لیکنه: اسدالله الفت
د ډيپلوماسۍ دستګاه ( سيستم )
نړيواله ټولنه د دولتونو څخه مرکبه ده . کله چي په ۱۶ پيړي کي د لومړي ځل لپاره په اروپا کي د نن په څير دولتونه صحني ته راڅرګند سوه . د هغه ورځي څخه تر نن ورځي پوري هر څه يې په خپل تصر ف کي راوستل .دمثال په ډول نن ټوله ځمکه په پنځو براعظمونو کي ددولتونو په سياسۍ قالب باندي ويشل سوي ده .
هغه څه چي په نړيواله ټولنه کي ډيرارزښت لري هغه د دولتونو مجموعه(يوځاي کيدل) دي.
تر اوسه پوري تر دولتونو لوړ سازمان منځ ته نه دی راغلي ،په دي مجموعه کي هر دولت يو ازاد خپلواک حقوقي شخصيت دي .ټول دولتونه يو د بل په څنګ کي په اجتماعي (ټولنيز)ډول سازمان پيدا کړي دي .دغه دولتونه په تيوري کي هر يو خپلواک او حاکم فرض سوي دي . يو د بل سره د خپلواکو هيوادونو په څير اړيکي لري ،نوموړي اړيکي په بشپړه توګه يو د بل په رضايت پوري تړلي دي .ټول افراد او سازمانونه چي په يوه دولت کي نړيوالي اړيکي پرمخ بيا يې او عم لي بڼه ورکوي د ډيپلوماسۍ دستګاه نوميږي .
دډيپلوماسۍ د دستګاه (سيستم ) تشکيلات (جوړښت )
دهر دولت ډيپلوماسي د دوه ډوله خلګو څخه جوړه ده .
۱د بهرني سياست ډله ۲ ډيپلوماتيک کارمندان
د بهرني سياست ډله : دا هغه ډله خلک د ي چي د دولت د لوړ ترينو مقاماتو څخه ګڼل کيږ ي. د دولت تر پوښښ لاندي د دولت د بهرني سياست د خط مشي وظيفه په غاړه لري .دغه کارمندان د ډيپلوماسۍ په دستګاه کي لوړ مقام لري چي عبارت دي له جمهور ريېس ،لومړي وزير ،او خصوصاً د بهرنيو چارو وزير چي کله به ورته په بهرنيو ژبو کي د ډيپلوماسۍ د ريس په نامه ياديده .ځکه چي نوموړي مقامات دبهرنيوچارو وزارت او د کوربه دولت ډيپلوماتيکو اړيکو په راس کي قرار لري .
ډيپلوماتيک مامورين
: دا هغه خلک دي چي د خپل هيواد او د بهرنيو چاروزات لخو څخه په بل هيوار کي مقرريږي .د نوموړي وظيفه د نورو هيوادونو سره د خپل هيواد د سياست پر مخ بيول دي ،دغه افراد چي د ډيپلومات تر نامه لاندي پيژندل کيږي د ډيپلوماتيکو نماينده ګيود ريسانو څخه عبارت دي .که څه هم د ډيپلوماتانو دندي په بهرني سياست کي يو د بل سره تړلي دي بيا هم يو د بل څخه جدا دي.
د بهرني سياست د کارمندانواو ډيپلوماتيکو مامورينو ترمنځ توپير
د ډيپلوماتيکو حقوقو تر بحث مخکي لازمه ده هغه توپير چي د ډيپلوماتيکو مامورينو او بهرني سياست د نماينده ګانو ترمنځ وجود لري بيان کړو تر څو مطالعات راته اسانه کړي .
داجرآ او تصميم له مخي : د بهرني سياست کارکونکي په کلي اصولو او دولت د بهرني سياست د خط مشي سره پريکړي کوي .او د ډيپلوماتيکو مامورينو په اجراتو باندي څارنه کوي
ډيپلوماتيک مامورين د بهرني سياست د کارکونکو د پريکړو اجراکونکي دي د نوموړو دندي د بهرني سياست د خط مشي پواسطه ټاکل کيږي .
دمقام له مخي : د بهرني سياست کارکونکي د يوه دولت په داخل کي تر ټولو لوړ مقام دي ډيپلوماتيکو مامورينوته دستورونه ورکوي . ډيپلوماتيک مامورين د بهرني سياست د کارکوونکو څخه په ټيټ مقام کي قرار لري د هغو څخه دستور اخلي . او د هغوي په وړاندي مسوليت لري .
د وظيفي له مخي : د بهرني سياست د کارکوونکو اصلي وظيفه ډيپلوماسي ده دهغوي د دندو يوه برخه ده . پدي مورد کي د بهرنيو چارو وزير اثتثني دي ځکه چي دهغه ډير وظايف دډيپلوماسۍ سره تړاو لري .
