لیکنه: رحیم الله ځيرک
د چین خلق جمهوریت چې د اسیا په ختیځه برخه کې پروت هېواد دی ،چې د ۹ ميلیونه او ۶۰۰ زره کیلو مترو په شاو خوا کې پراخوالی لري . دا هېواد په اسیا کې تر ټولو لوی او په نړۍ کې وروسته له روسیې او کاناډا څخه درېیم لوی هېواد بلل کیږي .
چين د ۲۲ لویو ښارونو ، پنځو ناحیو ، څلورو ښاروالیو لکه : پکن ، شانګهای ، تیان جینګ او چونجینګ ، او دوو اداري ناحیو درلودونکی هېواد دی .
د چین هېواد وچې پولې ۲۲ زرو او ۸۰۰ کیلو مترو ته رسیږي ، چې له ختيځ څخه د شمالي کوریا ، شکالي ته له مغلستان ، شمال ختيځ ته له روسیې ، شمال لوديځ ته له قزاقستان ، قرغزستان ، تاجکستان ، جنوب او جنوب لوديځ ته له افغانستان ، پاکستان ، هند ، نيپال ، بوتان او څو نورو هېوادونو سره ، جنوب او جنوب ختيځ کې له جنوبي کوریا ، ژاين ، فلپين ، مالیزیا او اندونېزیا سره ګډې سمندري پولې لري .
د چين هېواد د سره رنګ او پنځو ستورو درلودونکی بیرغ لري،چې پراخوالی یې ۲/۳ دی ، سور رنګ یې د یوه انقلاب ښکارندويي کوي او په بیرغ کې پنځه ستوری او په یوه څنډه کې یې د زېړ رنګ او څلور ستوري ،چې د بیرغ مرکز ته یوه لوی ستوري ته اشاره کوي د کمونېست ګوند تر ولکې لاندې د انقلابونو د ملي یوالي ښکارندويي کوي .
د چین هېواد د ۲۰۰۲ تر وروستیو کلونو پورې د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو هېوادونو د زیات نفوس درلودونکی هېواد وګڼل شو ،چې شمېر یې یو ميلیارد و ۲۸۴ميلیونه او ۵۳۰ تنو ته رسېده . دنوموړي هېواد دغه نفوس په ټول هېواد کې په متوازن ډول نه دي مېشت شوي ،بلکې د ختيځو سیمو نفوس یې د لوديځو سیمو په پرتله زیات دی ، بل داچې په لوديځو سیمو کې په هر کیلو متر کې ۴۰۰ تنو ته رسیږي چې دا شمېره یې په مرکزي او لوديځو سیمو کې ۲۱۰ تنو ته رسیږي .
د چین هېواد یو په دري ځمکه غرونو ، تپو او دښتو نيولې ده ، چې تر ټولو مشهور غرونه یې عبارت دي له : هیمالایا ، کونن لون ، تیان شان ، تانګولا ، چین سینګ ، داشینګ آن نیګ ، تان هانګ ، سیان کوه هنګ او داسې نور ، چې تر ټولو لوی ښار یې شانګهای دی او د چين هېواد ژبه ماندارین چيني ، مذهبونه یې بودېزم ، مسحیت ، اسلام ، تائوئسم ، پولي واحد یې نمیبني ، انټرنیټي نښه یې CU او د شمېرو نړیوال کود یې +98 دی .
د چين هېواد د ځمکنیو علومو ( ډبرینې ټوټې ) تر زمانې پورې رسیږي .کله چې پر ۱۹۲۹ کال د فوسیلي انسانانو اسکلېټ کشف شو، دا یې وښووله چې په چين کې د ډبرینې ټوټې ( د ډبریني زمانې په لومړۍ دوره کې چې په هغې کې د ډبرینو ابزارو په جوړولو پیل وکړ ) یو ډول ژوندانه جریان درلود . د هوانګ هو ، یانګه تسه وسي رود خونو په چین کې د لومړنیو انسانانو لپاره کرنیز امکانات برابر کړي وو ، بل دا چې چین یو پراخ هېواد دی او د هغه پراخ کرنیز فرهنګ ددغه هېواد په تمدن کې یې ستره ونډه درلودلې ده .
د چین تاریخ له افسانو سره تړلی دی . چين له میلاد څخه زر کاله وړاندې د امپراتورۍ او تمدن درلودونکی و . د یوه لید لوري له مخې تمدن ممکن له بین النهرین، یانې له سومره څخه چین ته تللی وي . ددغه لید لوري له مخې د سومر تمدن هم له مصر څخه اخیستل شوی تمدن بولي .
