشوی ، او دوی وروسته ورځی د ځمکی خصوصیات پیدا شوی او نور اضافی پیدایښت د اسمانونو په دوو ورځو کی شوی دی چی مجموعی يي شپږ ورځی کیږی یعنی بیا یی ټوله شمیره شپږورځی ته رسیږی .
که دعربی ژبو او نور ژبو تعبیرونه سره پر تله کړو نو ویلی شوو چی .
دا یو تقریبی حالت دی له د ځای څخه تر مکی معظمی پوری لس ورځی اندازه نیسوو، تر مدینی منوری پوری پنځلس ورځی یعنی د پنځو ورځو له مکی معظمی څخه تر مدینی منوری پور اندازه ده او د لس ورځو اندازه له دی ځایه څخه تر مکی معظمی پوری ده .البته که چیری د څو آیتونو ژباړه چی د ځمکی او آسمانونو تفسیر پکی شوی دی د منل کیدلو وړ به وی او کنه . دلته د قرانکریم آیتونه یو پربل سره تفسیر کړی چی یو آیت د بل قرینه (تناظر) ګرځی . او په ښه ډول سره يود بل د منلو وړ دی . شاید ذکر کولو ته يي اړتیا نه وی چی په نوموړی آیتونو کی ورځ هیځ کله هم په معنی د یوی معمولی ورځی نه ده ولی چی مخکی د ځمکی او آسمانونو په پیدايښت کی ورځ په اوسنی معنی سره موجودیت نه لرلو مګر دلته يي منظور دهغه د پیدایښت دوری دی چی کله هم دا دوری په میلیونونو او ملیاردونو اندازه کلونو سره سرته رسیږی . بلکی څرګنده پلټنه يي دلته تر سره کړی .
په اول مرحله کی تفاوت په مابین د آیتونو کی معلوم دی ، په ټولو آیتونو کی پیدایښت د ځمکی او آسمانونو په شپږو ورځو کی بیان شوی دی او له یو مادی څخه يي پیدایښت څرګندیږی شوی دی .
مګر ځینو آیتونو په یو ډول سره جوړه شوی دی چی مجموعه يي بیا اته ورځی کیږی او دآسمانونو په اړونده د پیدایښت لفظ له سره استفاده شوی ندی بلکی له یوی قضی مادی څخه پکی استفاده شوی ده .
چی قضی ماده د پیدایښت له لفظ سره فرق لری او د اسمانونو د محکم کولو په معنی سره ده .
بلی که چیرته يي ووایو (سبع سَمَاوَاتٍ فِی یَوْمَیْنِ ) نو هغه الله چی په دوو ورځو کښی اووه اسمانونه پیداکړل .
نو ولی نشی کولای چی له دی آیت څخه استفاده وکړو چی ځمکه او دهغه تقدیرونو په شپږو ورځو کی پیدا شول او په دو ورځو کی آسمانونه پیداشول او دا ټول اته ورځی کیږی چی د نور آیتونو سره تناقض (مخالف) حالت لری .
او همدارنګه بل طرف ته که لسم آیت ته و ګورو ( و جَعَلَ فیها رَوَاسِیَ …) هم د ځمکی د پیدایښت په باره کی نه دی بلکی پر ځمکه د هغو د پاسه غرونه په باره کی چی ميخ کړل شوی دی را غلی دی او په هغی کښی يي برکتونه واچول او دا هغه مرحلی دی چی وروسته د پیدايښت څخه يي صورت نیولی دی .
دا هرڅه یوازی د فصلت د سوره په آیتونوکی ځانګړتیاوی را په ګوته کوی چی د ځمکی اوآسمانونو پیدایښت په اتوو ورځو کی شوی دی بلکی دا چی اسمانونه په ځو ورځوکی پیدا شوی هیځ بیان يي په دغو آیتونو کی نه دی راغلی نو یلی شو چی د ځمکی پیدایښت په دو ورځو کی دی او دا چی اسمانونه په ځو ورځو کی پیدا شوی دی دلیل یې قرانکریم هم نه لری چی ځو ورځی دی .
پس قرانکریم د دو شیانو ځانګړتیاوی تشرح کوی : ځمکه په یوازی صورت سره په دو ورځو کی پیدا شوی چی ځمکی او اسمانونو په شپږو ورځو کی پیداشول . چی دا دواړه یو له بل سره هیځ تناقض او تضاد نلری .
ویل کیږی چی ځمکه په دو ورځو کی پیدا شوی ده او په ځلورو ورځو کی يي غرونه او خوراکی توکی پکی پیدا کړل او آسمانونه په دو ورځو کی محکم شوی دی چی دا ټول آته ورځی کیږی . او هم آسمان په پوره او کامل ډول سره منځ ته راغلی دی او وروسته ځمکه پیداشوی ده . او منظور يي له ورځی څخه هغه معمولی ورځ ده چی حضرت محمد (ص) پر دی باور درلود چی خدای (ج) ځمکه د یکشنبی ، دوشنبی ، سی شنبی او د چهار شنبی په ورځو کی پیدا کړی ده او د پنجشنبی او جمعی په ورځو کی يي اوو د اسمان طبقی چی د ځمکی پر سر دی جوړ کړی دی . چی تر اوسه پوهان پدی نه دی بریالی شوی او همدارنګه يي د شنبی په ورځ پریښتی پیدا کړی چی دا ټول يوه اونی کیږی .
ویلی شوو چی ساینس پوهانو وکولای شوی چی لومړنی کيهاني وړانګو يي ۱۳.۷ میلیارد کلونه مخکی د هابل د تلسکوپ په واسط و لیدلی .او همدارنګه يي په ۲۰۱۳ م کال کی د جیمزوب تلسکوپ فضا ته لاړ او هغه وکولای شی چی د ډیرو لری ستوریو لیدنه له نوموړی تلسکوپ څخه و کړی .
که چیری پیداښت او منځته راتلل هیځ فرض کړو ، نو د نړی دا ټول کائنات چی ۱۳.۷ ملیارد کلونه مخکی پیداشوی په یو ځای صورت سره یوه انرژی (طاقت) بللی شوو او له هغی څخه وروسته د انرژی (طاقت) یو نظم نیولی دی، ځمکه او آسمانونه ترینه جوړ شول . اوس به وګوری چی دا توری په څه ډول بیان شوی دی .
خدای (ج) په دو ورځو کی ځمکه جوړه کړه او په ځلورو ورځو کی يي غرونه او خوراکی مواد يي پیدا کړل او وروسته له دو ورځو يي اوو آسمانه پیدا کړل او محکم يي کړل . کله چی ځمکه را منځ ته شوو آسمانونه په پوره او کامل ډول سره منځ ته را غلی ؤو او محکم جوړښت یي دلته مفهوم نلری .
د وضاحت لپاره د نوح سوره ته ځو او دغه آیتونه څرګندوی پکی داسی کولای شوو.
المْ تَرَوْا كَیْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا (۱۵) وَجَعَلَ الْقَمَرَ فِیهِنَّ نُورًا وَجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا (۱۶)
آیا نه وينئ چی په څه ډول الله لاندی باندی اووه اسمانونه پیداکړل ؟
او په هغو کښی يي سپوږمۍ ړنا او لمر ډیوه و ګرځوله .
ومن الله توفیق
2016/04/04