لیکنه: اسدالله الفت
په حقيقت کي دډيپلوماسي تاريخ دانسان په پيدايښت پوري پيوند سوى حتى ځيني پدي عقيده دي چي دډيپلوماسۍ وظيفه دلومړي ځل لپاره ملايکو عليهم السلام سرته رسولى ،چي دلومړي ځل لپاره يې دالله پاک پيغام انسانانو ته راوړى دى.
همدارنګه دډيرپخوا زمانو څخه او په ډيرولومړنيو قومونو کي کله چي يو څوک په دي نه دى توانيدلى چي خپله غوښتنه په زور په نورو باندي تحميل کړي نو ديوبل روش څخه په استفاده چي دډيپلوماسۍ يوه نوعه ده کاريې اخستى ترڅو خپله خبره په هغه باندي قبوله کړي يعني دګفتار اورفتار دداسي يو روش په کار راوستل چي نور پداسي يو کار کولو مجبور کړي چي احتمالاً هغه به په زړه کي پري راضي نه وي بدون له دي چي دزور دلاري يې اختيار کړي
په ډيرو ابتدايې ټولنو کي کله به چي داوبو ياښکاراو څړ ځايونو په سر اختلافات رامنځته سو، يابه قوي قبیلي ضعيفه قبیله دجګړي په اورکي محوه او نابوده کړه اوياداچي دبعضو عواملو له امله به يې دجګړي ميلان يا قدرت نه درلود نو ډيپلوماسۍ څخه یه يې کاراخستي يعني د يو استازي پواسطه به مذاکري او خبرواترو ته ديوي نتيجي دلاس ته راوړلو لپاره کښيناستل
د قاصد وژل او زنداني کول د دې هدف د لاس ته راوړلو سره د مغايرت په مانا وه اودايوازي په هغه صورت کي منځته راتلل چي مقابل قوم به د جګړي د لاري د هدف لاس ته راوړل غوښتل. چي البته دقاصد وژل به کوم مشخصه جنبه نه درلوده بلکه هدف په تري دراليږونکي ټبر توهين او سپکاوى وو، چي البته دي کار ډير بد اوخطرناک عواقب په ځان پسي درلودل نو د ډيپلوماتيکو اړيکو شروع د هغه ځاي څخه سويده مګر ډيپلوماسي لاترهغي پوري رسمي شکل نه وه موندلى ځکه چي لاتراوسه د قاصد يوازي دنده ديوي منطقي دريس د پيغام وړل د بل ټبر ريس ته علاوه د دې دا پيغامونه هم ډيرساده وه او اکثره به غوښتني او توقعات وه مګر که ليږونکى لوري به په خپل زور باور درلود احتمالاً پيغام به د ضرب الاجل سره(ultimatum) يوځاي وو او د مقابل لوري لپاره دغوښتني د قبلولو او يا د جګړي لپاره د تياري څخه پرته بله لاره نه وه .
په هر ترتيب ډيپلوماسي دهيوادونو ترمنځ داړيکو د سازماندهى د فن په عنوان تر ډيره حده باستاني او قديمي شکل لري مګر نسو کولاي چي يو تاريخ يې د شروع نقطه ورته وټاکو همدارنګه د ډيپلوماسۍ د جريان لپاره د ډپيلوماتانو موجوديت هم د تاريخ په زړه کي ثبت دي که و غواړو نو د تاريخ په ټولو اوږدوکي به د ډيپلوماسۍ جريان او اثارو په ټولو زمانو کي مشاهده کړاى سو.
ډيپلوماسي په پخوانيو انساني تمدنونو کي
يوتعداد تاريخ پوهان ډيپلوماسي تاریخ د انسان د تاريخ سره همزمان ګڼي او هغوي پدي باور دي چي د ډيپلوماسۍ ريښي کولاي سو دتيږو د عصر(عصرحجر) په انسانانو کي د استراليا په قبايلو ،د ارام سمندرد ټاپوګانو په غاړه د اوسيدونکو خلکو ،د افريقا په سيال بينانو کي ،د امريکا د شمال او جنوب په سورپوستانو په هندوستان او چين کي ومومو
ليږونکو مامورينو، چي د سفر د سختوزيانونو تحمل به يې کاه د دې باوجود د يو لړ زياتو او رنګارنګ مصونيتونو او امتيازاتو څخه هم برخورداره وه د تاريخ په ګواهۍ دغه ډيپلوماسي ته ورته فعاليتونه به نه يوازي د جګړي صلحي اوتجارتي معاملو لپاره سرته رسيدل بلکه مختلف قبايل به چي په ليرو ځايو کي يو د بل څخه جدا پراته وه يوي لوي جرګې ته را دعوت کيدل او پدي مجلس کي به مختلف مشکلات چي د ښکار ماهيګرۍ،مذهبي ادابواو نورو رنګارنګ تشريفاتو په باره کي وي تر بحث لاندي نيول کيده او د حل لاري چاري ورته پيداکيدې نوموړي سفيران به جرګې ته دتللو په وخت او د جرګې څخه د بيرته راستنيدو په وخت کي چي کله به خپلي قبيلي ته راستنيدل په خاصو تشريفاتو سره بدرګه کيدل هغوى به د دې ماموريت په وخت کي خاص علايم اونښي دځانه سره درلودي لکه يوخاص لرګى چي په لاس کي به يې دهما غوندي نيوه او همدارنګه مخصوصي هماګاني او نور سمبولونه چي د دوي د ماموريت په رسميت به يې دلالت کوي ،د تحايفو تقديمول هم د دې مامورينو کار و چي د خپل قوم د ريس په استازیتوب به يې د بل قوم ريس ته وړاندي کولي
د دې استازو وژل اويا د دوي پر حقوقو تيرى کول د اړیکو د لازياتي خړپړتيا اوحتى ديوقبيلوي جګړي دنښتو سبب کيدل.