د ډيپلوماتيکو مامورين چي وظیفه يې ډيپلوماسي ده ډيپلوماتان بله دنده نه لري .
دکار دځاي له مخي : د بهرني سياست کارکوونکي د هيواد په دننه کي اوسيږي . وظيفه اجرا کو ي د ليدلو ،خبرو اتر و او په نړيوالو غونډو کي د ضرورت په وخت کي ګډون کوي بغير د دې څخه بل هيواد ته سفر نه کو ي.
ډيپلومايتک مامورين په بهرني هيواد کي استوګن وي . د ضرورت په وخت کي خپل هيواد ته سفر کو ي.
دحقوقو له مخي : د نوموړو ډلو تر منځ توپير وجود لري ،د بهرني سياست کارکونکي د هيواد د کورني حقوقو څخه برخم د ي. انتخاب ، انتصاب ،د صلاحيتونو د اختياراتو حدود او د وظايفو د قلمرو ټاکل د يوه هيواد په داخلي قوانينو کي ټاکل کيږي . د بهرنيو هيوادونو سره د اړيکو دړ ټينګښت په وخت کي د نړيوالو حقوقو څخه برخمن کيږي . چي د نوموړو مقرراتو عرف او نزاکت دي د هغوي په اړه په نړيوالو کنوانسينونوکي کوم څه وجود نه لري .
ډيپلوماتيک مامورين دحقوقو له رويه په پخوانيو وختونو کي لومړي ډله د عرفي قواعدو او نړيوال نزاکت څخه برخمنه وه ، کله چي په ۱۹۶۱ م کي د ويانا کنوانسيون د ډيپلوماتيکو اړيکو په اړه انعقاد پيدا کړ نو صحيح معلومه سوه او وروسته يې قراردادونه وکړ ل . نن ورځ ډيپلوماتيک حقوق په محدوده مانا سره دي د هغه مقراراتو څخه استفاده کوي چي مدون وي او نوموړي د۱۹۶۱ م د ويانا په کنوانسيون کي ځاي پر ځاي سوي دي د نوموړو ټولو دجملي څخه د يو هيواد ولسمشر وايو .
ولسمشر (جمهور رييس )
د ډيپلوماسۍ په دستګاه کي تر ټولو لوړ مقام ولسمشر لري . د ډيپلوماسۍ دستګاه (سيستم ) چي د يوه هيواد بهرنی سياست تنظيموي د مقاماتوڅخه مرکبه ده . که په واضع ډول ووايو هغه خلک دي چي د يو دولت د بهرنيو اړيکو معينه وظيفه په غاړه لري .
د ډيپلوماسۍ په دستګاه کي تر ټولو لوړمقام د دولت د ولسمشر د ي. د هيواد د جمهور ريس اصطلاح يوه حقوقي اصطلاح نه ده .صحيح به داوي چي دهيواد د مشر پر ځاي د دولت د مشر کلمه استعمال کړو .
په بهرنيو ژبوکي د ولسمشر لپاره داسي کلمي استعماليږي ،چي په فرانسوي ژبه کي د ولسمشر لپاره chef ,d dab کلمه استعمالوي او په انګليسي ژبه کي ولسمشرته د head of state وايي هغه ابهام اواختلاف چي په فارسي کي د دولت د مشر او د حکومت د مشر government د کلمو په استعمال کي وجود لري . بهتره ليدل کيږي چي د هغوي لپاره د غيري حقوقي اصطلاحاتو څخه استفاده سوي وي . امکان لري د هيواد مشر په مختليفو نومونو سره يادکړي .مثال په ډول
جمهورريېس ، امپراطور ،پادشاه ، د کنفدارسيون ريس ،د ريسه هيئت مشر ، ملک ، شيخ ،امير او ځيني نور القاب ولري په ټولو حالاتو کي د نړيوالو عمومي حقوقو له نظره د تشريفاتو په منځ کي کوم اختلاف نسته . د هيواد مشر اصولاً په هر هيواد کي لوړ مقام دي . او په دولت کي د حاکمه قدرت ښکارندوي دي .او په تشريفاتو کي هم لوړ مقام لري . د ځينو هيوادونو په سياسي جوړښت کي د هيواد مشر تشريفاتي بڼه لري ،په نړيوالو ډيپلوماتيکو برخو کي لومړي وزير د ډيرو اختياراتو څخه برخمن وي . د بيلګي په توګه په انګلستان ،المان او په ځينو جمهوري اوسلطنتي هيوادونو کي لومړي وزير ډير اختيارات لري. .
