ليکنه: ذبيح الله عظيمي
په دې وروستيو کې د ډالرو په وړاندې د افغانۍ تبادلوي ارزښت کې په پرلپسې ډول کموالی راغلی دی . شاوخوا دوه کاله وړاندې د يوه ډالر په وړاندې د افغانيو ارزښت د (۴۷) او (۵۷) افغانيو ترمنځ و، خو اوس نژدې ( ۷۸) افغانيو ته رسېدلی دی .افغان حکومت هره ميا شت يوه ټاکلې اندازه ډالر بازار ته وړاندې کوي چې د ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت وساتي، خو د افغانيو ارزښت ثابت نه دی ساتل شوی او د وخت په تېرېدو سره لوېدلی دی . دا چې د افغانيو ارزښت ولې دومره غورځېدلی دی؟ لاملونه يې په لاندې ډول دي.
.1په بهرنيومرستواتکا:
په تېرو اولس کلونو کې د افغانستان اقتصاد په بهرنيو مرستو باندې تړلی پاتې شوی دی، زياتره دغه مرستې مستقيمې او غير مسقيمې په غير منظم ډول سره د افغانستان اقتصاد ته شامل کړل شوي دي، په دې سره افغانيو خپل ارزښت د ډالرو او هم د بازار د کاليو او خدماتو په وړاندې له لاسه ورکړي دي.اوس چې په کراره، کراره دغه مرستې مخ پر کمېدو دي نو په بازار کې د ډالرو کمبود احساس کېږي او په افغانستان کې ميشت زياتره بهرنيان له هېواده وتلي او د وتلو په حال کې دي چې دې سره د خدماتو په اندازه کې هم کموالی رامنځته شوی، همدارنګه داخلي توليدات هم نه ترسترګو کېږي، تر څو د صادراتو له لارې ډالر تر لاسه شي نو طبعاً د عرضې او تقاضا د قانون په اساس د افغانۍ تبادلوي ارزښت ټيټېږي، خلک د افغانيو په ځاي بهرني اسعار خصوصاً ډالر کاروي ځکه افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ور کوي.
.2بهرته د ډالرو غيرقانوني لېږد:
په دوامداره ډول د ډالرو قاچاق په ډېره پراخه پيمانه جريان لري، او بهر ته د اسعارو د غير قانوني لېږد سره نه يوازې چې د بهرنيو اسعارو عرضه کمېږي بلکه د سوداګرۍ له نظره له بهر څخه د هغه په مقابل کې اجناس او خدمات هم نه تر لاسه کېږي. همدارنګه د اسعارو خصوصا د ډالرو قاچاق ايران ته ډېر د تشويش وړ دی، د بي بي سي راډيو د راپور په اساس متاسفانه اوس هم هره ورځ درې ميليونه ډالر ايران ته قاچاق کېږي، چې د ډالرو غير قانوني لېږدونه په افغانيو منفي تاثير وارد کړی، لدې امله افغانۍ خپل تبادلوي ارزښت د ډالرو په وړاندې له لاسه ور کړی دی.
3. په افغانۍ باندې دخلکو د باورنشتون:
د افغانۍ د تبادلوي ارزښت د ټيټوالي يو مهم لامل په افغانۍ باندې د خلکو د باور نشتون دی، چې د افغانۍ تاريخچې ته په کتو سره او همدارنګه فعلي وضعيت يې په نظر کې نيولو سره په راتلونکې کې د خلکو تشويش ته ځواب نشي ويلاي، همدارنګه د اقتصادي تعادل نشتوالی خلک مجبور کړي تر څو خپلې پيسې په خارجي اسعارو خصوصاً په ډالرو باندې تبديل يا يې نقدأ د ځان سره وساتي او يا يې په غير قانوني ډول بهر ته واستوي، چې دا هم د ډالرو په وړاندې د افغانيو د ارزښت د کمېدو يو لامل کېدای شي.
4. امنيتي وضعيت خرابېدل:
په ۲۰۱۶ م کال کې په افغانستان کې د امنيتي وضعيت له امله چې د څو ولسواليو او همدارنګه دکندز ښار دسقوط لامل وګرځېده،په بې ساري ډول د افغانيو د ارزښت د راکمېدو باعث شو، د يادولو وړ دی چې په دې وروستيو کې هم د هېواد ډېری سيمې، د بېلګې په توګه ننګرهار، فراه، غزني او ځينې نور ولايتونه د جدي امنيتي ننګونو سره مخ دي او ددې ترڅنګ د سياسي ناندرۍ او بې ثباتۍ له امله داخلي او خارجي پانګوالو خپلې پانګې د هېواد څخه بهر ته د ويستلو په تکل کې دي او دځان سره يې بهرني اسعار خصوصاً ډالر وړي چې دا به په راتلونکي کې نور هم د افغانيو ارزښت د کمېدو باعث شي ځکه کله چې ډالرته تقاضا زياته شي او افغانيو ته تقاضا کمه او په بازار کې د افغانيو عرضه زياته وي، دا به ددې لامل شي چې دافغانيو ارزښت راټيټ شي، اوس مهال اکثره سوداګر خپله شتمني په ډالرو تبديلوي او د هېواد څخه بهرته په وتلو لاس پورې کوي، دا ځکه چې ډالر يو نړېواله کرنسي ده او په بهرنيو هېوادونو کې په ډالرو راکړه ورکړه ترسره کېږي، چې دا او دې ته ورته نور ددې لامل شوي، چې افغانۍ د ډالرو په مقابل کې خپل ارزښت د لاسه ورکړي او ارزښت يې راښکته شي.
