لیکنه: سیال یوسفی
د څیړنې لپاره د مالوماتو راټولول
لیکنه او راټولوونکی : ســیال یوسفي
په څیړنو کې د مالوماتو د راټولو لپاره څلور غوره لارې چارې :
۱- مشاهده (کتنه)
۲- مرکه
۳- پوښتنلیک (پرسشنامه)
۴- د اسنادو او مدارکو څیړل (ارشیف یا کتابتون)
۱- کتنه (مشاهده)
غالبا فکر کیږي چې دا طریقه د څیړنې یا تحقیق لپاره یوه له غوره لارو چارو څخه ده ځکه پده کې ټول حقایق انسان پخپلو سترګو ویني او څنګه چې دي هماغسې یې ویني او ذهن ته یې سپاري، د تحقیق علمأ وایي چې پدې ډول څیړنه کې حقایق ډير ژر مخ ته راځي او د تحقیق یا څیړنې بهیر په کې ګړندی وي. غږ، نور او حرارت حس کول د حسي حافظې پورې مربوط دي، د انسان ذهن په ټوله کې درې ډوله حافظه لري: ۱- لنډمهالې حافظه ۲- د متوسطې مودې حافظه ۳- اوږدمهالې حافظه ، کله تاسې یو شی یو نظر وینئ نو په ډيره کمه موده چې تقریبا په یوه ثانیه کې مو هغه په حافظه کې ذخیره یا زیرمه کیږي چې د ذهن دا برخه یا دا زیرمه تون یا مخزن د ۱۶ مادو د زیرمه کولو وړتیا لري. کله چې په ښار بازار کې د مغازو یا پلورنځيو له مخې تیریږو او په مغازه کې پر موجودو شیانو یو ځغلنده نظر تیرو نو په ذهن کې مو د هغه شیانو انځور جوړیږي او بیا دا انځور بیرته په څو ثانیو کې له منځه، که له تاسې څخه یوه دقیقه وروسته وپوښتل شي چې تاسې څه څه ولیدل نو تاسې به یې ځواب ورنکړای شئ ځکه هغه زموږ د ذهن په همدې برخه کې د لنډې مودې لپاره زیرمه کیږې او بیا پاکیږي ددې زیرمه تون د حافظې وړتیا ثابته او محدوده ده، دا زاړه شیان پاکوي تر څو نوي شیان ځای پر ځای کړي، هغه موارد چې د ذهن دې برخې ته سپارل کیږی د ۳۰ ثانیو لپاره په حافظه کې پاتې کیږي.هغه څیړنې چې د کتنې یا مشاهدې له لارې کیږي د نورو څیړنو له لارې کمې کیږي ځکه پدې کې محقق یا څیړن ته اجازه ورکول کیږي چې موضوع په خپلو سترګو وویني او مطالعه یې کړي او په حسي ډول یې درک کړي، موږ متل لرو چې: اوریدل د لیدلو په څير کله دي ، او دا خبره رښتیا ده، ځکه هغه موضوع چې تاسې د چا له خولې واورئ او بیا پرې تحقیق وکړئ تر دې غوره نده چې خپله یې وګورئ او بیا پرې تحقیق یا څیړنه وکړئ، نو محققان یا څیړندویان د مشاهدې یا کتنې ډول ته ځکه ډير اعتبار قایل دي.