هغه شخص چي په يوه هيواد کي د پراختيا او تصميم نيولو واک لري . په نړيوالو چارو کي هم واک لري . چي د يوه هيواد مشر يا لومړي وزير کولاي سو د هغه هيواد د واکمن په توګه ياد کړو .
اصطلاحا : د هيواد مشر : د هيوادونو د مشرانو سر ه مترادف استعماليږي ،څنګه چي د هيوادونو د مشرانو کنفرانس دايريږي . يوازي د هيوادونو مشران په هغه کي ګډون نه کوي بلکي د هيوادونو لومړي وزيران هم د خپلو هيوادونو په استازيتوب ګډون کولاي سي .
پدي ځاي کي باید یو بل ټکي هم په نظر کي ونيسو . هغه دادي چه ايا د بهرنيو هيوادونو مشران کولاي سي چي پوهه سي ؟ د هيواد مشر څوک دي . او يا هغه واکونه کوم دي ، ايا حق لري چي د هغه هيواد اساسي قانون ته مراجعه وکړ ي ؟ د نړيوالو حقوقو له نظر ه حق نه لري چي د ولسمشر د واکونو څخه ځان خبر کړي ځکه چي دا د هيوادونو په داخلي چارو کي لاسوهنه ده .تحقيق او نظر پدي کي ده چي د هيواد مشر او يا لومړي وزير د مقابل طرف لپاره قانوني بڼه لري اوکه غاصب دي او کولاي سي چي د بل دولت سره اړيکي وښي که نه دغه مسايل د نړيوالو عمومي حقوقو مربوط دي چي تر اوسه حل سوي نه دي .
په بهرنيواړيکو کي د ولسمشر واکونه
په بيلابيلو حکومتي رژيمو کي د ولسمشر قدرت او واکونه د ډيپلوماسي په اړه يو د بل سره توپير لري . په ديکتاتوري او نيمه ديکتاتوري نظامونو کي د ولسمشر واکونه مطلق او پراخه و ي. او په داسي حال کي چي په ديموکراتيکو او پارلماني رژيمونو کي د ولسمشر واکونه په اساسي قانون کي معلوم او محدود دې .په بهرنيو اړيکو کي د ولسمشر واکونه معمولاً داسي دي . د جګړي ، مترکي اعلانول ، د ډيپلوماتيکو استازو ټاکل .د ډيپلوماتانو د باورليک منل ،او د قراردادونو توشيح کول .چي هر يويې په مختصره توګه تشريح کوو .
دجګړي اوسولي داعلانـولو واکونه :
د هر هيواد په اساسي قانون کي د ولسمشر د سولي او جګړي واکونه معلوم دي . د جګړي مسئله په ملت پوري اړه لري ،د تاريخ په اوږدو کي يوه مهمه وظيفه وه چي ولسمشر ته يې واک ورکول سوي دي .
د نوموړي وظيفي داهميت په اړه دومره کافي ده چي ووايو ،د سړي جګړي په وخت کي يوه نقطه ډيره مهمه ده چي د لويو دولتونو لخوا پر کمزورو دولتونو فشار راوړل . او دريم نړيوال جګړي ته نړي راکش کوي او ويني تويوي ،دجمهور ریس په النبره په ماڼي کي داتومي وسلي اسرار پټ ساتل کيږي .کله چي په ۱۹۹۵ م کي ورځپاڼو ليکلي وو .هغه ورځ چي د فرانسي پخواني ولسمشر فرانسوميتران خپل ځاي او خپل ځاي ناستي ژآک شيراک ته پريښوده .هغه ته يې دماڼي رهنمايې وکړه اوټول د کار شيان يې راتلونکي ولسمشر ته په واک کي ورکړل .
او نړي د ملتونو تر څنګ د مرګ کند ي ته ور واستول د سولي د خپلولو اعلان هم په خپل ځاي د ولسمشر دواکونو څخه دي .
د ايران او عراق په جګړه کي د ملګرو ملتونو سازمان ۵۹۸ قطعنامه کي چي د زهرو څخه يې تشبيه کړي ده د عراق دولت سره جګړه ختمه کړه . د جګړ ي پاي ته رسول د دواړو هيوادونو د ملتونو هيله وه .
د سفيرانو او مختار وزيرانو انتصاب کول :
د سفيرانو او مختار وزيرانو مقررول (تعينول ) د ولسمشر د واکونو څخه دي . د تاريخ په اوږدو کي د استازي يا سفير هميشه د ولسمشر له خوا څخه د پيغام د ليږلو او مذاکراتو لپاره ليږل کيده لکه په ايران کي د نن ورځي معمولاً په عمل کي داسي دي چي د بهرنيو چارو وزارت لخوا څو نفره د سفارت لپاره نومول کيږي او ولسمشر ته يې د تصويب لپاره ليږي د هغه د تصويب وروسته يې دولت ته استوي چي قبول يې کړي يانه ، په ځينو مواردو کي ولسمشر دپام وړ اشخاص د ځانګړو بستونو لپاره معرفي کوي ،د هغه ماموريت لپاره چي مناسب وي .په بعضو هيوادونو کي مقننه قوه د سفيرانو په مقرري کي لاسوهنه کوي .
