ليکنه : ډاکټر سعود بن عبدالعزيز الخلف
ژباړه : لقمان حکیم حکمت
لږ څه وړاندې تېر شول چې داسې هېڅ امت نه دی تېر شوی چې دين او عبادت يې نه درلود او دا هم تېر شول چې دين دوه ډوله دی : د توحيد دين چې اسماني دينونه دي او وضعي دين چې د شرک نه ډک اديان او تګلارې دي .
بې دينه طبقه خلک ( ملحدين ) داسې انګيروي چې د ځمکې په مخ توحيد له شرک څخه وروسته منځ ته راغلی دی خو د هغوی دغه قول د الله پاک له وجود څخه په انکار بنا دی ، هغوی اټکلوي چې انسان د اميب له حالت څخه وروسته وجود ته راغلی دی ، د رطوبت له مخې څه موده وروسته د شادو په شکل تبديل شو بيا د زمانې په تېرېدو د ترقۍ له مخې شادو د انسانيت په شکل تبديل شوه (مذهب النشوء والارتقاء: ( ۱۲ ) د منيرة الغاياتي ليکنه . ايهما هو الصحيح الخلق ام النشوء : ( ۷ ) د د.و.ي اوانيل ليکنه . ما اصل الانسان : ( ۳۰ ) د دکتور موريس بوکاي ليکنه )
دوی انګېروي چې دغه انسان له کوچنيتوب څخه د ځان لپاره د معبود په تالاش او لټون پېل کړ تر څو عبادت يې پېل کړي ، په لومړي ځل يې د پلرونو او نيکونو عبادت ، د بوټو ، حيواناتو او د نمر او ستورو او د نورو هغه شيانو چې په نظر کې يې ورته قابل د عبادت ښکارېدل د ځان لپاره معبودان ونيول ، بيا يې پخپل عقل او احساس کې دومره ترقي راوسته چې له ګڼو معبودانو څخه يې ځان راخلاص کړ او د فرعونيانو په دور کې يې توحيد ته لاره وموندله ، د هغوی په نېز د توحيد معنی دا نه ده چې له شريک پرته به یې د الله پاک عبادت کو ، د دغې ملحدانو په زعم هغوی به د « رع » عبادت کو چې د نمر مخ يې په وجود دليل دی .
له دې عقيدې څخه څرګند بريښي چې ملحدان په دې اند دي چې د دينونو لومړي واضعين انسانان دي او د الله پاک څخه راستونه يې سمه نه ده .
د تعجب خبره دا ده چې د ملحدانو سره په دې فکره ځينو اسلام ته منسوبو کسانو هم خوښي ښکاره کړې ده لکه عباس محمود العقاد پخپل کتاب [ الله جل جلاله : ۷ ، ۳۵] او عبد الکريم الخطيب په خپل کتاب [ قضية الألوهية بين الفلسفة و الدِّين : ۷۰ ، ۹۵ ) ].
د دې عقيدې پيرويان وايي چې مونږ په دې مذهب دوه دليلونه لرو :
لومړی :په صنعت باندې قياس ، انسان چې څنګه په صناعت کې ترقي کړې ده دغه څير يې په عقيده کې هم ترقي کړې ده .
دوهم : په لاسونو تراشل شوي قديمي اثار دا په ګوته کوي چې خلک د عبادت له مخې په شرک او ګڼ شمير معبودانو نيولو اخته شوي وو ، ډېرې زمانې وروسته بيا انسان توحيد وپېژند(وګوره : الله جل جلاله : ۷ – ۲۷ ) د عقَّاد ليکنه ).
خو نا بلکې دا فاسد قياس او باطل استدلال دی، له ګڼ شمېر وجوهاتو نه دين په صناعت قياس مع الفارق دی:
لومړی :صناعات مادي شيان دي او دين معنوي شی دی ، ايا د غير محسوس معنوي شيانو قياس په مادي محسوسو شيانو دروست بلل کېدای شي ؟ دغه قياس داسې مثال لري لکه څوک چې هوا په اوبو قياسوي .
دوهم : د صناعاتو بنسټ کتنه او تجربه ده چې پای کې يې پايله تر سترګو کيږي بر سېره د دين نتائج د دنيا په ژوند کې نه تر سترګو کيږي او نه يې بنسټ تجربه او کتنې دي .
دريم : له دغې قياس څخه لازميږي چې اوسمهال بايد ګرد انسانيت په رښتونې ديانت او سوچه توحيد ولاړ وای ، ځکه چې صناعاتو بې ساره ترقي کړې ده بايد عقيده هم ترقي وکړي ، خو ولې واقعيت برخلاف دی ځکه چې انسان له ديني ناحيې څخه ډېر کمزوری دی نسبتا صناعت ته او الحاد او بې ديني هم د نړۍ په زياترو برخو کې خپره وره ده .
