ليکنه: محمود مدثر
انګريز هغه قوم دی چي دنړۍ د ډيرو هيوادو سره يې په لومړي ځل اړيکي داستعمار او يرغل له لاري نيولي دي.ديرغل او وحشت لپاره يې دتجارت دعنوان څخه استفاده کړېده، ځکه دوی دهغه ملک ديرغل او استعمار نقشه دتجارت په واسطه جوړول، تجارت دانګريزانو ديرغل او استعمار اساس او بنسټ تشکيلوي.د اتلسمي پيړۍ په اخر کي او دنو نسمي پيړۍ په پيل کي يې East India د ختيځ انډياکمپنی هند کي په فعاليت پيل وکی. په ۱۸۳۷م کال کي دانکريزانو لومړی استازی السکاند برنس کابل تراغلی دهند دوايسري (لارداکلند) له لوري راستول سوی ليک هم دتجارت تر عنوان لاندي ليکل سوی و خو په غونډه کي مطرح موضوعات ټوله سياسي وه.
کله چي د تيمور شاه دزامنو ترمنځ خپل منځي اختلافات پيل سول په دې وخت کي انګريزانو دسويل دخوا څخه دشمال خواته د پرمختګ په حال کي وه او دزمان شاه دواکمنۍ په دوران کي و افغانستان ته داستخباراتي فعاليتون لپاره يو استخباراتي ټيم د ملا، سياح، تاجر او طبيب په نامه راوستوی. دتيمورشاه لخوا څخه د وليعهد نه ټاکل داخلي اختلافاتو دې ته لار هواره کړه چي انګريزان په اسانۍ سره دهند استعمار ترسره کي، دبلي خوا افغانستان نور دتباهۍ او ګډوډۍ خواته يوسي ترڅو په راتلونکي کي يې خپل استعمار ته اماده کړي. دموقع څخه په استفاده يو واکمن دبل په توسط دواکه ليري کول او په خپلو کي مسروفه ول په دې وخت کي دوی ( انګريزان) خپل پلانونه عملي او پرمخ بېول تر څو تر پنجاپ پوري را ورسېدل،او پيښور۱۸۳۳م کال د سيکانو لخوا ونيول سو. کله چي شاشجاع په ۱۸۳۸م کال دمثلث تړون دانګريزانو او سيکانو سره لاسليک کی،يو شرط پکښي دا و هغه سيمي چي افغانستان يې دملکيت دعوه کوي واک ته درسېدو څخه وروسته به درنجت سنګ (سيکانو ) په ګټه تير يږي. په دې شکل ټول تړونونه دمثلث څخه نيولې تر ډيورنډ پوری ،خو يا واک ته درسېدو په بدل کي او ياهم پر واک د پرېښېدو په بدل کي تر سره سوي دي.
