لیکنه: اسدالله الفت
د دې لپاره چي د ډيپلوماسۍ په باره کي يو څه معلومات ﻻس ته راوړو نو لومړي بايد ډيپلوماسي وپيژنو،د ډيپلوماسۍ د پيژندلو لپاره دا څپرکی په دوو مبحثونو ويسو چي اول يې د ډيپلوماسي لغوي مانا او دوهم يې د ډيپلوماسي اصطلاحي مانا او تعريف دي.
د ډيپلوماسۍ لفظي او لغوي مانا
د ډيپلوماسۍ لغت ديوناني کلمي ديپلوما (Diploma) څخه ريښه اخيستي چي ديوي ليکل سوي ورقي،سند او تصديق په مانا ده.
چي نوموړي کلمي د فرانسي په ژبه اوکلتور کي د Diplomatique.
او وروسته په انګليسي ژبه کي د (Diplomatics) د کلمي په توګه رواج سوه.
همدارنګه دډيپلوماسۍ. کلمه اصطلاحاً هغه ورقه ده چي دلوړو مقاماتو په مهر مزينه اوښکلي سوي وي او د هغه په واسطه يو کس ته يوه درجه ،سمت يا امتياز ورکول کيږي
دغه ډول هغي ورقي ته هم ويل کيږي چي حکام اواميران يې يوبل ته په رسمي اړيکو کي کاروي او د وخت په تيريدو هغه اسنادواو مکاتباتو ته د (Diploma ) کلمه استعمال سوه کوم چي د سياست په ډګر پوري يې اړه درلوده.
او بالاخره زياتيدونکي راکړی ورکړی د ليږلو راليږلو ددغو اسنادو د ساتنی ترتيب او نظم د چارو د سمون لپاره د مجربو او متخصيصو افرادو د د ټاکني اړتيا پيدا سوه
همدی ماهر يا متخصص ته ډيپلومات او دندي ته يې ډيپلوماسي وايې.
ډيپلوماسي په دوو ماناوو سره استعماليږي چي په عام مفهوم او بل په خاص مفهوم سره
په عام مفهوم سره : ډيپلوماسي د انګليسي ژبي د (Tect) چي مانا يې توانايې ،درک ،موقيعت ، حساسيت ، اوضاع، د ادب او کردار ،احوال او خبرو تنظيم په فردي (يوازي) توګه او يا په جمعي ډول د اړيکو ساتل او د هغوي په ښه توګه مخته وړل.دي .
داسي ويل کيږي چي د ډيپلوماسي کلمه په لومړي ځل د يوانګليسي عالم (Edmund Burk) لخوا په ۱۷۹۶ ميلادی کال کي په لومړي ځل په خپلو ليکنو کي د ډيپلوماسی کلمه چي په نن عصر کي کومه مانا ورکوي استعمال کړه، ځيني پوهان د ډيپلوماسي کلمه د يوه علمي مقوله ګڼي او ځيني نور پوهان يې د هنرپه مانا تعبير کوي ،په حقيقت کي د ډيپلوماسي کلمه د دواړو صفاتو او مقولو څخه برخمنه ده
نو دپورته بحث دلنډيز څخه دا نتيجه راوځي چي ډيپلوماسي ددولت بهرني سياست او ډيپلومات دهغه پاليسۍ چلوونکي ته ويل کيږي چي د ډيپلومات لفظ د دغه چلوونکي لپاره صفت ګڼل سويدی
۱ـ ۲ د ډيپلوماسۍ اصطلاحي تعريف
په اصطلاح کي دډيپلوماسۍ لفظ لاندي ماناوي افاده کوي :
الف: دډيپلوماسي په پراخه مانا دځني سياست پوهانو په فکر ددولتونو ترمنځ اړيکي (روابط) دي ،چي دډيپلوماسي سيوه پدي مورد کي د ملي عنصر رول لوبوي او ځيني نوريې بيا دملي سياست داِعمال وسيله ګڼي ،چي د دې څخه دا استنباط کيږي چي بهرني سياست يو هدف اوغرض دى اوډيپلوماسي دهغه دتنفيذ وسيله ده
ب: د ډيپلوماسۍ د اصطلاح داستعمال په مورد کي چي ټول پوهان تقريباً اتفاق (توافق )لري هغه دادى چي ډيپلوماسي د(مذاکري) داصطلاح مترادفه کلمه ده اوڅرنګه چي پوهيږو دمذاکري څخه هدف دتوافق لاس ته راوړل دي او دتوافق څخه ناچاره د(سازش) مانا واخلو نو پدي لحاظ دډيپلوماسيې اصطلاح داسي هم توضيح کولاى سو
ډيپلوماسي دسازش فن دى چي په نړيوال سياست کي هيواد د خطر اچولو څخه ژغوري د ملي ګټو او امنيت ساتلو ضامن ده.