۲- مرکه
مرکه دوه کسیزې خبرې اترې دي چې د مرکه کوونکي او مرکه کیدونکي تر منځ د یوې ځانګړې موخې لپاره ترسره کیږي، مرکه کوونکی مرکه پیلوي او د خپلې څیړنې مطابق پوښتنو د ځواب پیدا کولو لپاره پوښتنې کوي. د څیړنې علمأ دې ډول څیړنې ته د مالوماتو د راټولو لپاره مطمنه څیړنه وایی، ځکه مرکه کوونکی له مرکه کیدونکي (هغه څوک چې مرکه ورسره کیږي) سره په مستقیمه اړیکه کې وي او کولای شي ډیر په اسانه توګه مستقیم له هغه څخه د اړتیا وړ مالومات واخلي. محققان دې ډول څیړنې ته شفاهي پوښتنلیک یا پرسشنامه وایي ځکه پدې ډول څیړنه کې هم پوښتنې کیږي خو مرکه کیدونکی پوښتنو ته په لیکلې بڼه نه، بلکې په شفاهي ډول ځواب ورکوي، ځکه ددې مخاطبین ډيری وخت ماشومان، بوډاګان، ړانده، بیسوادان او په مخدره توکو روږدي کسان وي او یا هغه کسان چې نه شي کولای ستاسې پوښتنو ته په لیکلې بڼه ځواب درکړي. که مرکه کیدونکی په کومه پوښتنه پوه نشي نو مرکه کوونکی کولای شي هغه پوښتنه ورته واضیح کړي.
۳- پوښتنلیک (پرسشنامه)
پدې ډول څیړنه کې موږ د اړتیا وړ مالومات د یو پوښتنلیک په واسطه له مرکه کوونکي یا هغه خلک چې زموږ د څیړنې موخه ګرځیدلي لاس ته راوړو، څیړن یا محقق د پښتنو له بیلابیلو ډولونو څخه کار اخلي لکه: تړلې پوښتنې، چې پدې ډول پوښتنو کې مرکه کیدونکي ته په محدودو انتخابونو کې په اجباري ډول یو انتخاب ورکړل شوی دی چې دا د مرکه کیدونکي لپاره غوره مرکه نده ځکه هغوی مجبور دي چې یو ځواب انتخاب کړي که خوښه یې وي او که نه، خو دې ډول پوښتنو ته نمرې ورکول اسان وي، یانې دا ډول پوښتنلیک د مرکه کوونکي لپاره اسان خو د مرکه کیدونکي لپاره سخت وي. خلاصې پوښتنې، پدې ډول پوښتنلیک کې مرکه کیدونکي ته ویل کیږي چې ددې پوښتنې ځواب پخپله خوښه ولیکه، خو که د ځواب اوږدوالی ورته محدود کړو نو غوره ده، چې له مرکه کیدوونکي څخه ځواب اوږد نشي. په دې ډول څیړنه کې د پښتنو یو جدول یا لیست وي او پر وړاندې یې د موافق، نه موافق، غلط او صحیح انتخابونه وي چې کولای شو یو ترې انتخاب کړو. دا ډول څیړنه هغه مهال ډيره ګټوره ثابتیږي چې زموږ د تحقیق مخاطبین په ډلییزه توګه یو شان وي، لکه: د ښوونځي زدکوونکي، د پوهنتون ښوونکي، د ادارې کارمندان او داسې نور.
۴- د اسنادو او مدارکو څيړل (ارشیف یا کتابتون)
عمومآ کتابتونونه هم د کتابونو او نورو اسنادو ارشیف (زیرمه تون) وي، د اسنادو څیړنه د نورو څيړنو په پرتله ډيره اکاډیمیکه او علمي بڼه لري ځکه پدې تحقیق کې نه موږ پوښتنلیکونه جوړو، نه د خلکو سره مرکې کوو او نه په خپلو سترګو د حوادثو شاهد یو. دا څيړنه ډیری وخت په ارشیفونو، کتابتونو او د لرغونپوهنې په مراکزو کې ترسره کیږي. د داسې څیړنو څیړونکي هم ډيری وخت ازاد محققین نه وي، یا د کتابتونونو کارکوونکي یا خاوندان وي، یا د پوهنتونو ښوونکي وي او یا د ارشیفونو مسؤولین وي. د اسنادو څیړنه ډيره وخت سمه راخیژي یا په بله اصطلاح د اسنادو څيړنې ډيری وخت مثبتې پایلې لري او موږ کولای شو ډير معتبر تحقیق وکړو.