لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي
د څېړنې ډولونه او ميتودونه
د يوڅېړونکي لپاره په تحقيق کې د څېړنې ډولونه او ميتودونه پېژندل اړين دي.
د څېړنې ډولونواو میتودونوپه هکله ختيځ پوهانواولويديځ پوهانو بحثونه کړي، خوځينوبيا دڅېړنې د ډول، ميتود او تکنيک ترمنځ توپير نه دی کړی اوديوبل پرځای يې راوړي دي،چې په اصل کې دا درې سرليکونه يود بل سره توپيرلري.
د څېړنې ډولونه:
په ځينواثاروکې د تحقيق( څېړنې) ډولونه دوه ښودل شوي دي او په ځینواثاروکې درې ښودل شوي دي، چې د څېړنې هر ډول په عملي تحقيق کې بېلابېلې لارې لري. او په لاندې ډول دي:
۱: کتابتوني څېړنه:Library Research
۲: ساحوي څېړنه:Field Research
۳: لابراتواري څېړنه:Laboratory Research
الف: کتابتوني څېړنه:
د کتابتوني څېړنې له سرليک څخه څرګندېږي، چې دا څېړنه له کتابونوپيل کېږي او په کتابونو پای ته رسېږي. د څېړونکي ټول مواد په کتابونو، ارشيفونو او موزيمونو کې پيدا کېږي.
هوښياراوځيرک څېړونکی هغه دی، چې خپلې څېړنې ته لومړی یو ميتودغوره کړي، داسې میتود، چې د کار په اوږدو کې يې له ستونزې سره مخ نه کړي اود خپل ټاکل شوي ميتود پر رڼا کې يې کار په اسانۍ مخ ته لاړ شی. ډېر ځله داسې هم کېږي، چې ځينې ځیرک محقيقين پخواني څېړل شوي موضوعات په يو پرمختللې بڼه او روحيه له نوښتونو ډکه څېړي،پخوانۍ نېمګړتياوې اوستونزې يې لرې کړي او په دې توګه لوستونکي يې دلوستلوپرمهال ددې شاهد وي، چې د يو داسې کارترسره کولوته په رښتينې معنا اړتيا وه او لا شته دی،خوله بده مرغه زموږ په ټولنه کې لا تر اوسه هم داسې څېړنې کېږي، چې له کتابه پيل شوي وي او پرکتاب پای ته رسېږي، په هغې کې هم دومره اقتباسونه، نيمګړتياوې او تېروتنې وې، چې هډومه يې پوښته. (۸: ۶۹مخ)
په څېړنه کې بايدابتکار، نوښت او نوی فکر موجود وي، څېړونکی بايدکوښښ وکړي، چې نوې موضوع وڅېړي، چې له دې مخکې پرې چا تحقيق کړی نه وي. کېدای شي ځينې څېړونکي يوه څېړل شوې موضوع، لهتازه نوښتونوسره وڅېړي او د پخوانوڅېړنوناسمې او نېمګړتياوې رفع اوبشپړې کړي اويوه داسې نوې څېړنه خپلوخلکو ته وړاندې کړي، چې د فرهنګ په غنا کې يې موجوديت ثابت شي.(۲۷: ۱ مخ)
هغه څېړنه چې د ټولنې په پيشرفت او پرمختګ کې یوه علمي تشه نشي ډکولای، د څېړنې په محدوده کې د مطالعې وړ نه ده او نه يې څوک تحقيق بولي.
هغه څېړنه چې لږ تر لږه په سل فيصدوکې شل سلنه نوې خبرې ونه لري اويا هم په پنځو پاراګرافونوکې یې يو پاراګراف نوی نه وی، اصلاً د هغې د څېړلواړتيانه محسوسېږي اوڅېړونکي ته بويه، چې په داسې مواردو کې کار ونه کاندي. (۸: ۷۰مخ)
د څېړنې هر ډول (کتابتوني څېړنه،ساحوی څېړنه او لابراتواري څېړنه)چې څېړونکی د ځان لپاره غوره کوي، حتماً بايدکار يې نوی، له نوښته ډک، له فکري پلوه د ابتکار سره مل وي، چې د ژبې غنامندۍ او فرهنګ کې استفاده ځینې وشي.
ب:ساحوي څېړنه:
د تحقيق په ډولونوکې دويم ډول ميداني ياساحوي څېړنه ده.د نوم ځينې څرګندېږي،دا هغه څېړنه ده، چې په ساحه کې ترسره کېږي.ډېرځله موږ غواړوچې پرفولکوريا ولسي پوهې کار وکړواو د ولس هغه نکلونه او ولسي داستانونه راټول کړو، چې تراوسه هم پکې شتون لري او يا مخ په ورکېدودي، نوپدې صورت اړکېږو، چې ساحې ته شو او کلي په کلي وګرځو، د خلکو نکلونه ثبت کړو او بيايې د کتابتوني روش په وسيله منظم کړو .
