ژباړن: حامد احمدزی
د کاناډا په یوه ښار کې قاضي یو بوډا سړی محکمه کړ، جرم یې د ډوډۍ غلا و.
بوډا پر خپل جرم اعتراف وکړ، په لړزېدلي غږ یې وغوښتل له ځانه دفاع وکړي. په زهیر غږ یې وویل: ډیر وږی وم. په مرګ کې مې څه نه و پاتې. د مرګ له وېرې مې غلا وکړه.
قاضي وویل: (( ته خپله پوهېږي چې غل یې او زه تا په دې کار لس ډالره جریمه کوم خو پوهیږم چې ته یې نه لرې، نو ستا په ځای به دا لس ډالره زه ورکړم. ))
په دې وخت کې ناست نور کسان غلي شول، قاضي له خپله جیبه لس ډالره را ویستل او وې غوښتل چې بوډا ته يې ورکړي.
قاضي په خپل ځای کې ودرېد او ناستو کسانو ته یې وویل : تاسې ټول محکوم يي اوباید ټول لس لس ډالره جریمه پرې کړئ. په دې خاطر چې په داسې ښار کې ژوند کوی چې یو فقیر دې ته مجبوره کېږي چې ډوډی غلا کړي.
وروسته په څارنوالۍ کې ۵۰۰ ډالره ټول شول اوقاضي ټول بوډا ته ورکړل.
You also might be interested in
ژباړن: حامد احمدزی یو ځای عمر خوړلي پلار په ټکنده[...]
ژباړه: حامد احمدزی یوه ورځ زوی دخپل پلار مخې ته[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی