ليکنه: عبدالصمد بهير
رسنۍ ولي دومره زياتې شوې ؟ علت يې څه وه ؟ د رسنيودزياتوالي په اړه يوعمده علت داوه چې په نوي رژيم کې رسنيوته دومره آزادي ورکړل شوه ، که هرچاغوښتی که ليدنۍ رسنۍ نه وای نو غږيزه يا چاپي رسنۍ يې جوړولای شوای ځکه درسنيوقانون جوړشو او دغرب لخوا داسې مرستې وسره کيدلي چې هيڅ باوربه مورانه شي ، په ۲۰۰۲ او۲۰۰۴ کلنو کې د رسنيوبازار دومره ګرم شوچې نه تنهاپه کابل کې بلکې په ولاياتو اوولسواليو کې يې هم بازارتيز شو په ټولو ولاياتو اوولسواليو کې لنډمهاله او اوږدمهاله کورسونه جوړشول چې په وړياتوګه هرچاپکې برخه اخيسته ، ځکه ټول مصارف يې د بهرنيو ځواکونو بېلابېلو انجوګانو اونړيوالوسازمانونو په غاړه اخيستي وه . اودبهرنيو ځواکونو په هرې اډې کې به غږيزه او يا چاپي رسنۍ موجوده وه چې ډول ډول خپرونې بې کولي ، زماښه ياديږي په غزني ولايت کې دبهرنيوځواکونو داډې په مينځ کې يوه راډيو چې د (دهکده ) په نامه يې شوهرت درلود شپه او ورځ بې خپرونې کولي ، د دوی په خپرونو کې يوازې سندرې اود طالبانو په ضد اعلانات او دښځو حقوق د بشر حقوق نوريې هيڅ هم نه درلودل.
ډيری غرب پلوه رسنۍ چې دافغانستان په ټولو ولاياتو کې خپرونې لري د دوی يوازنې کړنلاره زموږ په ټولنه کې بداخلاقي اوفساد خپرول دي ، چې ښه مثال يې يوه مشهوره راډيو چې تاسويې ټول ښه پېژنۍ يوه خپرونه يې (دمهمان چاشت ) په نامه خپريږي دوی يوازې له نجونو سره کپ شپ يعنې له نجلۍ سره په داسې انداز خبرې کول چې په هيڅ اسلامي اوافغاني کلتور کې ورته ځای نشته .
لنډه داچې په افغانستان کې هر هېواد خپل فرهنګي ، مذهبي او رسنيزيرغل اور ګرم ساتلی دی ، البته زه د رسنيو په ضدنه يم زه له رسنيوسره زياته مينه لرم او ورته احترام لرم خو داسې رسنيو په ضد يم چې همدا اوس هم ، پردی فرهنګ او مذهب پر موږ تپي اوزموږ خوار ولس نور هم دې اورته ورټيل وهي اودوی خپلې شخصي ګټې ترې اخلي
بايد ووايو چې فرهنګي يرغل تر نظامي يرغل څوچنده خطرناک دي ، ځکه فرهنګي يرغل زموږپه ټولنه کې داسې تفريقې او تعصوبونه رامنځته کوي ، چې زموږ دا درديدلي ټولنه هيڅ وخت سره يوه خوله نه شي او دې تل لپاره جداوي ،لکه همدا اوس چې بعضي بدبويه رسنۍ دفردي فرهنګ رواج کول زموږ پردې خواره ټولنه کې غواړي اوپه مليونونو روپۍ مصرفوي اوزموږ دټولنې وکړي له يوپردي فرهنګ سره اشناکوي .
دوهم نظامي يرغل زموږ پردې پاکه خاوره نظامي يرغلونه هم ډېر شوي خوداسې غاښ ماتونکي ګزارونه موورکړي، چې بعضي يې اوس هم په خوب کې ويريږي
اومختورن مو خپلوهېوادونوته شړلي اويامو له منځه وړي چې ښه بېلګه يې انګريزان ،روسان اوداسې نوردي ، چې موضوع رانه په بله ولاړه نه شي له مشرانو او ځوانانو موهيله ده چې فرهنګي يرغلګروته هم داسې ماتې ورکړي ، دې ته متوجه شي چې بعضي رسنۍ اوس هم پدې کوښښ کې دي چې خپلوشموعملونو ته دوام ورکوي، نومونه بې نه اخلو ځکه ټولوته په ډاګه معلومې دي .
له هندي، ترکي ، اوامريکايي سريالونه خبره تېره ده اوس خپله افغانان دې کارونو ته بډيې وهلې دي ، خاوند اوښځه راوستل کېږي اودخلکوپر وړاندې داسې خبرې ورسره کېږي چې هتآ موږ ډاريږو چې دشپې ديوځايوالي پوښتنې ترې ونه کړي ، دښځي سرتور سر او لوڅې مټې داخو اوس عامه خبره ده .
خو خير! تېره ورځ مې په يوه ورځ پاڼه کې ولوستل، چې ډيری خوصوصي رسنۍ مخ پر بنديدودي څوک ورسره مرسته نه کوي ،ځکه بهرنۍ ځواکونه له هېواد څخه ووتل او د دوی کارونه يې نيمګړي پريښودل .
له الله ج څخه مو اميد دی چې يوه سوچه اسلامي ټولنه موجوړه او دپري فرهنګ اوير غل څخه پاکه شي