ژباړه: کامران منګل
بښنه غواړم، خو زه یو واکمن اوسېدل نه غواړم. دا زما کاروبار نه دی.
زه نه پر چا واک چلول غواړم او نه پرې یرغل کول غواړم.
زه باید له هر چا سره مرسته وکړم، که شونې وي، له یهود، تور او سپینپوستکو سره.
انسانان همداسې وي.
موږ د یو بل خوښۍ لپاره ژوند کول غواړو، نه د یو بل ناورین لپاره.
موږ له نورو څخه کرکه او نفرت کول نه غواړو.
په دې نړۍ کې هر چا لپاره ځای شته.
دغه ځمکه هر چا ته هر څه برابرولی شي.
د ژوند کولو لار ښایسته او هوسا کېدای شي، خو هغه له موږ څخه ورکه شوې ده.
سراښختوب (بخيلتوب) د انسانانو ارواګانې زهرجنې کړې دي، نړۍ یې د کرکې پر رنګ لړلې او موږ یې په ناتار او وینې تویښت بوخت کړي یو.
موږ چټکیتا پنځولې، خو خوځښت نه کوو.
موږ خپل کار او فکر ماشینونو ته پرېږدو.
زموږ پوهې موږ ښاڅمن (مغرور) کړي یو او ځيرتیا بې لوره او سختدریځه کړي یو.
موږ ډېر سوچ کوو او لږ ننګېرو (محسوسوو).
تر ماشینونو موږ ډېره اړتيا انسانیت ته لرو.
تر ځيرتيا او چلاکي موږ نېکي او پېرزوينې ته ډېره اړتيا لرو.
بې له دغو شیانو ژوند ترېخېږي او موږ به ټول ورک شو.
الوتکې او راډیو موږ یو بل ته نږدې کړي یو. دغه نوښتونه په انسانانو کې د ښه والي غوښتنه کوي، د نړیوالې ورورولۍ او زموږ ټولو د يوالي غوښتنه کوي.
په میلیونونو وګړي زما غږ اوري – په دې کې بې وسه او ناهیلي انسانان راځي او هغه وګړي، چې د یو ناوړه غونډال (سیستم) لاندې کړول کېږي او زولانې وراچولې کېږي.
هغو ته، چې زما غږ اوري: ناهیلي کېږئ مه. کومه چې موږ راغلې، دا به تېرېږي.
هغه سړي، چې انسانیت تر پښو لاندې کوي، به یوه ورځ ختمېږي او له دوی سره به ددوی ناولتوب او کرکه هم له منځه ځي. همدرانګه، هغه آزادۍ، چې دوی له نورو اخیستې، به بېرته خپلو څښتنو ته ورستنېږي. که هرڅومره قربانۍ او بلهارۍ ته اړتيا وي، ازادي به پاتې کېږي.
سرتېرو! پر برباریانو، وحشیانو باور مه کوئ او نه پر هغو، چې ستاسو ژوند ورته ارزښت نه لري. د دوی لپاره تاسو یوازې مرييان (غلامان) یاست.
د دوی لپاره تاسو د توپونو او ټوپکو خواړه او د کار ماشينونه یاست.
نو د داسې خلکو لپاره کار مه کوئ، چې هم فکر ماشيني وي او هم یې زړه.
سرتېرو! تاسو نه د وسلو خواړه یاست او نه ماشينونه، بلکې انسانان. ستاسو په زړونو له انسانيت سره مینه ده او تاسو کرکجن نه یاست. نو تاسو باید د آزادۍ لپاره وجنګېږئ، نه د مرييتوب (غلامۍ) لپاره.
د سانت لوک کتاب په ۱۷م څپرکي کې راغلي: خدای د انسان ته دومره نږدې پاتې کېږي، لکه چې بدن کې یې وي. نه د یو یا د یو څو ځانګړو انسانانو په وجود کې، بلکې د هر انسان او يوازې تاسو د یو ولس په توګه ځواک او واک لرلي شئ. ځواک – هم د وسلو جوړولو او هم نېکمرغۍ پنځولو. تاسو د یو ولس په توګه ددې توان لرئ، چې ژوند ته یوه ښکلې او خپلواکه بڼه وروبښئ.
نو راځئ، چې د ولسواکۍ په نوم او زور سره راټول شو او د په نړۍ د بدلون راوستلو لپاره مبارزه وکړو. يوه نړۍ، چې سړي پکې د کار کولو زمینه ومومي، ځوانانو ته پکې ښه راتلونکی ومومي او زاړو پکې خوندي واوسي.
د دې بدلونونو راوستولو ژمنو په پار دغه درغلګر زور او ځواک ترلاسه کوي، خو بیا وروسته خپلې ژمنې نه پوره کوي.
زورواکان خپل ځانونه ازادوي او ساتي او نور خلک غلامان کوي. نو راځئ، چې موږ پخپله دغه بدلونونه راولو او نړۍ له ناوړه واکمانانو پاکه کړو. راځئ چې نړۍ څخه نژادي توپيرونې، کرکه او تعصب له منځه يوسو.
راځئ، چې یوې داسې نړۍ لپاره پرځنګ وکړو، چېرته چې پوهنه او پرمختګ د هر وګړي د خوښۍ لامل وګرځي.
راځئ سرتېرو، چې د ولسواکۍ په نوم سره یوموټی شو.
ژباړه: کامران منګل