د نړيوالو قراردادونو توشيح کول
جمهور ریس (د دولت دریس) د نورو دندو څخه د ډيپلوماسۍ په برخه کي د نړيوالو قراردادونو توشيح کول هم دي.
د قراردادونو اعتبار د هيوادونو د جمهور ریس په لاسليک (توشح) سره دی، معمولاً د ملي شورا تصویب ته وروسته راځي ، يو خاص مورد چي په دی اړه ډير مهم دی او د ډيپلوماسۍ په تاریخ کي يې تاثير کړی دی د ولسمشر انو تاعهد (پيمان) او د هغه میثاق ضمیمه نړيواله ټولنه وه ، چي په ۱۹۱۹ م کال کي د امریکا د جمهور ریس ويلسن لخوا جوړه سوي وه. مګر د امریکا متحده ايالاتو د کنګري لخوا تصویب نه سوه چي په نتیجه کي د امریکا دمتحده ايالاتو دولت ونه توانيدي چي نړيوالي ټولنی ورننوزي چي خپل د ملتونو د ټولني د جوړونکوڅخه وو. احتمالاً د امریکا دغه بي طرفه پاته کيدل په هغه سازمان کي وه چي د ملتونو ټولنه د ناکامي سره مخامخ سوه او نړۍ د دوهمي نړيوالي جګړي ته ور داخله سوه.
د ډيپلوماسۍ په برابرولو کي د جمهور ریسانو فعالیت
په بهرنی سیاست کي د پارلمان څارنه او نفوذ د هيوادونو د جمهور ریسانو د اختياراتو د قلمرو څخه دي، ځکه چي د نن ورځي په مناسبت د هيوادونو د مشرانو فعالیت د ډيپلماسۍ په برخه زياتوالي راغلي دی. د پارلمان څارنه ډير اصولي او اکثره د تعهداتو او قراردادونو او پر اوږد مهال سیاست باندی ده ، په داسي حال کي چي د جمهور ریس کړني په ورځنی ډول په نړيوال سیاست کي په مستقيم ډول اړيکي لري.
چي په مستقيم او سریع ډول دتصیم ته اړتیا لري.
د هيوادونو ترمنځ په ډيپلوماسۍ کي د جمهور ریسانو د دخالت منفي اغیزي
د ډيپلوماسۍ په قلمرو کي د جمهور ریسانو مداخله نیمګړتیاوي او خطرات لري، جمهور ریس په ډير هيوادونو کي د بهرني سیاست د تصمیم نيوني قدرت لری ، په داسی حال کي چي د ډيپلوماسۍ په برخه کي د ولسمشر رول باید ښکاره رول ولري.
که څه هم سیاسي قدرت د ډيپلوماتيکو اختياراتو سره د يوه شخص په وجود کي (جمهور ریس) متمرکز سي ، کيدای سي د هيواد لپاره خطرناک سي.
په ديکتاتوری هيوادونو يا هغه هيوادونه چي په اساسي قانون کي يي جمهور ریس ته ډير واکونه ورکړي دی ، دغه ميل په هغه هیوادونو کي رامنځ ته کيږي،چي بهرنی سياسي تګلاره ټاکي او هم د ډيپلوماسۍ په راس کي واقع وي، دغه جوړښت په نړيواله صحنه کي دوه ډوله قدرت ښيي.
په فرمانروا پوري اړه درلوده مثلاً د المان امپراطور دوهم ويلهلم داسي فکر کوي چي هم د بهرنيو چارو وزیر دی او هم يي خپله د مامورینو په انتخاب کي دستور ورکوي، دده هغه مکتوبونه چي د روسيي امپراطور ته يي ليږلي وه او د شوروي د حکومت لخوا خپاره سوه د مملکت په ډيپلوماسۍ کي دده مداخله ډيره ليدل کيږي.
ديته بايد متوجی واوسو چي دغه دوهم ويلهلم د جرمني امپراطور وو چي په غلط سیاست سره يي لومړي نړيوالي جګړي ته زمینه برابره کړه او ا لمان ماتي وخوړه.
په انګلستان کي هم اووم اډوارد چي و مرګ ته يي ميل درلود او په بهرني سیاست کي يې باید مشوره کړي وای، کله کله يې وزیران به يې تهديد کول چي استعفاء وکړي.
لکه د نښانونو په ورکولو کي چي د مظفرالدین قاجار د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت ته توصیه کول او دوهم اډوارډ دوي د نښانونو د ورکولو څخه انکار وکړ، باالاخره هغه وخت يې موافقه سره وکړه چي د بهرنیو چارو وزير يي استعفاء وکړه او د قرارداد ورکولو نښان ورکړږ
دهيوادونو جمهور ریسان مداخله د ډيپلوماسۍ په برابرولو کي عملاً ستونزي رامنځ ته کوي.
ځکه چي خپله تصمیم نیونکي او د بهرني سیاست لار ورکوونکي دی، په مستقيم ډول په بهرني سياست څارنه کوي، داچي ډيپلوماسۍ د ډيپلوماتانو فن دی ، برسیره پر دي د ډيپلوماسۍ شکست په دی مواردو کي دجمهور ریس او دولت مشران تير سوي دی.
د بهرنیو چارو د وزارت کمزوری کول او د ډيپلوماتانو ليري کول چي د اړيکو واسطه دی او دطرفينو ضریات تحمل کوي، دولتونه يو دبل سره مخامخ کوي حتي نوموړي مخامخ کیدنی ګټي لری دوي مخامخ کيږي خطرات بايد په نظر کي ونيول سي.
په تیرو وختونو کی او په معاصر تاریخ کي ډيری مشران په غلط سیاست سره او د ډيپلوماسۍ په لاس کي اخستو سره يي هيوادونه د جګړي اوتاوانونو سره مخامخ کړي دي.
د هيوادونو د مشرانو ترمنځ وړاندوالي
د وړاندوالي په اړوند په نړيوالو حقوقو کي دقيق او ثابت قواعد وجود نه لري په هر مورد کي چي مناسباتو لپاره کوم مراسم جوړيږی په خاص نظم سره يي باید تنظیم کړي،د اتلسمي پيړي په لومړيو کي د هيوادونو مشران اکثره سلاطين وه ، د هغه سلاطينو قدرت او د هیوادونو عظمت د دوستي د وجي او د هغوی ترمنځ اړیکوپه وړاندوالي کي هيڅکله ثابت نظم موجود نه وو، معمولاً د اعتراض وړ و ، سفیران هم چي د سلاطينو استازی وه د سلطانی تقدم پر اساس يي د تقدم حق درلود چي هغه يې ليږلي و، څنګه چي دغه نظم ثابت نه وو او دټولو لپاره د قبول وړ نه وو ، سفيرانو ترمنځ د تقدم د حق په اړه اختلاف نظر وجود درلود.
کله کله د دوی کار مرګ او ژوبلي ته رسيده. د نولسمي پيړی په شروع کي د وين ۱۸۱۵ م کال په کنګره کي و کنوانسيون ته د سلاطينو لخوا د استازو د ليږلو کي د تقدم لپاره خاص نظم په نظر کي نيول سوي و.مګر د هيوادونو د مشرانو په اړه تر اوسه قاطع نظم چي د ټولو هيوادونو لخوا و منل سي په نړيوالو حقوقو کي شتون نه لريږد تشريفاتو په اړه يو ه اصلی قاعده شتون لري ،
ي د هيوادونو د مشرانو په اړه باید مراعات سي داده چي پخوانی رسم دی هغه جمهور ریس ته چي پاچاهي ميراثي ورته پاته وي او وخت يي نامعلوم دهغه جمهور ریسانو څخه مخکي دی چي انتخاب وی او د پاچهي وخت يي محدود وي.مګر د علم برداشت په دي اړه بل ډول دی هغه په خپل ياداښتونو کي ليکي: چي د جنرال ايزنهاورد د تدفين په مراسمو کي شاه او د نورو هيوادو جمهور ريسانو ګډون کړي وو د ايران د پادشاه ځای اول وو ، دوګل هم په دي مراسمو کي ګډون کړي وود تشریفاتي قواعدو له مخي دغه تقدم عادي وو ، بايد چي امتیازات د خاص شخص لپاره په نظر کي ونیسي مګر د تفريح لپاره بد نه وي.
د جمهور ریس خاص احترامات
نړیوال قرادادی حقوق په بل هیواد کي د جمهور ريسانو د امتیازاتو ،مصونیت او معافيت په اړه ساکت دي، مګر عملاً د هيوادونو مشران په بل هیواد کي معمولاً د نړيوال عرف ،رسم او نزاکت سره د خاص تشريفاتو او احتراماتو څخه برخمن دی.
په رسمي سفرونو کي بل هيواد ته د ولسمشر لپاره مخصوص تشریفات د استقبال لپاره جوړیږي دغه احترامات او تشريفات په هیوادونو کي مختليف دی يو دبل سره توپير لري.
په جمهور ریس پوری اړوند تشریفات د نزاکت پر اساس دی ښکاره جنبه لري.د ۱۹۷۰ م کال د لسیزي په نيمايي کي د مصر د فرعون رامسس مومیايي سوی جسد چي د وایروسونو لخوا تخریب سوي وو، دجوړولو لپاره يي د مصر څخه و فرانسي ته وړي ،د فرانسی په هوایي ډګر کي د پادشاه لخوا ورته خاص نظامي تشریفات نیول سوي وه.
هغه دلایل [ي د هيوادونو د جمهور ریسانو د خاص احتراماتو لپاره دي هغه په لاندی ډول دي : د هيوادونو په اکثره قوانينو کي د بل هيواد د جمهور ریس د بی احترامی لپاره د مجازاتو وړاندوینه سويده .
په غیر رسمي سفرونو کي که څه هم د جمهور ریس لپاره خاص تشریفات صورت نه نيسي مګر د امتیازاتو څخه برخمن دی ي لږ اندازه يې ډيپلوماتيک امتیازات دی ، ځکه چي ډيپلوماتیکو اعلامیو او ډيپلوماتيک اصل د دغه اصولو پر اساس په بهرنيو هيوادونو کي د داسي امتیازاتو رعایت کوي، په ډيرو هیوادونو کي د جمهور ریس لپاره ډيپلوماتیکه اعلامیه صادره وي. ضمناً باید دی ته توجو ولرو چي په ډيرو هیوادو کي ډيپلوماتیکه اعلامیه د بهرنیو چارو د وزارت لخوا صادریږي په داسي حال کي چي د ښاریانو لپاره د اعلامیي خپرول عادي خبره ده.
د سفارتونو په اړه هم ممکن دي د اعلاميي په صادرولو سره د عالي شخصیتونو لپاره ډيپلوماتیکه ويزه صادره کړي، د هيوادونو د مشرانو لپاره ډيپلوماتیک امتیازات غیر رسمي سفرونه د ډيپلوماتیکو اعلامیو او اړيکو پر اساس دي.
د هيوادونو مشران سفرونه د تشریفاتو له مخي مختليفي درجي لري ، رسمي لیدنی visited officlle د تشريفاتو سره دی چي په مختليفو هيوادونو کي په متفاوت ډول سره اجرا کيږي.
کاری سفرونه ، د تشريفاتو څخه خالي دي، د ناڅاپه ډول سفرونه لپاره هيڅ ډول تشريفات نسته
په ډير کم ډول به يي استقبال وسي که يي استقبال وسي هغه هم خصوصي بڼه لري مګره د دولتي مقاماتو سره visited Etectيا state visitد هيوادونو د مشرانو خاص اصول دي .
د دولتی مقاماتو سره ليدني د هیوادونو ترمنځ نژدی اړيکي او د ميلمه لپاره ډير احترام دي.
معمولاً د هر جمهور ریس لپاره تر يو ځل اضافه نه اجرا کيږي داسي سفرونو په جریان کي هغه مذاکرات چي ډير مهم او د موافقي وړ نه وي په برنامه کي نه وي په دولتي ليدنو کي اکثره وختونه د تشریفاتو مراسم او ښه راغلاست سرته رسیږي.
د سفر په هغه مواردو کي چي جمهور ریس يي په ناڅاپه توګه نورو هيوادونو ته کوي اصولاً د کوربه دولت لپاره تعهد نه ايجاب کوي، که چيري داسي شرايط وي چي جمهور ریس مجبور سي بل هیواد ته سفر وکړي.مثلاًد يو اتومبیل په تصادف سره چي و پولیسو ته د خپلو اشخاصو معرفي کول ، په دی صورت کي چي جمهور ریس د نامعلوم وضعيت له امله سفر وکړي کوربه دولت غیر رسمي سفر د تعهدات دمنځته نه راځي.
په داسي حال کي معلوم او دقيق قواعد شتون نه لري د حقوقو دعلماوو د دولتونو د قضايي رويي ترمنځ د نظر اختلاف وجود لري.
ارنست ساتو په دی عقيده دي
(که جمهور ریس په نامعلوم وخت کي بل هيواد ته سفر وکړي دهغه سره هغه چلند کيږي چي د يو عادي شخص سره کيږيو که چيري نوموړي خپل هويت اعلان کړ په دی وخت کي د جمهور ریس په توګه د ټولو امتیازاتو څخه برخمن کيږي.
په پخوا کي د پادشاهانو او جمهور ریسانو ترمنځ په تشریفاتو کي فرق وو مګر نن ورځ توپير نسته ، په عمومي ډول په ټولو هیوادونو کي تشریفات موجود ديږجمهور ریس چي بل هیواد ته د سفر په حال کي وي او د جمهور ریاست موده پای ته ورسیږي امتیازات يي لغوه کيږي.
لکه څنګه چي ارنست ساتو په دی عقيده لري که د جمهور ریس لپاره امتیازات ورکول سي په کوربه دولت پوري اړه لري.
غیر رسمي او دولتي سفرونو څخه د هيوادونو په سطح د جمهور ریسانو ملاقاتونه دی چي په پټه صورت نیسي داسي ليدني په نړیوالو حقوقو کي نه دي پيژندل سوي او يو خاص عرف په دی اړه نه لیدل کيږي،په دی خاطر د نړيوالو حقوقو او ډيپلوماسۍ په کتابونو کي په دی اړه څه نه دي ليدل سوي، مګر د اهميت له نظره دا مناسبه ده چي په دي اړه بحث وسي.
شاهد د مهمو پټو ليدنو څخه يوه ليدنه د تاریخ په اوږدو کي د انګلستان ، شوري اتحاد او امريکا وي چي په تهران کي يې وکړه و چي د ۱۹۳۳ م کال د نومبر په میاشت کي د روزولټ ،استالین او چرچيل لخوا تر سره سوه.
ددی غونډي تصمیم د مقدماتو برابرول وه چي د ماهیت له نظره ډيره سري وه.
حتی د ایران دولت ته چي د دوي دملاقات ځای وو خبر نه و ورکول سوي.
پټ سفرونه عموماً د هغه موضوعاتو لپاره کيږي چي سري وي، د هغي خبر او د موضوع اعلان کول ،خبری او تصمیم باندی نه صلاح کيږي.
په دی مواردو کي نه تشریفات نیول کيږي نه هم دا سفرونه د نړيوالو تشريفاتو عرف دي، بلکي په دی جریان کي يوازي امنيتي ځواکونه مسول دي معولاً نوموړي د خپل وظیفي د ماهیت څخه بي خبره وي. باالاخره ځيني وختونه د داسي پټي ليدني د امنيتي ځواکونو څخه پټي وي، سياسي حالت او نړيوال جریان کولای سي چي د جمهور ریس يا پادشاه پر شخصي ژوند تاثير وکړي ، مثلاً هغه څوک چي په خپل خاوره کي حکومت نه کوي په خپل خاوره کي د خلکو قدرت د لاسه ورکړي امکان لری چي په بل ملک کي د جمهور ریس په توګه د خاوري د مالک په توګه خپل ژوند وکړي.
لکه د دوهمي نړيوالي جګړي په وخت کي د هيوادونو مشرانو په نورو هيوادونو کي د ملک دمشر واکمن په توګه د امتیازاتو او احتراماتو وړ وو. په داسي حال کي چي په تبعيد کي يي ژوند تیره وه لکه جنرال دوګل چي د فرانسي د استازي په توګه يي په نړيوالو غونډو او مذاکراتو کي ګډون کوی، او خپله يي ځان د ډيپلوماتیک استازي په توګه تعين کړي وو.بغیر ددی څخه چي د فرانسي د دولت لخوا چي د فرانسي په خاوره کي حاکم دی کوم اختیارات او مقام ولري په داسي شرايطو کي چي جمهور ريس لپاره کوم احترامات او امتیازات په نظر کي ونيول د کوربه دولت په سیاست پوري اړه لري.
د جمهور ریس حمایت او ساتنه
جمهور ریس چي د خپل هیواد څخه بهر سفر کوي د نړيوال عرف پر اساس پر ډيپلوماتيکو امتیازاتو سربیده د ډيرونور امتیازاتو څخه برخمن دي.
دخاص احتراماتو د الازمیدو سربيره د نوموړي شخصیت په بهرنی ملک کي د جمهور ریس په توګه د حمايت او ساتنه د خاص اهمیت درلودونکي ده ، اوکوربه دولت باید په هره برخه کي د نظم مامورین او امنیتي چارواکي ممیز کړي، چي د جمهور ریس لپاره پرخپله ځمکه هر کلي ووايي هغه شک چي موجود دی دهغه مخنيوي وکړي،دوی پيړي مخکي ډير سیاسي قصدونه د جمهور ريسانو لپاره په بهرنیو هیوادو کي شتون درلود چي ځيني وختونه د جمهور ریسانو دمرګ سبب سوی دي.دهيوادونو مشران بغیر ددی څخه چي پاته سی د نړيوالو حقوقو او عرفي قواعدو د حمايت څخه برخمن دي ، نن سربیره پر دي چي د ۱۹۶۴ م کال او ۱۹۷۳ م کال د کنوانسينونو د نړيوال حمایت څخه هم برخمن دي.