له دغې قياس څخه دا لازميږي چې بايد اوسمهال هېڅ شرک نه وی او واقعيت د دې خلاف دی ځکه چې په شرق او غرب او په هر ځای کې شرک وجود لري .
د ملحدينو د تېرو امتونو او قومونو په تخلف او اثارو باندې له دليل څخه جواب دا دی چې دغه ټول ناقص اثرات دي او د اټکل څخه پرته پکې نور هېڅ دليل نشته او نه پکې د نه يو ځای کېدونکي شيانو د ربط ترمنځ له کشمکش پرته څه شته ، بلکې په لاس تراشل شوي قديمي اثار په دې دلالت کوي چې مخکني امتونه په شرک کې واقع شوي وو ، له دې څخه مونږ هېڅ انکار نه کو، بلکې قرانکريم او نبوي حديثونه په دې موضوع نصاً غږېدلي دي خو ولې د لومړي انسان د عبادت او عقيدي پېژندنه تر هغه ناشوني ده تر څو خپله د دغه انسان سره ليدل کتل نه وي شوي او يا يې هم هغه اثرات تر لاسه شي چې د لومړي انسان په عقيده او عبادت ښکار دلالت وکړي .
او د اهم منل شوی حقيقت دی چې په عبادتونو کې قومونه له توحيد څخه شرک ته او له شرک څخه توحيد ته اوړي راوړي ، د بېلګې په توګه د مکې اوسيدونکي لومړی د اسماعيل علیه السلام په شريعت او د توحيد په عقيده وو ، خو بيا په شرک کې واقع شول بېرته د محمد صلی الله عليه وسلم په دعوت په توحيد کې ننوتل او ورته غاړه کېښودونکي جوړ شول .
په تېرو امتونو کې د چا د عبادت پېژندنې معنی دا نه ده چې هغوی له دغې عبادت پرته يې نور د عبادت هيڅ ډول نه پېژنده ، نا بلکې د دې معنی دا ده چې په دغه مهال هغوی دغه ډول عبادت باندې بوخت وو .
له دې څېړنې څخه د دغې خلکو د استدلال فساد په څرګند ډول بريښي ، ټول يې په داسې اټکل او تخميناتو دليلونه نيولې دي چې د ځلاند او روښانه حق او حقيقت په وړاندې هيڅ د بقا مظاهره نه شي کولای او هغه داسې چې :
انسان د لومړي ځل لپاره توحيد پېژندلی دی ، د وخت په تېرېدو يې له دين څخه کجروي کوله تر دې چې په شرک کې واقع شو ، ځکه چې لومړی انسان ادم عليه السلام دی او هغه د الله پاک نبي او موحّد بنده و ، د يک يواځې الله پاک په عبادت مشغول و ، خپلو بچيانو ته يې د توحيد ښوونه وکړه چې له مرګ وروسته يې بچيان د کافي اندازې زمانې په تېرېدو په شرک کې واقع شول ، ، له ملحدينو پرته نور ټول هغه څوک چې د الله په خالقيت ايمان لري او هغه خلک چې په اسلام يا يهوديت يا په نصرانيت عقيده لري د ادم عليه السلام په لومړيتوب او وروسته په بچو کې يې شرک منځ ته راتګ باندې اقرار کوي .
له قرانکريم څخه پرې دليل د الله پاک دا قول دی چې [ كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّـهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَ مُنذِرِينَ ] (سورت بقرة : 213 ) .)
ژباړه : د لومړي ځل لپاره ټول خلک په يوه عقيده وو ، له اختلافاتو وروسته ورته الله پاک زيري ورکونکي او ويره ورکونکي پيغمبران راواستول .
ابن جرير طبري رحمه الله پخپل سند د عبدالله بن عبّاس رضي الله عنهما څخه نقلوي چې د ادم او د نوح عليهما السلام ترمنځ لس پيړۍ وې ، ټول په اسلامي دين او حق شريعت قايم او دايم خلک وو ، له اختلافاتو وروسته ورته الله وېره ورکونکي او زيري ورکونکي سفيران راواستول(تفسير ابن جرير : 2 / 334 ) ..
