• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د چاپیریال ارزښت د اسلام له نظره

Home چاپېريالد چاپیریال ارزښت د اسلام له نظره
د چاپیریال ارزښت د اسلام له نظره

د چاپیریال ارزښت د اسلام له نظره

ليکنه: انجینر تهذیب الله مهذب
چاپیریال دالله تعالی مخلوق دی زموږ شاوخوا ټول موجودات چاپیریال نومیږي،په مجموع کې دوه ډوله چاپیریال لیدل کیږي.
لومړی ژوندی محیط: چې انسانان،حیوانات،نباتات او ذره بیني اجسام چې په سترګو نه لیدل کیږي پکې شامل دي.
دوهم غیر ژوندی محیط:لکه اوبه،هوا،خاوره او داسې نور.
لایزال رب د طبیعت نظام دا ډول خلق کړی دی چې،د اجزاوو په منځ کې یې یو طبیعي تعادل وجود لري او ددې ټولو په پیدایښت کې دالله ج عظیم حکمت پروت دی هغه داچې دا ټول شیان الله ج د انسانانو فایدې لپاره پیدا کړي دي.
د ځمکې طبیعې چاپیریال د ایکو سیستم په نامه یادیږي الله ج ایکوسیستم داسې جوړ کړی دی چې پدې سیستم کې ټول موجودات یو له بل سره مستقیم او غیرمستقیم ډول تړاو لري او د هر یو ډیرښت یا کمښت په دا نورو مثبت یا منفي تاثیرات لري.
الله ج په سورت القمر کې فرمائي.
ژباړه:موږ هر څه له یوي ټاکلې اندازي سره پيداکړي دي.
هر څه چې لایزال رب منځ ته راوړي په بشر باندې یې د ساتلو امر هم شوی دی ځکه الله ج دمخلوقاتو ساتل په الله تعالی د ایمان راوړلو یوه برخه شمیرل کیږي او موږ باید دالله ج ټول مخلوقات وساتو چې حرمت یې حفظ شي.
په بل ځای کې په سورت الحجر کې فرمائي.
ژباړه:موږ ځمکه غوړولي،په هغه کې مو غرونه نصب کړي،په هغي کې مو هر ډول نباتات په ټاکلې او تللي اندازه راټوکولي دي.
د مثال په ډول په هوا کې د اکسیجن اندازه ۲۱ فیصده ده که تر دغه ډیره شې ځمکه کیدای شې د یوي کوچني لمبي څخه و سوځي او که تر دې لږه شې ټول ژوندي مخلوقات به ځینې مړه شي.
اسلام هغو کسانو ته په عذاب سره اختار ورکړی دی چې ونې او ځنګلونه له منځه وړي،اسلام هغه دین دی چې خپلو پیروانو ته دنړۍ د خوندې ساتلو درس ورکوي،اسلام په خپلو پالیسو کې ایکولوژیکې انډول یعنې ایکولوژیکې بیلانس نیولی دی،ایکولوژیکې انډول یوه باثباته چاپیریال ته ویل کیږي.
همدارنګه لایزال رب په سورت اعراف کې فرمائي.
ژباړه:خورۍ،څښئ او له حد څخه تیری مه کوئ الله ج تر حد تیری کوونکی نه خوښوي.
په اسلام کې ځکه انسانان د چاپیریال د ساتلو لپاره ګمارل شوې دي چې بل هیڅ مخلوق ددې کار توان نلري انسان يواځینی مخلوق دی چې الله تعالی د ځمکې د مسؤل په توګه خلق کړی دی،دا مسؤلیت د اسلام له نظره ډیر سنګین او ستر مسؤلیت دی چې غیر له انسان نه یې بل هیڅ مخلوق قبلولی هم نشي.
په اسلام کې د چاپیریال او انسان په منځ کې اړیکه د ټولنیز ژوند یوه برخه بلل کیږي، دداسې ټولنیز ژوند برخه چې په هغه کې د احقیقت منل شوی چې ټول یو خالق الله ج ته عبادت کوي ددې ترڅنګ انسان د ټولو هغه مخلوقاتو د حفظ او ساتلو مسؤلیت لري چې په دې نړیوال چاپیریال کې ژوند کوي.
د اسلام مبین د چاپیریال د پاکوالې امر هم کړی دی لکه څنګه چې د خپل کورد پاکوالي خیال ساتۍ همدرانګه د خپل ښار او ټولنې پاکوالي ته هم پاملرنه وکړۍ.
په اسلام کې د چاپیریال ارزښتونه په ډیرو ایتونو او احادیثو سره ثابت شوې دي که هرڅومره یې بیان او ولیکو بسنه نه کوي،راځۍ چې د پاک چاپیریال د اهمیت او ارزښت په اړه خلکو ته لارښوونې،او پیغامونه ورکړو تر څو د پاک ژوند خاوندان او د ډول ډول ناروغیو څخه په امن شو،هره ورځ د چاپیریال ساتنې ورځ ده.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

غږیزه یا د شورماشور ککړتیا

Jan 22, 2018

ليکنه: انجینر تهذیب الله مهذب یوه لویه ستونزه چې اوسنۍ[...]

چاپیریال ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی

Dec 12, 2017

لیکنه: تهذیب الله مهذب که د یو پلوه پاکوالی د[...]

دکونړ طبیعي زیرمي د ورکیدو په حال کې دي

Nov 11, 2017

لیکنه:انجینر تهذیب الله مهذب کونړ ولایت چې د افغانستان له[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022