5. په خارجي اسعارو کاروبار:
هر هغه وخت د يوهېواد پيسې باثباته پاتې کېږي کله چې په داخلي راکړو ورکړو کې د هغه هېواد پيسې استعمال شي . بدبختانه چې افغانۍ نه يوازې په خارج کې ترې استفاده نه کېږي بلکې په داخل کې هم ډېره د استفادې وړ نده، سره لدې چې د افغانستان بانک د قانون په اساس دافغانيو په ځای د بهرنيو پيسو کارول جرم هم دی، خو مونږ بيا هم ددې شاهدان يو چې په ورځنيو راکړو ورکړو کې د بهرنيو اسعارو څخه استفاده کېږي . په افغانستان کې لويې اقتصادي تبادلې په ډالر او نورو بهرنيو اسعارو صورت نيسي، چې تقريباً ۹۰ فيصده لويې اقتصادي راکړې ورکړې او تبادلې په بهرنيو اسعارو خصوصاً په ډالر صورت نيسي او ۱۰ فيصده باقي په افغانيو ترسره کېږي، چې حتی مرکزي بانک هم دقانون خلاف په ډالرو قراردادونه ترسره کوي، چې علت يې په افغانيو کې احتمالي نوسانات او دخارجيانو عدم اعتماد دی، نو د افغانيو څخه د نه استفادې په صورت کې افغانيو ته تقاضا کمه او عرضه زياتېږي چې دې سره د افغانيو ارزښت راټيټېږي .
.6 په نړېوال مارکېټ کې د ډالر ارزښت لوړېدل:
د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ښکته کېدل يوازې تر افغانستان پورې محدود نه دی، بلکې په نړېوال مارکېټ کې هم د نورو نړېوالو اسعارو په مقابل کې د ډالر ارزښت د وروستيو ۴۰ کلونو په پرتله زيات شوی دی. که چېرې يوازې په وروستيو کلونو کې د يورو په مقابل کې د ډالر ارزښت ته ځير شو، نو د يورو په مقابل کې هم د ډالر ارزښت زيات شوی دی . د بېلګې په ډول د ۲۰۱۴ کال په ډيسمبر مياشت کې د يوه ډالر ارزښت د يورو په مقابل کې ۰.۸۱ و، اوس د ۲۰۱۸ کال په سېپټمبر په مياشت کې يو ډالر د ۰.۸۷ يورو په مقابل کې تبادله کېږي . په ورته ډول د نورو اسعارو په مقابل کې هم د ډالر ارزښت زيات شوی دی، نو ځکه د افغانيو پر وړاندې هم د ډالرو ارزښت پورته شوی دی.
7. اروپا ته دافغان ځوانانوتګ:
له هغه راهيسې چې افغان ځوانان اروپا ته په قاچاقي لارو روان شوي، له قاچاقبرو سره معامله په ډالرو کوي، چې له يوې خوا يې د ډالرو تقاضا لوړه کړې او له بلې خوا د دغو ډالرو ډېری برخه له هېواده هم وځي، چې دا بيا په بل اړخ کې په هېواد کې د ډالرو شتون کموي. له همدې ځايه په هېواد کې د افغانۍ په مقابل کې د ډالرو ارزښت زيات شوی دی .
8. په مارکېټ کې د افغانۍ تقاضا کمېدل:
له دې وړاندې ډېرو افغانانو له بهرنيانو او بهرنيو مؤسساتو سره کارونه کول او په بدل کې به يې تنخواوې په ډالرو ترلاسه کولې. دوی به دغه ډالر مارکېټ ته وړاندې کول او له مارکېټ څخه به يې افغانۍ ترلاسه کولې. دې پروسې، چې د افغانۍ تقاضا پکې شامله وه او ترڅنګ به يې افغان حکومت هم د افغانۍ د نرخ لوړولو په موخه کله، کله مارکېټ ته ډالر عرضه کول، نو دې چارې به په مارکېټ کې د افغانۍ تقاضا ډېروله او د افغانۍ ارزښت به يې لوړاوه. اوس چې ډېرې انجيوګانې يا تړل شوې او يا يې کارونه کم شوي، نو ورسره په مارکېټ کې د افغانۍ تقاضا هم راکمه شوې ده. نو ځکه افغانۍ خپل ارزښت د ډالرو په وړاندې د لاسه ور کړی دی.
په پاي کې په لنډ ډول سره ويلای شو، چې د دولت سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيزه بې ثباتي، دکورني توليداتو د حمايت نشتون، د مناسبې پاليسۍ له لارې واردات په صادراتو نه تعويض کېدل، د بهرنيو اسعارو د قاچاق مخه نه نيول، بهرنۍ مرستې په موثره ډول د داخلي توليد د تشويق لپاره نه استفاده کول، په افغانيو د خلکو باور نه تر لاسه کول، په دې اړه د مافيا او اداري فساد سره په کلکه مبارزه نه کول، بالاخره کاذب اقتصاد له منځه نه وړل او… دا د ډالرو په وړاندې د افغانيو د تبادلوي ارزښت د کمېدو لاملونه دي.
You also might be interested in
لیکنه: لقمان حکيم حکمت د ازادۍ تعريف : ازادي پښتو[...]
لیکوال: استاد محمد ظریف امینیار سیاست کې د قدرت او[...]
د ارزانه کورونو جوړولو لپاره د ارزانه موادو کارولو لویه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی