لیکنه: لقمان حکيم حکمت
دريم :
ډېری خلک د فاسد فکر له مخې اټکلوی چې ډيموکراسي د حريت نوم دی خو ولې سمه نه ده ، د عقيدې ، رآيې او بيان د ازادۍ په نوم دغه شعارونه دومره مفاسد لري چې يو الله ته يې سم دم معلومات دي ، که مونږ ټول ژوند د ډيموکراسي يا د ازاديګانو په نوم د روان جريان ستونزې په ليکلې بڼه راغونډې کړو نو احصائيه به يې ونه شو کړای ، دا شعارونه چې څومره اسلامي نړۍ کې درز پيدا کوی شايد نور هېڅ وسيله يې پيدا نه کړي ، لويديځ ځکه دا لاره د مسلمان ملت د تحقير او تسخير لپاره اختيار کړې ده چې په دې سره د خلکو ذهن ډېر زر عدالت ته اوړي ، په دې سره اسلامې ټولنې په ډېره اسانه د کفر او زندقت په لور رهی کيږي .
لويديځوالو وکولی شول چې له دې لارې په قراني ايتونو او نبوي حديثونو باندې د نيوکو نوی لړی پېل کړي .
لويديځوالو وکولی شول چې له دې لارې پيغمرانو او اسماني رسالت کې د طعن تشنيع لړې تونده کړي .
لويديځوالو وکولی شول چې له دې لارې د صحابه کرامو چې د دې امت تر هر چا غوره ترين مخلوق دی شان او دبدبه د خاورو سره خاورې کړي .
لويديځوالو وکولی شول چې له دې لارې د ښځو عفت او پاک دامني په شيطانيت تبديل کړي ، د تعبير د ازادۍ په نوم يې باعفته ښځې د تبرج او شهوت پر سورليو سپرې کړې ، د حياء او عفت پړوني يې ترې په خپلو خونکارو خونخورو باندې وشکول .
لويديځوالو وکولی شول چې له دې لارې له مسلمانو ميرمنو څخه د ازادۍ يا ډيموکراسۍ په نوم انځوريز يا غږيز او يا هم سره په دواړو حشمت او حيا د پېسو ټکو په بدل کې و پلوري .
لويديځوالو وکولی شول چې د مسلمان هستي اخلاقي او ديني دنګې ماڼې په شهوت پرستۍ راونړوي .
زمونږ بند او ازادي د لويديځوالو په لاس کې نه ده ، مونږ الله پاک ازاد پيدا کړي يو او ازاد به يو ، خو مونږ د خپلو هغې مسلمان طبقه خلکو څخه په اور کې سوځو چې د غربي بادارانو د مرضۍ په خاطر د اسلامي امت په ټپونو مالګې دوړوي ، مسلمان کله د چا ازادي سلب کړې ده چې لويديځ يې بېرته د پرځای کېدو ملاتړ کوي ؟
په کوم ناورين چې مسلمانان ګرفتار دي يواځنې لامل يې دا دی چې په ديني امورو جاهلت لري ، د تل لپاره يې له اسلامي تاريخ نه ناوړه استفاده کړې ده ، د تاريخ يو خوا يې لوستې خو ولې له بلې کاڼه او ړآنده پاتې دي ، غربيان ولې مسلمانان په خپلو هېودانو کې ازاد نه پريږدي چې خپل ديني شعاير په سمه توګه ازاد ادا کړي ؟
ولې يې خپل استعماري ځواکونه په خېل خېل کيفيتونو د مسلمانانو تر قلمرو رانږدې کړل ؟
ولې تل د اسلامي دين تر مخ دېوال دي سره له دې چې اسلام داسې مينه لري چې د هېڅ چا کمربندې يې له حرکت څخه نه شي توقيفولی .
ايا د آيټاليا د مجرمينو په لاس د ليبيا د مسلمانانو قصاب خانه ديني يا نفسي او ياهم د ازادۍ بل کوم ډول دی ؟
آيا د امريکا په لاس د افغاني او عراقي قومونو تباهي د ازادۍ کوم ډول تشکيلوي ؟
څلورم :
ځينې مسلمان طبقه خلک په ديني نصوصو د جهل له کبله انګيروي چې ډيموکراسي په اسلامي دين کې د ( شورا ) مرادفه کلمه ده ، دا هېڅکله سمه نه ده ، دا د هغه چا خبرې دي چې ديني بصيرت يې په نهايت زيات انحطاط کې وي ، دا دهغه چا خبرې دي چې ايماني درجه يې د ضعف تر انتهاء رسېدلې ده ، دا د هغه چې خبرې دي چې په زړه کې د اسلامي دين سپيڅلو احکامو تنفيذ ته ژمن نه دي ، دا د هغه چا خبرې دي چې پر وړاندې يې له اسلامي نصوصو څخه ا ستنباط دروازه بنده ده ، په راروانو فقراتو کې مونږ غواړو دغسې ناوړه فکره انتقاد کړو :
۱ – : په اسلامي دين کې شورا په نوې تازه کارونو کې چې سابقه نه لري يا سابقه ولري خو ځينې اړخونه يې له ماضي څخه توپير خوري ، يا داسې امور وي چې ديني نصوص يې اړوند تفصيلي نه وي ، اشارة او د دلالاتو په نورو ډولونو يې تثبيت فهم او ادراک ته اړتيا لري ، شورا يعنې له اهل علم او فهم څخه په کې مرسته غوښتل کيږي تر څو د نازلې پېښې ديني او دنيوي او اخروي عواقب وسنجوي ، خو ولې ګورو چې د ډيموکراسۍ له مخې دوي د دين محکمو پرېکړو سره په اخ و ډب اخته دي ، د اسلامي محرماتو په تحليل او په مباحاتو يې د تحريم پر عقيده روانې مبارزې لري ، د معاصرو نومونو له مخې شراب د حرمت له دائرې څخه اوباسي ، د منافعو په نوم يې د سودي کاروبار توند کړی دی ، د نفسي ازادۍ په نوم يې همجنس ګري او د شهوت پرستۍ بازارونه ګرم ساتلي دي .
مسلمان غيور بايد اوس پرېکړه وکړي چې ايا دا د شريعت ضد کارونه نه دي ؟
ايا اسلامي شورا داسې محرّم امور تحليلولی شي ؟
ايا په اسلام کې تحليل او تحريم د انسان په واک کې دي ؟
۲ – : په اسلام کې د شورا مجلس غړي له هغه چا نه عبارت دی چې په ديني نصوصو فهم او علم او ورڅخه د احکامو د استنباط ملکه ولري ، خپله په اسلامي اخلاقو سمبال او په اسلامي رويه سينګار وي ، د پېښو اړوند په اسلامي دائره کې له کافر او ملحد ، له مفسد او اخلاقي مجرم څخه مشوره نه شي اخستلی ، خو ولې د ډيموکراسۍ له مخې غوره شوي مجلس کې د اسلامي شورا خلک نه وي ، کافر او مفسد هم کولی شي په پرېکړه کې نيابت وکړي ، ايا په دې برخه کې ډيموکراسي له اسلام سره اړخ لګوي ؟