لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد
ژباړه: عبدالحق ثاقب هزار ناوی
د څارويو ښکلي او ډول ډول رنګونه هغه څه دي چې الله جل جلاله ورته د نحل سورت په ۶ آيت کې اشاره کړې : الله جل جلاله فرمايي
(ولكم فيها جمال حين تريحون وحين تسرحون )
ژباړه : تاسو ته ښکلا ده په هغو څارويو کې چې څړځايونو ته يې سهار وږي بوځئ او بيرته يې ماړه راولئ .
او کله چې الله جل جلاله د فاطر سورت په ۲۸ ايت کې فرمايي : (ومن الناس والدواب والأنعام مختلف ألوانه كذلك )
ژباړه : خلک ، ځناور او څاروي مختلف رنګونه لري )
نو له دې آيت څخه دا رامالوميږي چې څاروي يو ډول رنګ نه لري . يانې ځينې يې سره ، ځينې يې سپين ،ځينې يې تور او جلا جلا رنګونه لري.
امام قرطبي رحمه الله وايې : (دا ټول د دوي په جوړوونکي او پيداکوونکي باندې دلالت کوي .)
او په تېر آيت کې د ( کذلک ) کلمه انسان ته دا ورپه يادوي، چې د رنګونو اختلاف يوازې په غرونو کې نه ، بلکې په ژونديو ژويو کې هم شته .( خلک ، ځناور او څاروي )
او دا چې الله جل جلاله په پورتني آيت کې ( انعام ) يانې څاروي يې له ( الدواب ) يانې ځناورو څخه وروسته ياد کړي ، په دې کې عطف عام په خاص باندې دي . يانې د ( انعام ) کلمه په ( الدواب ) کلمې باندې عطف ده ، په دې کې هم دالله جل جلاله دا حکمت وو چې د څارويو د رنګونو ښکلا مونږ ته ډېر ارزښت لري، دا ځکه چې زموږ سترګې د ځناورو په پرتله پر څارويو ډېرې لګيږي او سروکار مو ورسره زيات وي. نو وخت په وخت دهغوي د مختلفو رنګونو په ليدو سره الله پرموږ نعمت کوي او خوښي راته راکوي. دبېلګې په توګه پسونه او رمې چې په پټيو او څړځايونو کې وي،يا داسې نور حيوانات چې موږ سره په کور کلي کې ژوند کوي او سروکار مو ورسره زيات وي، خو له بل پلوه ګيدړان ، فيلان او لېوانو سره مو سروکار نه وي ، هغوي په ځنګلونو کې ژوند کوي او ډېر کم وختونه يې ګورو او يا خو يې بيخي نه وينو . نو ځکه الله جل جلاله په پورتني آيت کې لومړي د ( الدواب ) يانې ځناور او وروسته يې ورپسې ( الانعام ) يانې څاروي ياد کړل .