* د يونان د تمدن او فرهنګ د غوړيدني څخه څه موده مخکي د فارس،هند،چين،مصر اونورو تمدنونو چي باستاني او قديمي زمانو پوري يې اړه درلوده ډيپلوماسي موجوده وه په مختلفو ساحو کي تبادلات اوضرورتونه د دې سبب ګرځيدلى وه ترڅو د پورته هيواد ترمنځ ډيپلوماتيکي اړیکي رامنځته سي .
* په مصر کي د سياسي کشف سوو خطونو او مکتوبو څخه معلوميږي چي (١٣) ق م سني پوري تعلق لري کوم چي د مصر د فرعونانو لخوا د اسيايې هيوادو پاچاهانو ته راليږلي د ډيپلوماتيکو اړیکو ښکارندوي دى همدارنګه د ميلاد څخه (٨)اته پيړۍ وړاندي د چين د شمالي او مرکزي رياستونو ترمنځ منتظم او مرتب سياسي اړیکي برقراري وي پدي ساحه کي دمنطقي لويو تجارتي هيوادونو د نورو هيوادو سره له هرڅه مخکي تجارتي او اقتصادي مسائلو ته توجه درلوده او پدي لار کي يې خپله ډيپلوماسي پلي کوله.
* فنيقيان: نوموړى قوم د ډيري نيکي ډيپلوماسۍ درلودونکي وه داسي چي هغوي هيڅکله دنورو د شکست او نابودۍ اراده نه درلوده او د طرفينو د منافعو ساتنه د دوي د ډيپلوماسۍ اساس تشکيلوي هيڅوک په مطلق ډول د دښمن په نامه مطرح نه وه اوټولو کولاى سول د دوستانو په شان په يوه معقوله اړيکه او د کامل تفاهم په فضاکي يو د بل سره راکړه ورکړه وکړي د فنيقيانو دا رويه د هغوي د کامیابي سبب وګرځيده تردي چي هغوي نه يوازي په تجارتي اواقتصادي ساحو کي دنورو دولتونو سره قراردادونه منعقد کړه بلکه د هغوي د نفوذ ساحه د مديتراني تر سواحلو پوري ورسيده هغوي خپل هدف ته درسيدو په خاطر د تجربه کارو او باصلاحيته سفيرانو څخه د وظيفي استحصال کول او نوموړو ډيپلوماتانو د يوه خبردار او کارپوه سفيرانو رول لوباوه چي د پورته ماموريتونو څخه علاوه به يې دصلح دايجاد او دجګړي دمخنيوي لپاره کارکاوه
په پورته ټولنو کي ددغه استازو امتيازات اوحقوق مشخص وه اوهمدارنګه مسوليتونه يې هم تعين وه هغوي ډيپلوماسي دجګړي د مخنيوي او د سولي د برقرارۍ هنر ګاڼه ښه ډيپلومات هغه و چي دهوښيارۍ، ورين تندي اودښه تشخيص اوتربيت دصفاتو درلودونکي وو او د بحران د صلح ايز حل لپاره د ښه اهتمام څښتن وو
دهند يوتن چي کاتوليه( kautulia ) نوميده اوپه څلورم قبل الميلاد پيړۍ کي يې ژوند کاوه د يو ډيپلومات د ماموريت تصوير دارنګه وړاندي کوي
١_ په ميزبان هيوادکي دمتبوع هيواد دموقف او نظر ارايه کول
٢_ دمعاهداتو اوتړونونو څخه پاسداري اومحافظت کول
٣_ دځان اوخپل هيواد لپاره ددوستانو پيداکول
٤_ داطلاعاتو دراټولولو لپاره دمخفي سازمانونو جوړول اودجاسوسانو داِعمال تعقيب کول
٥_ دميزبان هيواد د دولتي مهمو اشخاصو د توجو او نظر جلبول
٦_ د نظامي مراکزو او قرارګاو دکشف او د جګړي د پاللو د استعداد معلومول
٧_ د ستراتيژيکي او اقتصادي مناطقو پيژندل
٨_ د مخصوصو ځايونو کشف کول لکه خزاني او د ګرانبها اشياوو د ساتني ځايونه
٩_ د متبوع هيواد د دعواوو تعقيبول او دلزوم په وخت کي د تهديد او فشار څخه کار اخيستل
خلاصه داچي پدي دوران کي د پاچاهانو ترمنځ د اختلافاتو با وجود اړيکي او مکاتبات موجود وه.
نور بيا
You also might be interested in
لیکنه: اسدالله الفت د ډيپلوماسۍ دستګاه ( سيستم ) نړيواله[...]
لیکنه: اسدالله الفت د ډ يپلوماسۍ تاريخ د انسان په لرغونتيا[...]
لیکنه: اسدالله الفت ۱ـ د ارنست اسټود(Arnist Astood)تعريف. ډير وخت وړاندي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی