لیکنه: ډاکټر ابراهیم شینواری
د څوګونو ویټامیونو او منرالو لرونکي پوډر په وړو پوڼیو کې یو ګرام وچ پوډر دي چې چې ۱۵ ډوله ویټامین او منرال لري، د ماشوم له جامدو او نیمه جامدو خوړو سره یو ځای کېږي او بیا ماشوم ته ورکول کېږي. دا پوډر د ماشومانو د مایکروونیوټرینټونو کمښت وقایه کوي او د ماشوم له ودې او انکشاف سره مرسته کوي. د ماشوم له خوړو سره د څوګونو ویټامینونو او منرالو لرونکي پوډر یو ځای کولو ته د کور په سطحه د خوړو غني کول هم وایي ، ځکه پروسه یې په کور کې تر سره کېږي.
دا پوډر په عادي حالاتو کې له ۶ تر ۲۴ میاشتو ماشومانو ته ورکول کېږي چې باید د مور شیدې او نور بشپړونکي خواړه هم ماشوم ته دوام وکړي. دا عمر د ماشوم د ودې او انکشاف یو مهم وخت دی. د ماشوم بدن ډېره چتکه وده کوي او زیاتره دماغي جوړښتونه یې بشړېږي. د همدې لپاره ماشوم ډېرو ویټامینونو او منرالونو ته ضرورت لري، چې له خوړو څخه د ټولو اخیستل ممکن ندي. پدې عمر کې د ماشوم معده کوچنۍ ده او که هر څومره با کیفیته غذا هم ورکړل شي، د ده په معده کې دومره نه ځایېږي چې د خپلې اړتیا وړ ټول مواد ترې پوره کړل شي. له همدې امله د اضافي ویټامینونو او منرالونو ورکول ماشوم ته ضروري دي.
د څوګونو مایکرونیوټرینټونو پوډر په ورځ یا یوه ورځ په منځ کې ماشوم ته یوه پوڼۍ ورکول کېږي، کله چې ۶۰ پوڼۍ ورکړل شي، بیا پکې د ۴ میاشتو یوه وقفه پکار ده، ځکه تر راتلونکو ۴ میاشتو د ماشوم اړتیاوې پوره کېږي، بیا بېرته پیلېږي چې تر ۲۴ میاشتو پورې درې ځله د ۶۰ پوړیو دورې تکرارېدای شي.
لکه چې وویل شول، دا پوډر د ماشوم په جامدو او نیمه جامدو خوړو پاشل کېږي او په ورځ کې یو ځل ورکول کېږي، کله چې پوډر له خوړو سره ګډ شول باید په یوه ناسته کې ماشوم ته ورکړل شي، بل وخت ته پاتې شوي، خواړه ماشوم ته ورکول ندي پکار. همدا راز په اوبلنو خوړو کې باید پوډر ګډ نکړل شي، ځکه بیا یې د اوسپنې خوند راښکاره کېږي چې ماشوم یې نه خوښوي.
نړیوالو تجربو او څېړنو ښودلې ده چې دا ډول پوډر ماشوم ته ګټور دي، استعمال یې مصئون او بې ضرره دی او ماشوم سره مرسته کوي چې د ویټامینونو او منرالونو کمښت یې پوره شي.
هغه ماشومان چې نور غني شوي خواړه خوري لکه RUTF, WSB++ CSB++ باید دا پوډر تر هغه وانخلي چې دغه ذکر شوي خواړه یې دوام لري. هغه ماشومان چې په کال کې دوه ځل د ویټامین ای کپسولونه، ایوډین لرونکې مالګه او نور غني شوي خواړه اخلي، کولی شي، دا پوډر استعمال کړي، کومه ستونزه نه جوړوي.
دا پوډر د متنوع خوړو ځایناستي ندي، بلکې مکمل او بشپړونکي یې دي. په هر صورت باید ماشوم ته د ډول ډول خوړو او مېوو ورکول دوام وکړي. پوډر باید د روغتیايي کارکوونکو او مرکزونو له خوا د ماشومانو د تغذیې د پروګرامونو په لړ کې ورکړل شي چې ورسره میندو ته پوره مشورې او معلومات هم موجود وي. که ماشوم ناروغ وي،کولی شو د مربوطه ناروغۍ د درملنې په څنګ کې پوډرو ته هم دوام ورکړو. که ماشوم پر ملاریا اخته وي، د ملاریا د درملنې سره د پوډرو ورکولو ته هم دوام ورکړو.
ماشومانو ته د څو ګونو ویټامینونو او منرالونو ورکول د عامې روغتیا یو ارزان پروګرام دی او په یو کال کې ممکن د یو ماشوم پر سر له ۴ تر ۵ ډالر لګښت ولري.