انګريزانو په اوايلو کي په امير عبدالرحمن خان باندي دغازي ايوب خان غوندي هغه بانفوذه او دجهادي روحيه لرونکي اشخاص دترور،بندي کېدو او دهيواد څخه دتبعيد په شکل دسانې څخه ليري کړل، امير يې په داخل کي قوي خو وبهر ته يې کمزوری کی په دي وخت کي انګريزانو خپل فشارونه په بېلا بېلو شکلو سره پر امير باندي را وړل. انګريزانو د ډيورنډ دتړون څخه مخکي دامير ته خبر ورکی چي د جنرال رابرټس سياسي استازی ديوي فرقي عسکرو سره په جلال اباد کي ومني خو امير جنګ ته تياری ونيوی. کله چي انګريزانو دا مقاومت وليدی نو دخپل دريځ څخه پر شا سول او يوازی د( هنري مورتمر ډيورنډ)په مشرۍ يو لس کسيزه سيآسي استازی چي د ده سره ډګر من ايلس، جګړن ميکمهن، جګړن سميت، ډاکټر فين، د خاجه وزارت يو معاون کلارک او څو تنو هندي منشيانو په ګډون کابل ته را واستوی.امير عبدالرحمن خان دياد تړون سره موافق نه و خو ديوي خوا يو څه داخلي ستونزی دبلي خوا د روسيې سره جنګونه او سخت مخالفت او همدارنګه دانګريزانو لخوا دواک څخه دليري کيدو ګواښ امير ديته اړ کی چي ډيورنډ تړون لاسليک او ستر تارخي مسؤليت په غاړه واخلي.پر امير يې ځکه په اوايلو کي فشار نسوای ډيرولای ځکه چي هغه به دتبعيد يا فنا اخيستو په وخت کي دروسي دقلمرو او نفوذ په سيمه کي اوسيدی او روسانو دمستقيم او غير مستقيم ملاتړ څخه برخمن و. خو اوس چي دروسيې تر فشار لاندي و، نو امير عبدالرحمن خان پرته له تړون څخه بله چاره نه درلوده، ددې تړون په امضا کولو سره يې په افغانستان کې د انګليسانو له زياتې مداخلې مخنوی، د يو محستکم مرکزي دولت را منځته کول او په هيواد کي د ملوک الطوايفي سيستم له منځه وړل ، دده له سترو کارونو څخه شمېرل کيږي.
په اصل کي د ډيورند تړون يو استعماري تړون دی او د تړون تر دايرې لاندې سيمې، د ډيورند له تړون څخه مخکې رنجيت سنګ او انګليسانوکلونه پخوا د عبدالرحمن خان له امارت څخه مخکې حتی د افغان – انګليس له دويمې جګړې څخه وړاندې داسيمې د افغانستان له خاورې بېلې کړي. مورټمرډيورنډ هغه شخص و چي په لومړي ځل په ۱۸۷۹ م کي پوځ کوماندان “فريډريک رابرټ” د سياسي سکتر په توګه افغانستان ته راغلی و. هغه يو کال د دوهم افغان جنګ په پيښو کي دمردګواښ سره مخ سوی و.اوس پينځه کاله وروستو دی پخپله د استازي په توګه را روان و او په پېښور کي يې څو ورځې وړاندي خپل ډله پخپله غوره کړي وو. هغه فيصله کړې وه چي پرته له څو خدمتګارانو، نور پوځي باډي ګارډانو په توګه به له ځانه سره نه وړي. د هغه په نظر وړي ډلي په افغانستان کي د ده ساتنه نسي کولای او د لوي پوځ نه د افغانانو او نه د دوی د امير لپاره د منلو وړ دی. برطانويانوخپل استازی دوه کاله مخکي را استولو ته تيار کړی و خو اميرعبدالرحمن د هند د حکومت ليکونو جواب په ځنډ ورکوی. چي داخلي پآڅونونه او خپل ناجوړی يي بهانه ورته ګرځول.انګريزان خوش بينه وو چي ډيورنډ به د روغي تړون ترسره کولو کي بريالی سي خو ورسره دا انديښنه هم و چې داسي نه وي دا ډله هم هغسي ووژل سي لکه چي څوارلس کاله مخکي د ګندمک د تړون څخه وروسته د کاويناري په مشرۍ د انګريزانو ټول سفارت وژل سوی و. خو هغوی بيا هم دې خطر ته غاړه کښېښول، او په۱۸۹۳ م کال يي د ډيورنډ کرغيړن تړون لاسليک کی.مخکي مو وويل چي امير عبدالرحمن خان دځېنو ستونزو او مجبوريتوپر اساس ترړون ته غاړه کښېښوول. اوس راّځو د ډيورنډ تړون حقوقي ارزښت ته.