د چین د خلکو دین له تایوییزم او کنفسیوس له دین څخه مخکې جان پنداري ، جادو، څو خدایی توب او کله کله توتمېزم و . کاهنان په غیب ویلو او جادو بوخت وو . د انسان قرباني کول هم د شانګ د لړۍ په دوره کې دود وو .
تایوییزم هغه دین دی ،چې د تایوتسه په نامه یوه سړي د هغه بنسټ اېښی او خلکو ته یې تبلیغ کړی دی . ددغه دین بنسټ د چین د خلکو پر عقایدو او سنتو ولاړ دی . په حقیقت کې د تایوییزم سرچینه هماغه طبعیت پرستي او د طبعي قواوو پر قدرت ګروهمنېدل دي ،چې هغه نه وړاندې یې په چین کې دود درلود . تایوییزم پرګڼو خدایانو باندې عقیده لري ،چې ځينې یې لکه د اسمان خدای ، د رحمت خدای او داسې نور .
ادبیات :
د چين هېواد د لیکدود په اړه دومره ویل اړین ګڼم هغه داچې ،په چين هواد کې له دوه ډوله لیکدودونونه کار اخیستل کیږي . لومړی هغه لیکدو دی چې له پخوانیو زمانو څخه د تایوان او ماکاشو ښارونو کې یې رواج درلود او اوس هم په همدغو سیمو کې له دې لیکدود څخه کار خیستل کیږي . بل هم هغه لیکدود دی ،چې د چين هېواد د خلق چين جمهوریت د بنسټ اېښودونکي لخوا په سنتي ډول د هغه په سپارښتنه اوس هم په ځينو سیمو کې دود دی او کار ترې اخیستل کیږي .
د چين هېواد د ژبو په اړه که ووایو ،چې په دې هېواد کې بېلابېلې ژبې موجودې دي او ددې ژبو تر منځ توپیر د هغه د هجاوو په تلفظ کې لیدل کیږي . دا ژبې عبارت دي له :
د چين هېواد ژبې :
- کانتونی
- ماندارین
- گویش وو (چینی
- که جیا هکّا
- مین دونگ
- جین یو
- پوشیان
- خویی جو
- مین جونگ
- گَن
- شیانگ
- مین بِی
- مین نَن
- پینگ خوا
اوس به راشو د چين هېواد ادبیاتو ته ، ځکه د هر هېواد ادبیات د بېلابېلو ځانګړنو درلودونکي دي .
تر ګردو دودیزو ډلبندۍ ،چې د چین لویانو د خپلې سیمې د ادبیاتو لپاره کړې، هغه څلور ګونې ډلبندي ده .
۱- کلاسیک اثار :
د کنفوسیوس دین او ښوونو ، کره کتنې او ژبپوهنې په ارزونه پورې اړوند اثار .
۲- تاریخي اثار :
د چیني لړیو تاریخ ، د سیاست د دوران خاطرې ژوند لیکونه او فرمانونه .
۳- علمي او فلسفي اثار :
د منطق ، کرنې ، نجوم ، طب ، ریاضي ، نقاشۍ او خطاطۍ په برخه کې کتابونه .
۴- ټولګې ، مهمې تذکرې ، شعري ټولګې او دې ته ورته نور شیان.
د چین ادبیات اصلاً اشرافي ادبیات دي او د عامیانه ګړدود له کارونې بهر دي . له ۹۱۸ څخه تر ۹۰۷ د تانګ د امپراطورۍ پر مهال شعر ځانګړی اعتبار درلود . په دغه دوره کې د ګڼو شاعرانو په را څرګندېدو سره د شعر د ډولونو او کالبونو په برخه کې هم پرمختیاوې رامنځ ته شوې . په دغه دوره کې دوه نوموتي شاعران لي پو ۷۰۲ – ۷۶۲ او توفو Toufou ۷۱۲- ۷۷۰ را څرګند شول او په چين کې یې شاعرۍ ته پراختیا ورکړه .
په چین کې د نوي نثر بنسټوال هان یو Hanyu نومیږي ، هغه کنفوسیوس ته وفادار و او خپل همت یې یواځې د کنفوسیوس د اثارو په خپراوي ، بیانولو او ښوونه کې وکاراوه . د تانګ له امپراطورۍ وروسته د چین هېواد له یو لړ اړو دوړ سره مخ شو ، تر دې چې د سونګ لړۍ د حکومت واګې ترلاسه کړې او له ۹۶۰ څخه تر ۱۲۹۷ کال پورې یې حکومت وکړ .
ددغې دورې لیکوالو د اثر منځپانګې او بیان او همدا شان د ښکلا کالب ته پاملرنه کوله .مغولو له ۱۲۸۰ – ۱۳۶۸ پورې پر چین حکومت وکړ ، مغول وحشي وو ، خو ژر یط د چین فرهنګ ومانه ،په چین کې د مغولو د حکومت دوره د ( یوان ) دورې یا زمانې په نامه یاده شوې ده . له مغولو څخه ورسته په چين کې د مینګ ۱۳۶۸ – ۱۶۴۴ کال دې لړۍ پر چین حکومت وکړ .
ددغې مغولي دورې ادبیات له ادبي ښکلا څخه خالي نه دي . شعر یې د مخکینیو دورو ، یانې د تانګ د زمانو تقلید دی .
د مینګ په زمانه کې تر تیاتر ، رومان ډېر ښه وځلېد . تر دې مهاله کیسه ییز ادبیات په کیسه – لنډه کیسه پورط تړلي وو ، که څه هم د سونګ په زمانه کې رومان او اوږد داستان لږلږ پېژندل شو و ، خو د بیان د یوه ډول په توګه تر اوسه عوامو کې له هنر او ادب څخه ګڼل کیږي .
د یوان د زمانې په ورستیواو د مینګ د زمانې په لومړیو کې ادیبانو او لیکوالو د واقعي رومانونو لیکل پیل کړل . ددغه ډول ادبي بیان په ترڅ کې د اثارو په رامنځه ته کولو بریالي شول ، چې د چین د ادب تاریخ د ټولو دورو غوره ادبیات ګڼل کیږي .
د نولسمې پېړۍ په ورستیو کې چين له لودیځو ادبیاتو سره اشنایي پیداکړه او د ادیبانو او لیکوالو اشنایي د چین د ادبیاتو د بدلون لامل شول .یو شمېر لیکوالو او شاعرانو په چین کې په بېلابېلو برخو کې د اثارو په پنځولو پیل وکړ ، شعر ، ناول او ډرامې ښه پرمخیون وکړ او په حقیقت کې د چین په ادب کې ژور بدلون رامنځ ته شو او د ادبي اوښتون د منځ ته راتګ لامل شو، چې چیني لیکوالو هم په دې اوښتون کې اغېزمن رول ولوباوه .
کنفوسیوس :
کله چې د چين پخواني فرهنګ باندې بحث کو نو وارو له واره مو په ذهنونو کې دیوه شخصیت نوم را څرګندیږي ،چې هغه هم پرته له کنفوسیوس څخه بل څوک نه دی .
د چین په ټولنه کې د کنفوسیوس څخه پرته نورڅوک دومره اغطزمن نه برېښي ، نو ددې لپاره هر څوک د هغه په اړه لږ ډېر پوهېږي او ددې مکتب د تیورۍ تر اغېز لاندې راځي .
کنفوسیوس چې اصلي نوم یې ( کونګ چیو ) دی او شاګردانو به یې د ( کونګ نوتزوه ) په نامه یاداوه . دی په ۵۵۱ قبل الملاد کال کې د چوفو په ښار او د ( لو) په ایالت کې یې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي . ده په ماشومتوب کې خپل پلار له لاسه ورکړ او دی یې خپلې مور را لوی او د هغه په ښوونه او روزنه یې لاس پورې کړ . نوموړي یوساده ژوند درلود او د خپل کلي د يوه ښوونکي څخه یې زده کړې پیل کړې او زیاتره وخت به یې د پوهې ، شعرې پوهې او د چیني د پخوانیو تاریخي روایاتو په زده کړه کې تېراوه ،چې دا ډول مطالعاتو یې د ژوند تر پایه پورې دوام درلود . بله داچې ده په شل کلنۍ کې د ( لو) د ایالت د یوې نجلۍ سره واده کوي د زوی څښتن کیږي او خپله مور له لاسه ورکوي چې د خپلې مور په غم کې یې ۲۷ میاشتې د خپلو فعالیتونو څخه لاس په سر شو .