ج: ډيپلوماسي دنړيوالو اړيکو (بين المللي روابطو) داداره کوونکي ددستګاه عمل دى او دهغو کسانو اومامورينو په خصوصياتو باندي هم دډيپلوماسي اطلاق کيږي چي د دې اړيکو( روابطو) په تنظيم باندي ګمارل سوي وي
د ډيپلوماسۍ دلفظ اواصطلاح په پيژندلو کي يوه مسئله هم دجګړي او ډيپلوماسۍ ترمنځ داړيکي ده پدي مانا چي ډيپلوماسي هغه وسيله ده چي د بهرني سياست ( خارجي سياست) دجګړي پرځاي دتوافق دلاري دتنفيذ مرحلي ته رسوي
.نو د دې تعريف په اساس د جګړي شروع د ډيپلوماسۍ ماتي ګڼل کيږي مګر يوتعداد پوهان پدي عقيده دي چي د جګړي په دوران کي هم ډيپلوماسي کولاي سي چي ادامه پيداکړي اوداقول نسبتاً قوي هم دى اما پدي بايد پوه سو چي دنظامي قدرت درلودل دډيپلوماسي دعواملو څخه ګڼل کيږي
د(١٩٥٠)م کال څخه راپدي خوا په سياسي حلقاتو کي يو تعداد پوهان پدي عقيده دي چي نور هيڅ ملت نسي کولاى د جګړي د لاري خپلو اهدافو ته ځان ورسوي مګريو تعداد نورپوهان په جګړي باندي د وسيلي په حيث د تکيه کولو طرفدار دي ډيپلوماسي په سنتي ډول د هغه ډيپلوماتانو پواسطه اعمال کيده کوم چي د خپل هيواد لخوا نورو هيوادو ته معرفي کيدل،خو وروسته په کراره کراره د دولت ريسان دبهرنيو چارو وزيران اونورو هم کولاى سول چي پدي امرکي ګډون وکړي په پخوانيو وختو کي ډيپلوماسي يواستثنايې کار وو چي په نادره ډول به دجګړو څخه وروسته د يو کنفرانس په شکل ډيپلوماتان سره رايوځاي کيدل .
مګر دملتونودټولني د له منځته راتلو وروسته ډيپلوماسۍ شکل بدل سواو ډيپلوماسي چي پخواپه مخفيانه ډول عملي کيده مګر نن ورځ په علني ډول اويايې يوه برخه دخلکو دسترګو ترمخه اودعمومي افکارو په نظر کي نيولو سره عملي کيده.
موږ نسو کولي چي د ډيپلوماسې تعريف په څو محدودو کلمو کي راونغاړو يعني د ډيپلوماسي لپاره يو مشخص او معين تعريف نسو کولاي،خو بيا هم د ډيپلوماسي تعريفونه زياتو عالمانو په مختلفو شکلونو سره کړي دي چي موږ يې څو نموني را اخلو.
نور بیا