د ډيورنډ تړون حقوقي ارزښت:
۱:يو تړون هغه وخت داعتبار او منلو وړ دئ چي په تړون کي ذي دخله لوري دقواوو او قدرت توازن او تعادل ولري او د تړون د توافق او امضا کولو صلاحيت اوقدرت ولري او يا ورته ورکړل سوئ وي.که چيرې دقواوو او قدرت تعادل او توازن موجود نه وي او يوه خوا د بلي څخه په سياسي، اقتصادي او نظامي برخه کي برتري ولري هغه جوړجاړئ چي دداسی شرايطو لاندي منځته راځي تړون نه دئ بلکه تحميل دئ، زور دئ او جبر دئ چه دزورور له لوري په کمزوري باندي قبول سوئ دئ، او هره لوظنامه، معاهده او تړون چي د زور او جبر له لاري منځ ته راغلې وي، حقوقي ارزښت يې صفر او باطله دي او باطل په هر ځاى او هر وخت کې مردود او له منځه تلونکئ دئ.
۲: ديوه تړون د تحقق او امضا دپاره دتړون د برخه لرونکو لورو قانوني او اصولي صلاحيت او واک دئ. يو تړون هغه وخت معتبر او د منلو وړ دئ چه لاسليک کوونکی يې دلاسليک کولو صلاحيت او واک ولري، هغه تړون چه دبې صلاحيته شخص، مرجع او مقام له لوری منځ ته راځی اجرايي او عملي بنياد نه لري او اعتبار يې يوازې د کاغذ په مخ دئ، ځکه په هغه څه چه تعهد سوئ دتعهد کوونکو دقدرت څخه خارج دئ او په يوه داسی موضوع يې موافقه کړي چه دوئ ورسره هيڅ ډول ارتباط نه لري.
۳: قرارداد، تعهد او تړون د همغه ذيدخله لورو په منځ کي تر هغه وخته اعتبار لري چه په تړون کې برخه اخستونکي خواوي وجود ولري، کله چه په قرارداد کي شاملي خواوي له منځه ولاړي سي، قرارداد هم له منځه ځي ځکه تړون د متعهدو لورو دپاره دئ او هغوئ يې په وفادارئ او مراعات مکلف دي.
۴: د ډيورنډ د هوکړه ليک او د ډيورنډ دکرښې پرېکړه ، پلان او تجويز اصلاً د علمي سرحد يوه برخه وه او هغه د تزاري روس د يرغل د مخنيوي لپاره چمتووالی او تياری و. خو دغه يرغل روس هيڅ ونكی له ۱۹۱۷م څخه وروسته چي د روس تزاري امپراتوري ړنګه سوه نو دا خطر هم له منځه ولاړی چي روس به پر هندوستان حمله وکي، څرنګه چي د ډيورنډ هوکړه ليک پلان اصلاً په لنډ وخت پسې تړلی و نو دډيورنډ کرښه له۱۹۱۷م کال څخه وروسته بي اعتباره ، غير قانوني او باطله ده ، له هندوستان څخه د انګرېز په وتلو سره خو بيخي باطل او بې اعتباره ده ، او په افغانستان کي د روس له ماتي نه وروسته خو بيخي باطله ، بي اعتباره ، او ناروا ده.
۵: په تړون کې ځيني داسې کلمې کارول شوي دي، چې تشريح ته اړتيا لري. بېلګه يې د (Frontier) کلمه ده چې د هيوادونو ترمنځ د سرحد پر ځای د پولې په مانا کارول کيږي. ياده کلمه د هيواد سرحد په مانا نه ده، بلکې د ټيټي درجې پولو يا کرښو (لکه د ولايت، ولسوالۍ) لپاره کارول کيږي او د ملي حاکميت قلمرو او سرحد لپاره د (Boundary) کلمه کارول کيږي. د دې ترڅنګ د تړون مقدماتي برخه وايي، چې دواړه غاړې د (نفوذ ساحې) حدونو ټاکلو غوښتونکي دي. په دې مانا چې تړون د (نفوذ ساحې) ټاکلو لپاره رامنځ ته شوی، نه ده د ملي حاکميت سرحد ټاکلو په موخه. په دې تړون کي، يو ځل د «فرنټير لاين»يو ځل د «باونډری» پنځه ځله د «فرنټير» يو ځل د «باونډري لاين» او يو ځل د «بارډر» ټکي ليکل سوي دی چي دا ټول تناقضات او ابهام د دغه تړون پر موقتوالي دلالت کوي. همدارنګه برتانوی څېړونکۍ هيريس په لندن کي د خپلي ډاکټرۍ په تېزيس کي ليکلي: په واقعيت کي د يو قوم د وېشلو په هکله د ډيورنډ د تړون يوازنی ثبوت هغه کرښه ده چي دتړون په جوړه سوي نقشه کي د امير عبدالرحمن لاسليک نسته.
۶: د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ په نوم تړون نسته. د ډيورنډ په نوم تړون نږدې يوه نيمه پېړۍ وړاندي امير عبدالرحمن خان د انګريزانو تر سخت فشار لاندي له برتانوي هند سره لاسليک کړی دی.له هغه وخته چي انګريزان له هنده وتلي او هند وېشل سوی، د انګرېزانو له خوا له جوړ سوي پاکستان سره افغانستان د پولي يا سرحد په اړه هېڅ ډول تړون، توافق او معاهده نسته.
۷: هيڅ افغان حکومت د ډيورنډ کرښه په رسميت نده پېژندلې. امير عبدالرحمن خان په خپلو يادښتونو کې ډيورنډ کرښه يوه موقتي او په زور تپل سوي کرښه بللې او هيله يې څرګنده کړې چي يو وخت به انګريزان له هنده ووزي او افغانان به خپله خاوره بېرته ترلاسه کړي.په امير عبدالرحمن خان پسي، امير حبيب الله خان، امير امان الله خان او نادرخان راغلل. دوی هر ځل برېټانوي هند اړ کړي چې د ډيورنډ تړون دوام تاييد کړي، دا کار خپله د دغه تړون پر موقتوالي دلالت کوي. دې درې واکمنو هم له عبدالرحمن خان را وروسته له برتانوي هند سره د ډيورنډ د کرښي د تړون موقت دوام يو ډول تاييد کړی خو هيڅ داسي سند نسته چي دوی دي دا کرښه د رسمي يا دايمي سرحد په توګه منلې وي.
۸ : پاکستان د برتانوي هند حقوقي ځايناستی نه دی، برتانوی هند له رنجيت سېنګ، شاه شجاع، امير دوست محمدخان، امير محمديعقوب خان، امير عبدالرحمن خان، امير حبيب الله خان، امان الله خان او محمد نادرشاه سره حقوقي اوسياسي اړيکي ساتلي وي، نه له پاکستان سـره؛ ځکه هغه مهال پاکستان هېڅ (حقوقي، سياسي، تاريخي، کلتوري) وجود نه درلودی. پاکستان چي هيڅ وجود نه درلودی، څنګه به د ښکېلاکګر انګريز وارث جوړ سي.
۹: د اميرعبدالرحمن زوی حبيب الله خان نه غوښتل چې د پلار تړون تائيد او لاسليک کړي او هندوستان ته له تګ او د پلار تړون له منلو څخه پر شا سو، په غبرګون کي يې انګريزانو هغه دولس لکه هندي کلداري بندي کړي، چي د هغه پلار امير عبدالرحمن خان ته يي هر کال ورکولې. وروسته انګريزان کابل ته راغلل او حبيب الله خان يې راضي کی، چي تړون ومني او د پيسو ورکړي بيرته دوام پيدا کی. دلته معلوميږي چې دواړه تړونونه (ګندمک او ډيورنډ) د بادار او تحت الحمايه ترمنځ لاسليک کيږي. رشوت (پيسي)، تهديد او ځواک(زور) پکښي کارول سوی. د تړونونو په اړه د ويانا کنوينسيون قانون (۱۹۶۹)کال په تړون کي زور او رشوت دواړه محکوموي او په پايله کې يې رامنځ سوی تړون باطل يادوي. د کنوينسيون ۵۰ ماده وايي که د هيواد رضايت په فساد او پيسو پوري مشروط او يا يې هم کوم بل هيواد استازيتوب وکړي، نوموړی هيواد کولای سي تړون لغوه کي. او همدارنګه د ياد کنوينسيون ۵۲ ماده وايي که چيري کوم تړون د ګواښ او زور په پايله کي رامنځ سي، د نړيوالو اصولو له مخې تړون لغوه حسابيږي. دلته په قوي منطق دا بحث راپورته کيدای سي، چي ګواکې انګريزانو په يادو تړونونو کي د تړونونو نړيوال اصول تر پښو لاندي کړي دي.
۱۰: پر هند باندي دانګريزانو د استعمار له ختميدو وروسته هندوستان پرته له دې چي په ملګروملتونو کې د غړيتوت عريضه وکړي، غړی سو. خو پاکستان مجبور و، چې د غړيتوب عريضه وکي او افغانستان ورته منفي رايه هم ورکړه. د منفي رايي يوازنی لامل د ډيورنډ تړون او پښتونستان ستونزه وه، افغانستان درې اونۍ وروسته منفي رايه بيرته واخسته. د پاکستان له رامنځ ته کيدو دوه کاله وروسته په ۱۹۴۹ د افغانستان لويې جرګې ټول هغه تړونونه چي د بريتانوي هند سره يې لاسليک کړي وو، باطل اعلان کړ. استدلال دا ؤ، چي مقابل اړخ شتون نه لري. که چيرې د پاکستان د وراثت دعوا پرحقه وای، پوښتنه داده، چې د هندوستان غوندي بايد دوی هم بې له غوښتنليک څخه د ملګرو ملتونو غړيتوب ترلاسه کړی وای.
۱۱: د هر دوه اړخيز او څو اړخيز تړون رسمي مراحل دادي، چې له لاسليک وروسته بايد تړون د پارلمان لخوا تائيد او د خلکو په واک کي هم ورکول سي. که څه هم د دواړو تړونونو پرمهال افغانستان پارلمان نه درلودی ولي لويه جرګه دافغانستان واکمنه قوه ده چي دپارلمنان، باچاه،امير او ولس مشر تر واک لوړي فيصلي کوی ندی وړاندي سوی، همدارنګه انګريزانو دپارلمان په درلودو سره هم دا چاره سرته نه ده رسولې. د دې ترڅنګ نړيوال تړونونه بايد په ملګرو ملتونو کې هم ثبت او وساتل سي ، خو ډيورنډ تراوسه په ملګرو ملتونو کي نه ثبت سوی او نه هم ساتل سوی دی.
۱۲: نړيوال تړونونه په دوه ډوله دي، چې يو ته يې (Executed او بل ته يې Executory) ويل کيږي. لومړی ډول يې هغه دی، چې يو وار لاسليک سو تر پايه به وي، دويم ځل کتلو او نوي کولو ته اړتيا نه لري، مګر دوهم ډول يې بيا تر پايه نه وي، کتلو او نوي کولو ته اړتيا لري او ښکېلي غاړي کولای سي تړون لغوه هم کړي. د ډيورنډ تړون مادو ته په کتو تړون Executory معلوميږي او هر اړخ کولای سي تړون لغوه کړي. دې ټکو ته په کتو سره د ډيورنډ تړون حقوق اړخ تر پوښتني لاندي دی.
بناً پورته مواريدو ته په کتو سره ډيورنډ تړون يو تحميلي او استعماري تړون دی چي هيڅ ډول بين الدولتي او نړيوال حقوقي ارزښت نلری، يوازی دزور او تحميل دلاري تر سره سوی دی. اوس پوښتنه دلته پيدا کيږي چي دملګرو ملتونو سازمان يونړيوال سازمان دی او دموخو څخه يې يوه موخه دنړيوالي سولي او منيت ساتل دی، همدارنګه دنړيوالو پريکړو اجرايوي او تضمينونکې څانګه امنيت شورا ده. امنيت شورا د دوهمي نړيوالي جګړې ګټونکو پنځو هيوادونو (امريکا، انګلستان، روسيه، چين او فرانسه) څخه جوړ دی. دا هغه څانګه ده چي دويټو يآ رد رايي حق لري. دا څانګه چي ظاهراً د نړيوالو پريکړو او اوصولو تضمين کوونکي او اجرا کوونکي دی، ولي په اصل کي هر څه دخپلو ګټو په موخه کاروي، دهغې جملي څخه يو هم دډيورنډ تړون دی، چي سترګي ورباندي پټوي چي د ويانا کنوينسيون (۱۹۶۹)کال پريکړو ته هيڅ درناوی نه کوي همدارنګه امريکا چي دامنيت شورا رسمي غړی هيواد دی او افغانستان هم ددوی تر ملاتړ لاندي د ډيورنډ په اړه غيري مسؤلانه څرنګده وني کوي. نه يوازی دا بلکی پاکستان لخوا کومي سرغړونی چي تر سره کيږي دهغه په وړاندي خو يا ناخبري ښيي او يا هم داسي څرګندوني کوي چي دپاکستان په ګټه او د افغانستان سره ښکار ظلم او تيری وی.همدارنګه دستراتيژيک او امنتي تړون سربيره پاکستان پر افغانستان راکټي او هوايي بريدونه کوي. دې ته په کتو سره امريکا هم په ضمني ډول ډيورنډ تړون په رسميت منلی او هم يې لوړ پوړو چارواکو په خپلو بيانونو کي د ډيورنډ تړون په رسميت ياد کړی دی، که داسي نه وي نو ايا د امريکا غوندي هيواد چي په نړی کي ستر طاقت دی دهغه دګټي په سميه کي دداسي هيواد له لوری چي هغه په خپله د نورو تر حمايي لاندي وي په وړاندي سر غړونه وکړي؟ هيڅکله نه، داپه اصل کي چي پاکستان په افغانستان کي کومي لاس وهني او سر غړوني کوي ټول ديو توافق پر اساس کيږي.
نو ملته! اوس ددي وخت نور تيرسوی چي دنړۍ څخه داعتدال تمه ولرو، تر څو تير تاريخ په نظر کې ونه نيسو او د هغه تيروتني څخه چي ځيني يې اوس هم تکرار کيږي ځان ونه ساتو، همدارنګه ګټمني تجريبي يې په عملي نکړو دا استعمار ،تحميلي،کرغيړن او موقت ډيورنډ تړون به خدای مکړه يو ورځ په رسمي او دايمي تړون بدل سي او د ګډو ګټو قو وتونه به خپلو مخوته ورسيږی. تاريخ داسي يو قاضي دی چي هر څه په اصلي او خپله بڼه ښيې،تاريخ مسؤليت که ادا سي هم معلوميږي او که ورسره جفا وسي هم يې ياد ساتي.
