• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د چين هېواد په اړه لنډ او زړه راښکونکي مالومات

Home بېلابېلېد چين هېواد په اړه لنډ او زړه راښکونکي مالومات

د چين هېواد په اړه لنډ او زړه راښکونکي مالومات

ژباړه: محمد عزيز پردېس

چين د اسيا په لويه وچه کې يو له هغه مهمو هېوادونو څخه دی چې د کال په اوږدو کې ورته ډېر شمېر سيلانيان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راځي. د دې لرغوني هېواد په اړه ډېر زړه راښکونکي حقايق او قوانين شتون لري چې په لنډ ډول يې دلته د يو څو حقايقو يادونه کوو:

 

۱- چين ۱/۳۸ ميلياردي جمعيت سره د نړۍ په کچه ترټولو ډېر نفوس لرونکی او د نړۍ دويم ستر هېواد دی.

 

۲- چين د نړۍ ترټولو لوی دايمي پوځ لري او د هغوی ځانګړې نظامي بوديجه د نړۍ په کچه دويم مقام لري.

۳- د چين هېواد ۱۰۰ ميليونه وګړي د ۱ ډالر څخه کم ورځنی عايد لري.

۴- هغه کسان چې په چين کې په مجازاتو يا د اعدام په واسطه وژل کېږي، شمېر يې په ټوله نړۍ کې د اعدام شويو کسانو څخه ډېر دی.

 

۵- د چين خلک په کال کې ۴۵ ميليارده چاپستيک ( د خوړو لپاره يو ډول ځانګړي واړه واړه لرګي ) مصرفوي.

 

۶- چين د نړۍ ترټولو لوی صادروونکی هېواد دی، خو د وارداتو په برخه کې بيا دويم مقام لري.

 

۷- په چين کې اوس هم ۳۵ ميليونه خلک په غارونو کې ژوند کوي.

 

۸- په چين کې تقريبا ۷۰۰ ميليونه خلک له ککړو اوبو څخه ګټه پورته کوي.

 

۹- د سګرټو ترټولو لويه توليدي کارخونه د چين هېواد پورې اړه لري.

 

۱۰- په ۲۰۱۰ کې د چين ۷۸ سلنه نصب شوي نرم افزار غلا کړل شوي و.

۱۱- په چين کې په هرو ۳۰ ثانيو کې يو معلول ماشوم نړۍ ته سترګې غړوي.

 

۱۲- پر مېز د ټېنس لوبه د چين ملي لوبه ګڼل کېږي.

 

۱۳- اټکل کېږي چې په راتلونکي ۲۰۲۰ کال کې به په چين کې له ۳۰ نيولې تر ۴۰ ميونو پورې نارينه شتون ولري چې د ځانونو لپاره به ښځې نشي پيدا کولی.

 

۱۴- د ارايش او روغتايي ازمايښتونو کې له حيواناتو څخه ګټه اخېستل په چين کې اجباري ګڼل کېږي، خو دغه کار بيا په اروپايي هېوادونو کې منع دی.

 

۱۵- په چين کې په هرو پنځو ورځو کې د يو اسمان څک ( آسمان خراش ) بنسټ اېښودل کېږي.

 

۱۶- په چين کې د ( سانسور ) کليمه سانسور ده!

 

۱۷- په چين کې د انټرنېت د پرېښودولو روږدو لپاره کمپونه شتون لري.

 

۱۸- په چين کې چې هره يکشنبه هغه وګړي چې کليساو ته ځي، شمېر يې د ټولې اروپا د ټولو وګړو څخه ډېر دی.

 

۱۹- په کال ۱۹۷۳ کې د امريکې متحده ايالتونو چين ته وړانديز وکړ چې دوی ته د امريکايي نفوس د ډېرښت په موخه ۱۰ ميليونه چينايي ښځې واستوي.

 

۲۰- د چين د شرکتونو او ادارو مديران که درغلۍ وکړي، نو د مرګ سزا ورکول کېږي.

 

۲۱- د چين د ښارونو ۹۰ سلنه د زمکې لاندې اوبه ککړې او ناپاکې دي.

 

۲۲- سربېره پردې چې په چين کې د فېسبوک کارول محدود کړل شوي، خو بيا هم  ۹۵ ميلونه چينايان فېسبوک کاروي.

 

۲۳- د واتيکان دولت تر دې دمه هم د چين هېواد په رسميت نه دی پېژندلی.

۲۴- په چين کې هر کال ۶۰۰ زره نفره د ډېر او سخت کار له امله مري.

 

۲۵- په چين کې د مخدره توکو قاچاق کوونکو جزا، اعدام دی.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د یوناني پاچا الکساندر وصیت

د یوناني پاچا الکساندر وصیت

Oct 9, 2016

ژباړه: عطا محمد میاخېل   د یونان ستر پاچا الکساندر[...]

د افغانستان د کشالې حل لاره د عملي پلانونو په هنداره کې

د افغانستان د کشالې حل لاره د عملي پلانونو په هنداره کې

Aug 10, 2016

لیکنه: ډاکتر حکمت سیال زیات شمیر شنونکي او روڼ اندي د[...]

مسجد

د مسجدونو اړوند ځينې خبرې او ستونزې

Feb 8, 2015

لیکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن تر ټولو بد او ناوړه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022