نوموړی د پخواني چين د دودونو یو تخلق کونکی و ،هغه د خپلې پوهې استعداد له مخې شاهي در بار ته لاره پیدا کړه ،چې دده ژوند هم د یو لړ سیاسي او ټولنیزو لوړو او ځوړو سره مخ شو ، دی په دې باور و چې د ( شاه جاناکا ) د عادل حکومت بیا را ژوندی کول د ټولنیزو فسادونو د مخنیوي لپاره د چين د خلکو یوازینۍ لاره ده ،چې ده په دې برخه کې هم زیات زیارونه وګالل .
دده اخلاقي درسونه ددې په اړه وه چې څنګه کوولای شو پوه ، صداقت پيدا کړو او په ژوند کې د پاکو اهدافو درلودونکي شو چې ددې له ډلې څخه یې یو هم د کورني ژوند اداب دي .
ده په ۳۳ کلنۍ کې د لائوسه په نامه دیوه پوه انسان سره لیدنه وکړه او د هغه څخه یې ډېر څه زده کړل ، دی ددې کلنو په بهیر کې د عدالت وزیر او ورسته د چین هېواد لومړی وزیر وټاکل شو او دچین خلکو د ژوند یوه طلايي دوره پیل کړه . له څه مودې ورسته له دندې ګوښه شو او ۱۲ کاله یې په خپل هېواد کې په مسافرت سره تېر کړل او دخپل عمر په ورستیو کې خپل زېږنځای ته راستون شو او دمرګ تر ورځې پورې هلته مېشت و او په ۴۷۹ قبل الملاد کال له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
اثار :
د کنفوسیوس څخه کېدای شي ډېر اثار راپاتې وي، خو په ځينو منابعو کې یې دده شپږ اثار داسې را پېژندلي دي .
۱- شوجینک ( یا کتاب تاریخ )
دا کتاب د شلمې قبل المیلاد پېړۍ څخه تر ۱۴ قبل المیلاد پېړۍ پور د ځينو ګزارشونو ټولکه ده ،چې څه د پاسه د سلو سندونو په شاوخوا کې یې په دې کتاب کې راټول کړي ،خو یوازې ۲۸ سندونه اوس په دې کتاب کې پاتې دي .
۲- شیه جینګ( یا کتاب شعر )
د چين په خلکو کې د مروجو اشعارو ټولګه ده ،چې دا اشعار یې په ۴ برخو وېشلي دي .
۳- یاشو ( موسقی (
۴- لی جی ( کتاب ائين ها )
۵- یې جینګ ( یا کتاب تعغیرات )
۶- چون چیو ( یا سالنامه بهار و پاییز )
د کنفوسیوس مکتب :
د کنفوسیوس د مکتب بنسټ اېښودونکی خپله دی کنفوسیوس بلل کیږي . د کنفوسیوس فکري مکتب څه د پاسه ۲۰۰۰ کاله پخوا نه یوازې داچې په سیاسي او فرهنګي برخو ،بلکې د هر چیني وکړي د فکري فعالیت په لارو چارو کې یې اغېزمن رول لوبولی دی .
بهرنی څېړنکي د کنفوسیوس د مکتب فکر یو دیني او مذهبي فکر بولي ، خو په اصل کې د کنفوسیوس مکتب یو پخوانی چیني مکتب دی چې د فلسفې او مذهب په ستنو باندې ولاړ دی . د کنفوسیوس افکارو نه یوازط د چین په فرهنګ باندې اغېز درلود بلکې د اسیایی هېوادونه هم ترې اغېزمن دي او په دې پنځه اصله باندې ولاړ مکتب بلل شوی دی .
۱- د زوی اطاعت د پلار څخه
۲- د کوچني ورور اطاعت له مشر ورور څخه .
۳- د ښځې اطاعت له خاوند څخه .
۴- له لاس لاندې شخص اطاعت د لاس لاندې شخص څخه .
۵- د رعیت اطاعت له حاکم څخه
د کنفوسیوس ځينې خبرې :
۱- په وړو کارونو ځان بندول له لویو کارونو څخه پاتې کېدل دي .
۲- لوی انسانان وروسته وعده ورکوي خو زر یې عملي کوي .
۳- د خپلې تېروتنې نه سمول خپله تېروتنه ده .
۴- لوی انسانان د حق په لټه کې دي او کم فکره د خپلې ګټې .
۵- هغه افتخارات او ګټې چې له نامشروع لارې څخه تر لاسه کیږي ، د ورېځې په ډول زر له منځه ځي .
۶- پرته له فکره پوهه دام دی او پرته له پوهې فکر کول بلا .
۷- که چېرې یو انسان یوه ورځ له ځان غوښتنې څخه تېر شي نو ټول به هغه نېک بولي .