دځاني فکر په لرلو سره به دتير او اوس په شان دکړوانو ، بدبختيو او ناخوالو سره مل يو، ترڅو يو ملي فکر ونلرو او تر ځاني ګټو تير نسو همدا به مو حال وي. راځی چي رهبر او ملاتړ ، امير او معدون او خاص او عام دا حقيقت ومنو چي دنور څخه دخير او ښېګڼي تمه ستره تيروتنه ده، خپلي فيصلې به په خپله کوو.هغه تړونونه چي خاکه او محتوا يي دنورو لخوا جوړه سوي وي، نه يوازي داچي دوخت ضايع ده، بلکي د داسي اوږد مهاله او نه جبرانيدونکي کړاونو سره به مخ سو، لکه اوس چي ورسره لاس او ګريوان يو،همدرانګه خدای مکړه دنړي نقشه به نور دافغانستان انځور ته مخه ښه ووايي. دبلوڅ، کردان او نورو هغه اکثريت قومونه او ملتونه چي پرڅو هيوادونو دتجزيي په اساس په اقليت قومونه بدل سوي دي او حقه حقوق ورڅخه اخستل سوي دي، درنګارنګ ظلمونو او ستمونو سره لاس او ګريوان دی، موږ به هم په هغه کتار کي راسو. او ديو شجاع،غيرتمن او عزتمن لوی ملت څخه به په کوچنيوقومونو او اقليتونو باندي بدل سو،( لکه اوس چي هم د ډيورنډ کرښي ها خوا افغانانو ته په اقليت سترګه کتل کيږي).نورو لمنو ته لاسونه غځول به داسي ډير ډيورنډونه راته ډالی کي، اوس چي ديوه ډيورنډ دجواب نه يو، بيا به د ډيرو سره څه وکړو؟
نو، مــــــلـــــتــــــه! مــــــلـــــتـــــه! مـــــلــتــه! مــلــتــه! راويـــــښ ســــه!
ليکنه: محمود ( مدثر )
اړيکه:0093700311526
ايمېل : modasir.mahmood@gmail.com
ماخذ:
- محور ورځپاڼه: په ډيورنډ د فيصلې لپاره د پاکستان هجوم/ پاڼه: تاند
- د ډيورنډ يوولس حقيقتونه/ پاڼه: مسير
- د افغانستان او برېتانوي هند تر منځ د ډيورند کرښې تړون نه دى شوى/ ليکوال: احمدشاه عرفانيار/ پاڼه: پژواک
- دډيورندتړون اوعبدالرحمن خان/ليکوونکی:دوکتورنوراحمدخالدي / ژباړونکي : تمهيد الله (( سيلاني ))/ پاڼه: حقيقت
- د ډيورنډ بدرګه/پاڼه: صفيه حليم
- د ډيورند د خيالې کرښې کاذب تړون/ نشرونکی: عبد الله/ پاڼه: نن ټکي اسيا
- د ډيورنډ تړون ته يوه کتنه/ ليکوال: پوهاند ډاكټر محمد حسن کاکړ/ پاڼه: United Lar Aw Bar Afghans
- د ډيورنډ فرضي کرښې تاريخي او حقوقي واقعيت / افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر اونيزه تحقيقي غونډه / پاڼه: تاند
- د ډيورنډ کرښه له حقوقي اړخه/ ليکوال:حضرت بهار / پاڼه: تاند
- د ډيورنډ کرښه/ پاڼه: ويکيپېډيا، وړيا پوهنغونډ
- د ډيورنډ کرښې د رسمي کېدو په اړه د پاکستان ادعا بې بنسټه ده/پاڼه: نړی نيوز
- د ډيورنډ يوولس حقيقتونه/ پاڼه: مسير
- ډيورنډ يوه تحميلی او باطله کرښه ده/ ليکوال: سرمحقق داکټر محمد شريف ځدراڼ/پاڼه: شريف الله ځدران ويبلاګ
- محمود طرزي او د ډيورنډ کرښه / ليکوال: سرمحقق داکټر محمد شريف ځدراڼ/پاڼه: شريف الله ځدران ويبلاګ
- محور ورځپاڼه: بريتانيا پر افغانستان ډيورنډ تحميلوي / پاڼه: تاند
- امريکايان د ډيورنډ تړون د تکميل په هڅو کي / پاڼه: افغان ږغ
- نصيرالله بابر اود ډيورنډ كرښه / ليکوال: غلام جيلاني ځواك /پاڼه: بېنوا
- هېڅ حكومت به په افغانستان كې د ډيورند كرښه په رسميت ونه پېژني/ پاڼه: اريانا نيوز