لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف
د غوښينو چرګانو روزنه زموږ په ګران هيواد کې دومره مروجه نه ده، بلکه په ډير کم شمير سره فارمونه موجود دي. په پرمختللو هيوادونو کې د چرګانو څخه علاوه هيلۍ، فيل مرغان او مړزان هم د هګۍ او هم د غوښې په منظور روزل کيږي. د غوښينو چرګوړو د روزنې په هکله په نړۍ کې نظر د بازار خوښې ته مختلف تفاوتونه موجود دي. د اوس لپاره پنځه ډوله د چرګانو غوښه په لاندې ډول پيدا کيږي:
١- Poussins :
په ځينو هيوادو کې غوښين چرګوړي د ٨-١٠ پوري ساتل کيږي چې وزن تر يو کيلو ګرامو پورې وي بازار ته عرضه کيږي، نوموړي چرګوړي نرمه، نازکه او سهل الهضم غوښه لري، په هوټلونو، رستورانتونو، روغتونونو او نورو ځايونوکې په مصرف رسيږي.
٢- Broiler :
دا نوعه چرګوړي معمولا ددوه مياشتو څخه په کمه موده کې تر ١،٥ کيلو ګرامه وزن اخلي، په اکثره فارمونو کې دا ډول چرګوړي په انفرادي، ټولنيز، ژوندي او حلال شوي شکل چې بڼکې ترې ليرې کيږي پلورل کيږي. خوندوره غوښه لري چې اکثره وخت په سره کړي شکل په مصرف رسيږي. د پښو او پوستکي رنګ په دې ډول چرګوړو کې سپين او ژيړ وي.
٣- Surrey Fowl :
هغه غوښين چرګوړي چې د بدن وزن يي د پنځه کيلو ګرامو څخه ډير وي او عمر يي له پنځلس اونيو څخه تجاوز ونکړي په دې نوم ياديږي. نوموړي چرګوړي د حلالې نه لس ورځې مخکې د چاغيدونکو موادو پواسطه تغذيه کيږي او بيا يي حلالوي. د پوستکي او پښو رنګ يي سپين وي.
٤- Capons :
دا ډول چرګوړي معمولا نر چرګوړي وي او د عمر د ٦-١٠ اونيو پورې د جراحۍ د عمل پواسطه يي خصيي ايستل کيږي، او يا دا چې د پيچکارۍ پواسطه ورته هورمون تزريق کيږي، تر څو ژر چاغ شي. په ٥ يا ٦ مياشتني عمر کې وزن ٦-٧ پونډو پورې وي. ددې ډول اخته شوو چرګوړو څخه په جشنونو، اخترونو او مذهبي ورځو کې استفاده کيږي.
٥- Boiling Fowls :
اکثره د هګيو هغه چرګې چې د هګيو ورکولو دوره يي تيره کړي وي او يا دا چې د ځينو دلايلو په اساس د هګيو ورکولو توان ونلري ، او هغه چرګان چې زاړه شوي دي او يا دا چې نسلګيري نشي کولای په دې ګروپ کې شامليږي.ددې ډول چرګانو غوښه کلکه وي ، کباب تري نه جوړيږي چې د جوش ورکولو اصطلاح ورته استعماليږي، معمولا ددې چرګانو څخه د عمر د شپږمې مياشتې نه وروسته ، په هر وزن چې وي استفاده کيږي.