لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد
ژباړه: عبدالحق ثاقب هزار ناوی
په دې وروستيو کلونو کې پوهانو د بوټو د رنګونو په اړه څېړنې وکړې، او دې پايلې ته ورسېدل چې د بوټو دا رنګونه يا د رنګ دغه مادې له طبيعي کيمياوي جوړښتونو (ترکيبونو) څخه عبارت دي ، او د بدن لپاره ډېرې ګټې لري .
د بوټو د فيزيولوژي استاذه ډاکتره رئيفة احمد حسين وايې: (( يوازې دا مهمه نه ده چې مېوې او سابه مختلف ويټامينونه لکه A ويټامين، B ويټامين ، C ويټامين او يا داسې نور ويټامينونه لري، بلکې په دې اړه څېړنو ښودلې چې په مېوو او سابو کې نور غذايي جوړښتونه او توکي هم شتون لري ، چې د ويټامينونو په اغېز او کار کې ورسره مرسته کوي او د بدن لپاره ډېر ګټور دي . ))
(بايالافينويډز،انتوسياسينين،کاروتينويډز،يوليفينول او ايسوفلافينويډز ) هغه غذايي توکي دي چې په مېوو او سابو کې شتون لري او د ويټامينونو کار او اغېز بشپړوونکي دي.
مېوې او سابه ځينې يې تور ، ژېړ، زرغون او داسې نور مختلف رنګونه لري ، لکه څنګه چې يادونه وشوه په مېوو او سابو کې د ويټامينو ترڅنګ ځينې نور غذايي توکي هم شتون لري ، ددې موادو لاندې د مختلفو رنګونو توکي (مواد ) پراته دي چې سابو او مېوو ته مختلف رنګونه ورکوي. لکه په روميانو کې د سور رنګ توکي چې روميانو ته سور رنګ ورکوي،په ګازرو کې نارنجي رنګه ماده ،په ژېړو مرچکو د ژېړ رنګ ماده،په بانجانو کې د آسماني رنګ ماده، همداسې تور انګور او اينځر،يا د چايو تور او يا هم نسواري رنګونه.دا ټول رنګونه د بدن لپاره ډول ډول روغتيايي ګټې لري .
په لمر وهلو اوبو او تېلو باندې درملنه :
دا هم په رنګ باندې د درملنې يوه بله طريقه ده ، په دې طريقه کې اوبه په يوه رنګين بوتل کې اچول کيږي ( کوم رنګ چې ورته اړتيا وي ) د بوتل سر تړل کيږي او د اوړي په موسم کې د دوو ساعتونو لپاره لمر ته ايښودل کيږي، دا چې په ژمي کې د لمر تودوخه يو څه کمه وي ، نو د ژمي په موسم کې بيا دا بوتل ټوله ورځ لمر ته ايښودل کيږي. کله چې اوبه لمر ووهي بوتل بيا په يخچال کې کېښودل کيږي او له هغې وروسته يا څښکل کيږي، يا پرې اغېزمن ځاي موښل کيږي. او غوره خبره داده چې دا اوبه د پنځو ورځو لپاره استعمال شي او له هغې وروسته بيا له سره په همدې طريقه اوبه په بوتل کې واچول شي او لمر ته کېښودل شي. دا هم شونې ده چې تېل په يوه رنګين بوتل کې واچول شي او لمر ته کېښودل شي . او بيا وروسته پرې اغېزمن ځاي غوړ او وموښل شي .
غواړم دلته يوې خبرې ته اشاره وکړم ، هڅه وکړئ چې له پلاستيکي بوتل څخه استفاده ونه کړئ ، ځکه کېداي شي د تودوخې له زياتېدو سره د ( پولي اتيلين ) ماده په اوبو کې يوڅه راويلې شي او ښايې د ځينو روغتيايي ستونزو لامل وګرځي. که د اړتيا وړ رنګ بوتل مو پيدا نه کړ، نو کېداي شي يو روڼ (شفاف) شيشه يي بوتل راواخلئ او د خپلې اړتيا وړ رنګ پلاستيک ترې تاو کړئ او د ربړ په واسطه يې ونښلوئ . او بيا يې لمر ته کېږدئ ، تاسو کولي شئ چې په بوتل کې لمر وهلې اوبه يا وڅښکئ او يا پرې ځان وموښئ، او يا هم په يو وخت کې يې هم وڅښکئ او هم يې پر ځان وموښئ . خو پام مو وي چې تاسو څومره اړتيا لرئ هغومره ګټه ترې واخلئ .
د رنګينې رڼا متمرکز کول :
په دې طريقه کې د رڼا له يوې سرچينې کار اخيستل کيږي، دا يو ځانګړي ماشين دي چې د اړتيا وړ رنګينې رڼا ته مخامخ کېښودل کيږي او بيا دا رنګينه رڼا د متخصص ډاکتر د لارښوونو سره سم او د مناسبې مودې لپاره د بدن پر اغېزمن ځاي متمرکز کيږي .
په رنګونو باندې د درملنې نورې لارې چارې هم شته، لکه د لوست لپاره له رنګينو کارتونو څخه ګټه اخيستل يا داسې نور، خو دا يې څو مشهورې لارې وې