او د دې تفسير تاييد د أبيّ بن کعب او عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قراءت هم کوي چې [ كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُوْا فَبَعَثَ اللَّـهُ النَّبِيِّينَ ]
او د سورت يونس دا ايت هم مخکنی تفسير په کلکه سره تاييدوی چې[ وَمَا كَانَ النَّاسُ إِلَّا أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُوا ] (سورت يونس : 19 ) .
ژباړه : مخکني خلک نه وو مګر يو امت نو بيا يې ديني اختلافات شروع کړل .
دا ټول په دې ښکاره دليل دی چې بني آدمو لس پيړۍ د الله پاک عبادت کړی وو او ورسره يې هېڅ راز شريک نه و پيدا کړی .
او دغه د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما تفسير هم دی .
بيا يې وروسته په دروست منهج کې د ديني اختلافاتو او انحرافاتو لړې پېل کړه چې بېرته د حق ته په راګرځېدو ورته الله پاک پيغمبران او رسولان راواستول .
همدغه راز عبد الله عبّاس رضي الله عنهماد [ وَلاَ تَذَرُنَّ آلِهَتَکُمْ ] ( سورت نوح : 23 ) د آيت په تفسير کې مونږ ته بيانوي چې په بني ادمو کې شرک څنګه منځ ته راغی ؟
بخاري ورڅڅه د دغې ايت لاندې پخپل سند نقل کړي دي چې : دا د نوح عليه السلام د قوم څخه د نېکو خلکو نومونه وو ، له وفات څخه يې وروسته شيطان ژوندو ته راغی تر څو د عبادت په ځایونو کې يې تصويران ودروي نو تصويران يې ورله ودرول خو عبادتونه يې ورله ونه کړل ، چې د دې خلکو پېړۍ ختمه شوه ، علم او عرفان له منځ ولاړ ، نو وروستني خلکو يې عبادتونه شروع کړل ( فتح الباري : 8 / 667 ).
جوته شوه چې په بني ادمو کې شرک او له دين او توحيد څخه د انحراف مبدأ او پېل له همدغې ځايه شوی دی ، په دې دعوه کې زمونږ لپاره قراني وحي کافي اوبس ده ، خو ولې وحي هم يواځې دا خبره نه ده کړې بلکې د لويديځ ټولو دين پوهانو هم دا خبره په زغرده تاييد کړې او حقيقت يې ګڼلې ده .
په دغې هکله دين پوهه غربي څيړنوال – آدم سون هيوبل– د مخکنو خلکو د دينونو اړوند وايي : هغه وختونه له منځه تللي دي چې پخواني خلک به په دې تورنېدل چې د الله پاک د ذات اړوند په فکر او سوچ نه شي توانېدلی .
( ټيلر) يې هم په خپلو ګمانونو کې په کږو نسکورو روان دی ، ځکه هغه ديني تفکير يواځې د پرمختګ او ترقۍ او د علم او معرفت ستر لامل بولي چې دغه تطور او پرمختګ له ارواحو څخه شروع او بيا تعدّد ته او بالآخره هم د توحيد په نقطه خبره پای ته ورسېده .
( انډري لانګ ) وايي: په اسټراليا ، افريقا او هندکې خلکو د الله پاک اړوند عقيده د مسيحي اعتقاد په اساس نه ده راخستې او د دې رايې تاييد د اسټراليا څېړنوال ـ وليم سميت- کړیدی ، هغه پخپل کتاب ( أسس فکرة التوحيد ) کې له مختلفو او بېلابېلو ځایونو څخه ګڼ شمېر دليلونه راغونډ کړي دي چې انسان د لومړي ځل لپاره د الله پاک عبادت کړیدی .
ډاکټر ( اورانج کای ) چې د انډونيشيا له پياوړو او غښتلي علماوو څخه شمېرل کيږي وايي : زمونږ سره د ( ارخبيل الملايو ) په ښار کې داسې دليلونه شته چې دې ښار ته د مسيحيت او اسلام له راتګ نه وړاندې هم خلکو د الله پاک عبادتونه کول .
د تېر په څېر د انډونيشيا د ( کلمنټن ) په ښار کې د اسلامي عقيدې سره د هندوتوب ګنده بوټي هم شتون درلود ، خو سره له دې بيا هم د دغې منطقې د ميشت خلکو خپل اصلي دين اسلام و .
خو که د سانسکريتۍ د ژبي له رايج کېدو او د هندوانو له راتګ څخه وړاندې او د اسلام د دخول نه لږ څه مخ کې که اندک سوچ وکړو ، راته به جوته شي چې زمونږ د نيکونو ميراثي عقيده دا وه چې الله پاک يو دی او هېڅ راز شريک نه لري(التفکير الديني في العالم قبل الاسلام : 28-30 ).