د ۱۹۶۴ م کنوانیسيون د ۲۱ مادی
۱ـ د استول سوي دولت ریس په داسي حال کي چي د ماموریت مشرتوب په غاړه لری د قبلونکي دولت په قلمرو کي يا دریم هیواد کي چي امتیازات او مصونیتونه نړيوالو حقوقو د دولت مشرانو ته په رسمي ملاقاتونو کي ورکړي دی برخمن دي
۲ ـ د حکومت مشر (لومړي وزير) د بهرنیو چارو وزیر او ټول عاليرتبه غړي چي د دولت لخوا په دی ماموریت کي استول سوی دي د ماموریت غړيتوب لری د قبلوونکي دولت يا دریم هیواد په قلمرو کي سربیره پر دي چي ددی کنوانسیون په موجب ی مقرر سوي دي .د امتیازاتو او مصونیتونو څخه چي د نړیوالو حقوقو لخوا ورکول سوی ډي برخمن کيږيږ
ددی مادی د متن څخه معلومه ده چي د نړیوالو حقوقو امتیازات ډيپلوماتیکو اړیکو په کنوانسیون کي د ثبت سوي امتیازاتو څخه زیات دی ، کنوانسيون چي موضوع يي داشخاصو ساتنه ده د نړیوال حمایت څخه برخمن دی،دغه کنوانسيون په ۱۹۷۳ م کال کي په نيويارک کي لاسلیک سوی په لومړي ماده کي وايې( هغه اشخاص چي د نړیوال حمایت څخه برخمن دی) اصطلاح شامله ده و جمهور ریس او دهغه د کورنی غړو ته چي د هغه سره وي)
په دوهمه ماده کي لاسلیک کوونکی دیته متاعید سوی دی چي د جمهور ریس دخفاظت ازادی او حیثيت ساتلو لپاره لازم تدابیرونیسي.
هغه هیواونه چي په اغلب ګومان د هيوادونو مشران هلته ملاقات کوی وظيفوي دنده لري چي د هغوي د ځان ساتنه وکړيږ
په داسي مواردو کي چي جمهور ریسان په مکرر ډول په مختليف غيري رسمي سفرونه کوي خشونت نه دي ، خصوصاً که په داسي شرايطو کي د مظاهری او سیاسي ستونزی هم وجود ولري.
په بهرنی هيواد کي د جمهور ریس قضايي مصونیت
داچي د جمهور ريس د بهرنی سفر لپاره معين قواعد نه دی وضع سوي بیا هم د دولتونو رويي ته په کتو سره نړیوال عرف ، نړيوال نزاکت او ځينو کنوانسينو چي د ډيپلوماتیکو اړيکو په اړه جوړ سوي وه کولای سو چي د هغوي څخه د قضايي مصونیت په اړه داسي نتیجه ګيری وکړو
د جزايي قضايي مصونیت له نظره د هیوادونو مشران د مطلق مصونیت درلودونکي دي دغه مصونیت د نړيوالي وضعي له مخي دي. د هیوادونو مشران چي د خپل ریاست په وخت کي د کوم جزايي عمل مرتکب سي قضايي جزايي مصونیت لری د خپلي دوری څخه وروسته ددغه مصونیت درلودونکي دی
قضايي مصونیت يوازی د دولتی او رسمی اعمالو څخه برخمن دی چي د هیوادونو د مشرانو لخوا تر سره کيږي .قضايي مصونیت په خصوصي اعمالو کي نه پلي کيږي لکه غیر منقول اموال ، ارث د شخصي پورنو او دګټی لپاره دسرمايي په کار اچول به قضايي مصونيت که نه دي
په قضايي مصونیت په خصوصي برخو کي هم دمحکمي حکم قابل د اجرا نه دی د ارث د نړيوال نزاکت پر اساس د داسي احکامو په رسمی ليدنو کي کيدای سي په تعلیق کي واچول سي او يا د هيوادونو مشران (جمهور ریسان) د دوری تر پايه پوري اقدام ونه کړي
د مصر د پادشاه ملک فاروق د ميرمنی حمل په فرانسه کي سوي ووپه دی مناسبت يی د جواهراتو رانیول او خرڅول درولی وه ، دمګر د وعدی مطابق يی د هغه څخه انکار وکړ د فرانسي دولت د نړیوال نزاکت پر اساس دغه موضوع و تړله نوموړي دعوه هغه وخت د فرانسي په محکمه کي شروع سوه چي ملک فاروق د مصر دحکومت څخه لیری سو.
نور بیا