یوڅېړنپوه وايي: د ساحوي څېړنې په شفاهي ادبياتوتوکي، فولکلور، فرهنګي نڅاوې، لهجې، لغات او نورو ټولنيزو مسايلواو موادو راټولول اوڅېړل شامل دي او دا ټول د ميداني څېړنې په نامه يادېږي.
په ساحوي څېړنه کې د موادو د راټولولو په برخه کې له درېيو تکنيکونوڅخه استفاده کېږي.
۱: مرکې:Interview
۲: پوښتنليک: Questionnaire
۳: مشاهده یاکتنه: observation
الف: د مرکې تکنيک:مرکه د ساحوي میتوديومهم روش دی. او په ساحوي ياميداني څېړنه کې د پوښتنليک او مشاهدې سربېره مرکه هم خپل ارزښت لري.
(څېړنې لارښود) کې د مرکې په باب وايي:(په پښتو ژبه کې مرکه د ټولنې، جرګې، ډيالوګ او مصاحبې په معناګانو راځي. په دې ځای کې مرکه د مصاحبې په مفهوم استعمال شوې ده. مرکه هغه خبرې اترې دي، چې د يوټاکلي هدف په رڼا کې د سمو اوباوري معلوماتو د راغونډولو لپاره د يوياډېروکسانوسره کېږي.
د مرکې تاريخچه او شاليدډېر پخوانی دی. په لرغونې يونان کې(سوکرات )به کوښښ کاوه، چې د مرکې په ترڅ کې مقابل لوری (حريف) ته ماته ورکړي اوهغه په دې وپوهوي، چې په هيڅ نه پوهېږي.په سياست پوهنه کې هم مرکه، د څېړنې د تکنيک په حيث استعمالېږي او ځينې وختونه د مرکې ميتود د واقعيتونه رابرسېره کولو د پاره په کار وړل کېږي. (۷: ۶۴ مخ)
پدې کې شک نشته چې د ځينو سياسي ډلومشران او د موسيسو امران ډېرځله مصاحبه او مرکه د سياسي مقصدونولپاره استعمالوي،ليکن هغه مرکه چې په سياست پوهنه کې ترې کار اخيستل کېږي او هدف يې اکاډميکه څېړنه وي، بايدپه همدومره دقت او پاملرنه طرح شي، لکه په نورو علوموکې چې د علمي ريسرچ لپاره په کار وړل کېږي.
د ساحوي څېړنې لپاره مرکه ډېره مهمه ده او د مثبتو لاس ته راوړونو پخاطربايدپه ميداني څېړنه کې د مرکې له اصله صحيح استفاده وکړي، هوښياراوځيرک څېړونکی بايدپه دې پوه شي، چې په کوم ځای کې له کوم تکنيکه استفاده وکړي.
په ساحوي څېړنه کې د څېړونکې موضوع بایدبکره اونوې وي اوديوه نوي نوښت اوابتکارسره يې ټولنې ته وړاندې کړي او که موضوع تکراري وي، نوڅېړونکي او پلټونکي ته پکار ده، چې په نوې لاراو طريقه اودنوي فکرسره موضوع ټولنې ته وړاندې کړي، ترڅوچې د پخوانۍ څېړنې سره يې څرګندتوپيرموجود وي.
يوڅېړونکی بایدپه ميداني څېړنه کې د موضوع په ټاکلو کې دې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي:
۱: ایاد تحقيق موضوع نوي معلومات وړاندې کوي؟ او که د پخوانو خبرو تکرار دی.
۲: اوريدونکيته بايد د موضوع اهميت څرګند شي. مرکه کوونکی بايد مخاطب پدې پوه کړي، چې د مرکې موضوع په دې ارزي چې خبرې ورباندې وشي.
۳: اوريدونکی بايداحساس وکړي، چې مرکه کوونکی مجبور و، د خپلو معلوماتود پاره ده ته مراجعه وکړي.
۴: پوښتنې بايدڅرګندې، بشپړې اود منلووړ وي.
۵: مرکه کوونکی بايدله داسې پوښتنوځان وژغوري، چې اوريدونکی له اندېښنې او تشويش سره مخامخ کړي.
ب: د پوښتنليک تکنيک:دساحوي تحقيق يوبل روش پوښتنليک دی. دا د ساحوي څېړنې يوه بله وسيله ده. په پوښتنليک کې د يولړ پوښتنو يو فهرست اماده کېږي، چې د ځواب اخيستلو لپاره مختلفو خلکوته استول کېږي او له ځوابويې د څېړنې د پرمختيالپاره نتايج ترلاسه کوي.
په ساحوی څېړنه کې د مرکې او پوښتنلیک له روشونو زياته استفاده کېږي. دا د محقق وظيفه ده، چې په ساحوي څېړنه کې د مرکې تکنيک استعمال کړي اوکه د پوښتنلیک . ددغوتکنيکونود انتخاب معيارونه سموالی، باوريتوب او استعمال دی، یعنې څېړونکی دلته ګوري چې د ټاکلې څېړنې په برخه کې کوم تکنيک سم دی، کوم زيات د باور وړ دی او کوم يو استعمالېدای شي. (۷: ۵۸مخ)
پوښتنې په اصل کې ګټې او زيانونه لري، چې کله کله د څېړونکي په ګټې او ځينې وخت يې په تاوان تمامېږي.د پوښتنو ګټې په لاندې ډول دي:
۱: په لږ مصرف اولږکوښښ سره ډېرځوابونه لاس ته راځي.ډېرکسان شته، چې د فاصلې د لېرې والي په سبب له هغوسره مرکه نه شوکولای، مګردپوښتنود استولو په ذريعه د هغه نظر لاس ته راوړلی شو.
۲: د پوښتنوبله ګټه داده، چې ځواب ورکوونکی کوښښ کوي، سم ځواب ورکړي، خو پدې شرط چې دځواب ورکوونکي هويت محفوظ وساتل شي. او هغه ډاډه وي، چې ددې ځوابونه دې ته ستونزې نه پيدا کوي.
۳: په پوښتنو کې ځواب ورکوونکي ته دسوچ اوفکرکولووخت ورکول کېږي، مګر په مرکه کې ځواب ورکوونکي سره د ځواب ورکولو وخت کم وي.د پوښتنو د تکنيک نيمګړتياوې دادي:
۱: په پوښتنوکې ځينې کسان په يويابل لامل ځوابونه نه ورکوي اوپه دې توګه د محقق سمه نمونه لاس ته نه راځي، خوپه مرکه کې څېړونکی کولای شي، چې په ځواب ورکوونکي کې انګېزه اود ځواب ورکولو علاقه پيدا کړي او ځواب ويلو ته يې وهڅوي.
۲: د پوښتنويوه بله نيمګړتياداده، چې ښايي ځواب ورکوونکی د پوښتنې په مفهوم درست ونه پوهېږي اوسم ځواب ورنه کړی، خوپه مرکې کې مرکه کوونکی کولای شي خپل سوال ښه واضح کړي اوځواب ورکوونکی د هېڅ ډول غلط فهمۍ سره مخامخ نه شي.(۷: ۵۸ـ ۵۹مخونه)
ج: د مشاهده يا کتنې تکنيک:په ساحوي څېړنه کې د مشاهدې تکنيک نه هم استفاده کېدای شي.
د مشاهدې مطلب ليدل اوکتل دي. که موږکوم څيز بې له کوم مقصده ګورو د څېړنې د اصولواړونددې لېدنې ته مشاهده نشو ويلای.
خوکه موږ يوشی، يو عمل اوبل هرڅه په ژوره توګه د يو مقصدلپاره مشاهده کوو، له نوروشيانوسره يې پرتله کوواوله دغه ټولوليدنوکتنو او خبرو موږ يوه نتيجه راباسو، نو دې عمل ته بيا موږ مشاهده ويلای شو.
د نڅاګرو او اتڼ چيانو لوبغاړو، په ښوونځيو کې د شاګردانود صلاحيتونود معلومولواوارزولولپاره مشاهده يوه ډېره کارامده وسيله ده او محقق کولای شي د مشاهدې له لارې د علومواوفنونودبېلابېلو څانګودڅېړلولپاره مواد راټول کړي، د شيانواوانساني حرکاتو، سکناتو او صلاحيتونوپه باب نظريه قايمه کړي. (۲۷: ۹مخ)
د مشاهدې په تکنيک کې محقق ته ډېرځله اړتيا محسوسېږي، چې خپله ساحې ته لاړ شي او پېښې له نږدې وويني، چې څنګه اوپه څه ډول دي او له هغې وروسته په خپل کارپيل کوي.
په ساحوي څېړنه کې مرکې، پوښتنليک او مشاهدې بېلابېلې ګټې لري، او د ميداني څېړنې لپاره ډېرمهم توکي دي.
نور بیا…………………………………………