لیکنه: اسدالله الفت
اوومه برخه
په زړه پوري خو دا ده چي په دي موضوعاتو پوري په اړوند کتابونو کي د ډيرو مکتبونو ليکوالانو د ( ډيپلوماسۍ د اصطلاح) اومفهوم په شاوخوا کي بحث کړي دی او ډير لږ پوهانو د ډيپلوماتيکي حقوقو په تعريف او ماهيت باندي څه ويلي دي .
ښايې رايول ژنه لومړنۍ حقوقپوه وي ، چي ډيپلوماتيکي حقوق يې دا ډول تعريف کړي دي ، ډيپلوماتيک حقوق د عمومي حقوقو څانګه ده ، چي په بهر کي د يو دولت د کړنو ،د بهرنيو اړيکو د ترتيب او تنظيم د استازيتوب څخه بحث کوي .يعني هم يې له نړيوالو چارو او هم د اجرا له ډول څخه بحث کوي .
په يوه ساده او کلي تعريف کي کولاي سو ووايو ، ډيپلوماتيکي حقوق د هغه قواعدو ټولګه ده ، چي د دولتونو تر منځ د بهرنيو سياسي اړيکو نظام پر ولاړ وي په دي تعريف کي دوه لغتونه يعني دولت اوډيپلوماتيک توضيح کولو ته اړتيا لري د نړيوالو حقوقو د اصطلاحاتو په سيند (( قاموس )) کي دوه ځانګړي لغتونه يو هم د دولت لپاره اوبل هم د حکومت لپاره شته دي ، چي په ما ناکي په بشپړه توګه له يو بل څخه بيل دي ، خوپه پښتو اودري کي کله کله د يو اوبل پر ځاي کارول کيږي . نژدي په دوامداره توګه ( د دولت ) لغت د دولت لپاره ديوحقوقي اونړيوال شخصيت په مانا ،اوهم د حکومت لپاره چي د دولت د حقوقي شخصيت
اداره کوونکی رکن دی.
د دولت لپاره په انګليسی ژبه کي د (state) کلمه د دولت په مانا کارول کیږي په فرانسوي او هسپانوي ژبو کي د دولت لپاره د (state)کلمه د دولت په مانا کارول کيږي.چي د حکومت څخه يې مانا بیله ده
دحکومت لپاره په فرانسوي ژبه کي(government)په انګليسي ژبه کي (government) اوپه هسپانوي ژبه gobien لغت کارول کيږي.
پورتني کليمي د لاتيني ژبي له state))کليمي سره ريښه لري ،چي د حالت اووضيعت په مانا ده اوپه اوسنيو ژبو کي هم همدغه مانا لري خوکله چي د همدي کليمي څخه موخه د دولت حقوقي شخصيت يادول وي ، نو بيا په لاتيني الفباء لومړي توري غټ ليکل کيږي ، چي مانا يې ځانګړي سي هغه څه چي بايد پاملرنه ورته وسي ، هغه د دغه دوو لغتونو (( دولت )) اوحکومت د مفهومونو تر منځ توپير دي. دولت د يو ملت حقوقي شخصيت دي، چي په پارلماني رژيمو کي د دري واړو اجرايېه ، مقننه ، قضايېه ځواکونو منشاء ګڼل کيږي . همدغه لامل د ي، چي جمهورريس ، ولسمشر او هيواد مشر ته چي که بل هر سرليک (نوم ) هم ولري ، نو د دولت ريس ورته ويل کيږي چي همدغه د دولت ريس د دولت د حقوقي شخصيت لپاره تر ټولو لوړ پوري معرف (( په نورو پيږندونکي )) او استازی دی په داسي حال کي چي لومړي وزير ته د حکومت ريس ويل کيږي او دا ځکه چي هغه د اجرايېه ځواک ريس يا مشر دي .داچي د ډيپلوماتيکو حقوقو د بحث موضوع دولت دي نه اجريېوي ځواک ، نو په همدي خاطر د دغو دوو بيلابيلو اصطلاګانو معنوي توپير بايد د دې کتاب په ټولو برخو کي په پام کي ونيول سي
۲ ډيپلوماتيکي اصطلاح چي له ډيپلوماسۍ څخه اخيستل سوي ستاينوم (صفت ) دي ، هم تعريف او توضيح کول غواړي په پښتو او دري کي د ډيپلوماتيکي لغت پر ځاي زياتره سياسي اود ډيپلومات پرځاي (سياسي مامور ) يا سياسي استازی کارول کيږ ي ، په داسي حال کي چي د ډيپلوماسۍ اوسياست په مانا په ټولنيزه توګه سياست د دولت تګلاري ته ويل کيږي چي د اهدافو تر لاسه کولو لپاره يې غوره کړي وي . کله کله خپلو اهدافو ته هم سياست ويل کيږي ، د بيلګي په توګه د تورم راکښته کول د دولت سياست د ي خو ډيپلوماسي د هيواد څخه دباندي د نورو دولتونو سره اړيکي پرمخ بيول او د دولت د سياست اجراء اوعملي کولو ته وايې . پر همدغه بنسټ هغه څه چي ډيپلوماسي د سياست څخه بيلوي ، هغه د ډيپلوماسۍ بهرنۍاړخ دی . يا په بل عبارت : ډيپلوماسي د دولت د بهرني سياست اجراء کول د ي.
۳ د ډيپلوماسۍ لغت د يوناني ژبي د ( Diploma ) څخه اخيستل سوي چي د دې لغت مانا ليکل سوي پاڼه ده . اوپه اصطلاح کي هغي ليکل سوي پاڼي ته وايې چي د کوم لوړمقام له خوا ټاپه سوي وي بل دولت ته د خپل استازي پواسطه ليږل کيږي او پټ راز پکي نغښتي وي دا موضوع يو تر بله د مانا او مفهوم په لحاظ توپير کوي . په ځانګړي مانا (ډيپلوماتيکي صفت ) د دولت بهرني اړيکي او ډيپلوماسي د دغو اړيکو د اداره کولو ډول ته ويل کيږي . د ډيپلوماسۍ د مفهوم لپاره بيلابيل تعريفونه سوي دي ، د بيلګي په توګه اکسفورډ پوهنتون په خپله مشهوره ويبپاڼه کي ليکلي دي ( د سفير او نورو ډيپلوماتيکو مامورینو په وسيله د بين المللي چارو اداره کولو ته ډيپلوماسي وايې .
ساتو ليکي د سوليزو وسايلو پواسطه د دولتونو تر منځ د چارو اداره کولو ته ډيپلوماسي وايې .
ربوير ليکي (ډيپلوماسي د ډيپلومات شغل اودندي ته ويل کيږي )
اوکالير وايې ډيپلوماسي د ډيپلومات هغه هنر ته ويل کيږي چي د سوليزو وسايلو په کارولو سره د دولت بهرني چاري اداره کوي ، په ځانګړي ډول په بحث اوخبرواترو کي دډيپلومات هنر ته ډيپلوماسي وايي.
د مارتنس په نظر ډيپلوماسي د دولتونو تر منځ د ګټو او اړيکو پوهه ده ، يا د ملتونو تر منځ د بيلابيلو ګټو په خپلو کي د جوړښت هنر ته ډيپلوماسي وايې .
پورتني ټول تعريفونه د ډيپلوماسۍ د درست يا سم تعريف يو جز په ځان کي لري ، خو يو يې هم ټول شموله تعريف ندي . يوازي د بين المللي چارو اداره کول اوپر مخ بيول ډيپلوماسي نده . بلکي د ډيپلوماسۍ موضوع ده ، ځيني پوهان د خبرو اترو پوهي يا هنرته ډيپلوماسي وايې ، چي دا هم ټولشموله تعريف ندي خو که پورتني ټول تعريفونه سره يو ځاي ته سي ، سوني ده چي يو ټولشموله تعريف لاسه ته راسي يعني د خبرواترو يا بلي هري سوليزي لاري ته چي د نورودولتونوسره د يو دولت په بهرنيو اړيکو پوري د اړونده مسايلو هواري روش اولاري ته ډيپلوماسيې وايې .
په پورتني تعريف کي دا ټکي د پام وړ دي ، لومړي ډيپلوماسيې يوروش دي .چي په اړونده مسايلو کي په ښه اوبريالي توګه په کار اچول کيږي .
دوهم داچي مسايل به د دولت په بهرنيو اړيکو پوري اړوند وي ، نه په کورنيو چارو پوري ، اودريم دا چي د ډيپلوماسۍ بحث به ، خبرو اترو او يا له بلي هر ډول سوله ايزي لاري تر سره کيږي ، هغه څه چي د روش په هکله په پام کي ونيول سي ، د ستاينو اطلاق پري نه کيږ ي اودا ځکه چي روش هدف ندي ، بلکه هدف ته د رسيدو لاره ده ،ښه والي يا بد والي ،له اخلاقي اصولو سره سموالي يا نه سموالي ، رواکيدل يا نه رواکيدل داټول په هدف پوري اړه لري ، نه په روش پوري . د روش ښه والي يا بدوالي دا دي چي راغوښتل سوي پايلي ته رسيږي اوکه نه ؟
ځيني مهال کيداي سي د يوي نامناسبي ډيپلوماسۍ په واسطه ډير غوره مقصدونه له لاسه ووځي او يا هم برعکس سوني ده ، چي يو ناروا هدف له يوي ښي اوعقلمني ډيپلوماسي څخه تر لاسه سي . داچي ډيپلوماسي د اهدافوتر لاسه کولو لپاره د کار روش او لار ده ، نو طبعاً په صريحو او ځانګړو قواعدو پوري هم نسي تړل کيدلي . د يوي ډيپلوماسۍ برياليتوب د هغي په څيره کي ،په هوښيارتيا د وخت اوشرايطو د غوښتني په ښه درک کولو پوري اړه لري . همدا لامل دي ، چي ډيپلوماسي بايد ډيره انعطاف پذيره وي . ډيپلوماسي هم علم دي اوهم هنر . علم پدي خاطر د ي چي بنسټ يې پر حقوقي او سياسي پوهه او د وګړوپر پيژندنه ولاړ دي ، اوهنر ځکه دي چي په عمل کي په ګټوره توګه کارول دډيپلومات په شخصي استعداد پوري اړه لري . له همدي اړخه ډيپلوماسي د دعواوو قضاوت او وکالت سره ورته والي لري .په دغو دواړو مسلکونو کي تر ټولو لومړي او اصلي شرط حقوقي پوهه ده ، خوبيا هم يوښه قاضي خامخا يوه ښه فيصله کوي.
وکيل قاضي کيداي نه سي اونه هم د يو غوره وکيل لپاره يو ښه قاضي کيدل لازمي دي .
له ثابتو قواعدو څخه ډيپلوماسي ازادي او د انعطاف پذيري له وړتيا څخه يې بايد دا مفهوم وانه خيستل سي ، چي په کي يوازي د پايلي تر لاسه کول هر څه چي وي مهم دي او ګواکي د هدف تر لاسه کولو لپاره د هري ګټوري تګلاري غوره کول ، غوره ډيپلوماسي ده. لکه د رعب اچولو او تهديد له لاري کله هم د دوکي له لاري اويا هم د زور له لاري يو هدف ته رسيدل ، چي دا ټول روسونه د واقعي ډيپلوماسۍ روسونه دي . داچي ځيني دولتونو د خپلوناروا غوښتنو دښه کولو په خاطر له نورو دولتونو سره له همدغو لارو ګټه اخستي ده ،همدغه لامل د ي چي د عوامو په ذهن کي ډيپلوماسي په يو بل نامناسب مفهوم لکه فريب ، فساد ، زور په مانا پيژندل سوي ده .
کله کله په بهرني سياست کي د يو دولت يا يو سياستوال کلي روش هم ډيپلوماسي ګڼل کيږي ، په نولسمه پيړي کي د انګلستان ډيپلوماسي د څوارلسم لوي پرمهال د فرانسي ډيپلوماسي او يا هم د مترنيخ ، ريشلو ، ياتاليراند ډيپلوماسي ،
په عمومي اصطلاح ډيپلومات هغه کس ته ويل کيږي چي د محاوري اوخبرواترو په هنرکي ښه وړتيا ولري . په ځانګړي مانا ډيپلومات هغه کس دي . چي عملاً د ډيپلوماسۍ په مسلک کي پر دنده بوخت وي ، پدي مانا چي په پردي هيواد کي د خپل هيواد د بهرني سياست چاري سرته رسوي . که څه هم دغه تعريف د پخوانيو ډيپلوماتانو لپاره کارول کيده ، اوس مهال يي پراختيا موندلي ده . اوس د پخوا په څير دغه کليمه يوازي په سفير او نورو مسلکي مامورينو پوري تړلي نه پآتي کيږي . پر همدي بنسټ کولاي سو ، ووايو چي ډيپلومات هغه کس د ي، چي د دولت د بهرنيو چارو يوه سکالو د بحث اوخبرو اترو له لاري له يو بل دولت سره څيړي . له دي سره بيا هم د ډيپلومات ځانګړي مانا هغه مامور دي ، چي د ډيپلوماسۍ په څانګه يا مسلک کي پر دنده بوخت وي .داچي ډيپلوماسي يوازي په څانګوالو يا مسلکي مامورينو پوري تړلي نه دي . نو ښکاره ده چي هر کس کولاي سي د ټاکلي هدف او موخو تر لاسه کولو لپاره د لنډي يا اوږدي مودي لپاره د ډيپلوماسۍ ساحي ته را ننوځي که څه هم پدي ډول يو کس واقعي ډيپلومات کيداي نه سي يعني دډيپلوماسۍ او هنر څښتن کيداي نه سي دډيپلوماسۍ پلي کول اود هغي څخه د يوي ګټوري پايلي لاس ته راوړلو لپاره يوازي دومره بسنه کوي .چي هر څوک دي د خپل ماموريت په شاوخواکي ټول اړين معلومات ولري . او يا هم د ګټور بيان توان ولري ، بلکي لدي ټولو صفاتوسره سره نوري وړتيا ته هم اړتيا ده لکه څرنګه چي يوازي د حقوقو پر پوهه اوپه قضاوت کي اوږده تجربه د شخص لپاره بسنه نه لري ، چي غوره مدافع وکيل سي ، بلکي د غوره مدافع وکيل د پاره د ښه بيان او استدلال درلودل لازمي شرط دي . په زړه پوري خو داده چي په دواړو څانګو يا مسلکونو کي د محاوري او خبرو اترو له ښه روش څخه ګټه د موخي تر لاسه کولو مهمه وسيله ګڼل کيږي ، خو بيا هم يوغوره مدافع وکيل غوره ډيپلومات کيداي نه سي . اونه هم غوره ډيپلومات ، غوره مدافع وکيل کيداي سي . ددغو دواړو څانګو بيلتون د بيان له ډول څخه په ګټه کي دي ، پدۍ مانا چي اصولاً دډيپلوماسۍ ژبه دنقرير اوخطايې ژبه نده او د ډيپلومات اوريدونکي معولاً يو کس وي ،نه ډله ،ډيپلوماسي خپل رمزونه لري . او ښه ډيپلومات هغه کس دي چي دغه رمزونه پيژني ، په همدي خاطر ستونزمنه به وي چي د يو ښه ډيپلومات صفتونه مشخص کړو معمولاً يوښه ډيپلومات د هغه د کار په پايلي اواغيز پوري اړوند کيږي ، خو بيا هم ځينو غوره ډيپلوماتانو هڅه کړي ده .هغه صفتونه چي يو وړ ډيپلومات يې ولري ،چي په خپل کار کي بريالي و اوسي بيان کړي . ښايې فرانسوادوکاليراد څوارلسم لوي لوړ رتبه سلاکار به په ښه توګه د دې کار له عهدي څخه وتلي دي .هغه چي کوم کتاب ( دپاچاهانو سره دمذاکري او خبرواترو لاره ) په نوم ۱۷۱۶ م کي خپور کړ ، ډير ژر مشهور سو او نن يې هم د هغو وګړو په منځ ګي خپل اعتبار د لاسه ندي ورکړي ، چي غواړي پدي هکله معلومات تر لاسه کړي .هارولډنيکوسن د کالير له کتاب څخه دا برخه په پوره تفصيل سره را اخيستي ده چي دلته يې په لاندي ډول سره لنډيز وړاندي کيږي .
ډيپلومات رفتار بايد ښکاره او وينا يې ساده او صريحه وي ، خو څه چي لازمه ګني ، هغه پټ هم ساتلاي سي په خبرو اترو او بحث کي بايد د هغه څه ژمنه ونه کړ ي.چي خپله يې په پوره کولو ډاډمن نه اوسي اوهمدارنګه د تقلب څخه هم ځان و ژغوري ، ځکه تقلب د نيستي نښه ده . درواغ ويل که هر څومره د برياليتوب سبب ښکاره سي . خو بيا هم زهري ،مسموم کوونکي اغيز له ځانه وروسته پريږدي . همدغه لامل کيږي چي د مقابل لوري نفرت راپيداکيږي ، چي دغه نفرت بيا خامخا پر پايله هم اغيز کوي ، په مذاکراتو کي د برياليتوب رمز دادي چي په صداقت سره د دواړو لوريو علاقه همغږي کړاي سي ، نه په باور کي، اوپه تزوير سره تهديد هر وخت تاواني اغيز لري ، د تهديد پوسيله برياليتوب د غرور سبب کيږي او ورو ورو خبر ه لاپو شاپو ته ځي او د خپل هغه ځواک ښودنه کوي . چي واقعي نه دي ، خو د لږ يا ډير وخت په تيريدو سره يې اصلي مخ ښکاره کيږي او بالاخره نه جيبرانونکي تاوانونه رامنځ ته کوي .ښه ډيپلومات بايد کنجاکاوه او د نورو د افکارو د درک کولو وړتيا ولري پر هغي ژبي چي خبري کيږي ،بايد بشپړ تسلط ولري په خبرواترو کي مخکي لدي چي پر خپلي موخي فکر وکړي د مخامخ لوري د فکر څخه خبر سي ،خبري يې بايد صريحي او د هوش او نزاکت څخه ډکي وي . له سوخي ټوکوټکالو او اضافه پيژندنو څخه بايد ځان وژغوري د يو مطلب د بيان پر مهال زړور او په عين حال کي نرم او صبرکونکي و اوسي ډارن ،دوه زړي ،تندخويه او بي حوصلي کس نه سي کولي کومه مذاکره په برياليتوب سره تر سره کړ ي دنورو د ګوستاخي پر وړاندي ځان په واک کي ساتل او ورين تندي ښکاره کول د برياليتوب لازمي شرط دي .ښځوته دي پام وکړي خو زړه دي پري نه بايلي . همدارنګه پرايکولو اوقمار د روږديتوب څخه دي هم ځان وساتي .تل بايد ځان ارام وښيې او نوروته دي په هرکلي کي سخاوتمن اوسي د يو دولت د سياست تر ټولو غټ تخريبونکي عامل د يو ډيپلومات بي استعدادي ده ، چي دا ډول کس يې د ډيپلوماسۍ لپاره ګومارلي دي. پاچا ياواکمن کولاي سي د برياليتوب ټول وسايل د يو ډيپلومات په واک کي ورکړي ، خو دا نسي کولاي چي يو بي استعداده ډيپلومات ته هوش اواستعداد ورکړ ي په همدي خاطر بايد د يو ډيپلوما ت په غوراوي کي د هغه ټول ارزښتونه ، چي لري يې په پام کي ونيول سي .د هغه مهال چي د کالير پورتني صفات ديوښه ډيپلومات د پاره لازم ګڼي ، تراوسه نږد ي دري پيړي تيري سوي دي ،چي ورسره د ډيپلوماسۍ په نړي کي ګڼ شمير بدلونونه هم رامنځ ته سوي دي ،خو بيا هم د هغه نظريات نن ورځ ځانګړي اعتبار لري . که څه هم ښايې په اوسني ډيپلوماسي کي له دغو ارزښتونو سره ځينويې نښي تغير کړي دي .که څه هم اوسينو پراخو اوګړنديو ارتباطي وسايلو د دې سونتيا رامنځ ته کړ يده ، چي يو ډيپلومات دي د خپل ماموريت تر سره کولو پر مهال د ډيرو عادي مسايلو په اړه هم د خپل اړوند هيواد څخه معلومات تر لاسه کړي ،خوبياهم ځيني مهال داسي پيښيږي چي يو ډيپلومات بايد په يوه ناسته کي د خپل ذهن او فکر د زور څخه ګټه اخلي .په همدي بنسټ که د يو سنتي يا بحراني ډيپلومات رول په هماغه پخواني حالت پاتي نه وي نو د منځه هم ندي تللي د پورته ټولوخبرو با وجود بيا هم ډيپلوماسي د ټولو هغو ازاديو او انعطاف پذيري سره سره د يو لړ قواعدو درلودونکي ده چي د وخت په تيريدو سره په کي رامنځ ته سوي او ورو وروخپره سوي ده چي لږ لږ يې په عوامو کي قبوليت هم موندلي دي او په ټولو هيوادونوکي معمول سوي هم دي .د ډيپلوماسۍ عرف او عاداتو هم د وخت په تيريدو سره بدلون او پراختيا موندلي ده او د۱۸۱۵ م څخه وروسته په دوه اړخيزو او څو اړخيزو تړونونوکي هم تدوين سوي ده . د دغو ټولو قواعدو ټولګه دډيپلوماسۍ حقوق تشکيلوي .
نور بيا