د ډکوونکو موادو (جغل او شګه) د اوبو د جذب او مخصوصه وزن ازمایښت. Specific Gravity and Water Absorption Tests of Aggregates
د ډکوونکو موادو ازمایښت ددې لپاره ترسره کیږي چې د موادو کیفیت یا محکمیت اندازه شي په داسې حال کې چې د اوبو جذب ازمایښت د جغل او شګې د اوبو اخستو یا نیولو ظرفیت(holding capacity) پیداکېدو لپاره ترسره کیږي.
ددې ازمایښتونو اصلي موخه داده چې :
1. د موادو کیفیت او محکمیت اندازه شي.
2. د ډکوونکو موادو اوبو جذب اندازه مالومه شي.
مخصوصه وزن د ورکول شوي حجم د وزن او او دهغې معادل حجم اوبو له نسبت څخه عبارت دی .دا د موادو کیفیت یا محکمیت اندازه کول دي. معمولا ټیټ مخصوصه وزن لرونکي ډکوونکي مواد د لوړ مخصوصه وزن لرونکو په پرتله کمزوري وي .
پرډکوونکو موادو د مخصوصه وزن او اوبو جذب ازمایښت پروسیجر .Procedure of Water Absorption and Specific Gravity Test on Aggregates
د ډکوونکو موادو د مخصوصه وزن د پیداکیدو لپآره د ازمایښت درې میتودونه شته ،نظر د ډکوونکو موادو سایز ته له 10mm ،40mm غټ او له 10mm کم .هغه نمونې چې له 10mm ،40mm غټ وي ،لاندې ازمایښت ورته کاریږي او هغه چې سایزیې له 10mm ټیټ وي د هغې لپاره Pycnometer ازمایښت کاریږي.
ضرورت وړ وسایل . Apparatus Required
1. یوه ترازو چې 3kg ظرفیت ولري او وزن کول یې 0.5g پورې دقت ولري او داسې ډول وي چې نمونې کنتینر په اوبو کې ډوب اندازه کړای شي.
2. ترمو ستاتیک کنترول کوونکی نغری چې تر 100-110° C تودوخه وساتلی شي.
3. سیمي سطل چې جالۍ یې له 6.3mm غټه نه وي او سوري لرونکي کنتینر چې نری ویر هانګر ولري څو له ترازو سره ځوړند شي.
4. د اوبو ډکولو لوښی او ځوړنده سطل .
5. د همدې سطل په اندازه یو کنتینر چې هوا ترې نه تیریږي.
6. یو ټاټکی او داوبو جذبونکی تکه یا رخت چې هر یو له 75x45cm. کم نه وي.
پروسیجر . Procedure
1. د ډکوونکو موادو 2kg نمونه پاکه پرېمنځل شي څو میده دانه مواد ترې لرې شي ،بیا اضافي اوبه ترې وویستل شي او په یو سیمي سطل کې کیښودل شي او بیا په مقطرو اوبو کې د 22- 32º C تودوخې لاندې ډوب شي او په سطل کې د جغل لپاسه لږترلږه 5cm اوبه پرې ودرول شي.
2. وروسته له دې چې په جغل اوبو کې ډوب شي نښتې هوا ترې لرې کیږي ،سطل د 24 ساعتونو لپآره په اوبو کې کیښودل شي.
3. سطل او نمونه یې دواړه وزن کې کیږي په داسې حال کې چې په اوبو کې وي او دتودوخې درجه 22° – 32°C پورې وي .په اوبو کې ځوړند حالت کې وزن = W1g. دی .
4. سطل او ډکوونکي مواد له اوبو راایستل کیږي او د څو دقیقو لپاره پریښودل کیږي چې اضافي اوبه یی ووځي ،بیا وروسته ډکوونکي مواد اوبه جذبونکي ململ تکې یا رخت باندې اچول کیږي .تش سطل داوبو ټانک ته وړل کیږي او 25 ځلې خورول کیږي اووزن یې اخستل کیږي چې دې وزن ته = W2 g.
5. ډکووونکي مواد یا جغل په ململ تکه اچول کیږي څو ټول اضافي اوبه ترې جذب شي .بیا په بله وچه تکه په هموار شکل یوه طبقه کې اچول کیږي او د 10 دقیقو لپآره پریښودل کیږي څو چې جغل مکمل وچ شي.دې سطحې وچ جغل وزن ته W3 g وزن ویل کیږي.
6. بیا وروسته دا جغل په یو بل لوښي اچول کیږي او نغري د 24 لپاره کیښودل کیږي چې تودوخه 110° C وي .له 24 ساعتونو وروسته نغري څخه اخستل کیږي او وزن کیږي چې دې وزن W4 g ویل کیږي.
د ازمایښت پایله .
i. له سطل سره په اوبو کې ځوړند مشبوع شوو ډکوونکو موادو وزن. W1g
ii. په اوبو کې ځوړند سطل وزن . W2 g
iii. په هوا کې سطحي وچ شوو ډکوونکو موادو وزن W3g
iv. د نغري وچ شوو ډکوونکوو وزن W4 g
v. په اوبو کې د مشبوع شوو ډکوونکو موادو وزن . W1 – W2 g
vi. دډکوونکو موادو معادل حجم اوبو وزن . = W3–( W1–W2)g
فورمولونه .مخصوصه وزن . = W3 / (W3– (W1– W2))
ښکاره مخصوصه وزن . = W4/ (W4– (W11– W2))
اوبو جذب . = ((W3 – W4) / W4) X 100
یا هم water absorption (%)= [(SSD wt – Dry wt) / Dry wt] * 100
لوړ مخصوصه وزن د لوړ محکمیت ښودنه کوي ،خو بیا هم نه شي کیدای شي ډکوونکو موادو یو شمیر نورو خواصو لکه کرشنګ ،impact او سولیدو قیمت (abrasion values) پرته سمه پریکړه وکړو.
د مخصوصه وزن او اوبو جذب قیمتونو په اړه سپارښتنې .
د سرک په جوړیدو کې کاریدونکو ډکوونکو موادو یعنی جغل قیمتونو رنج له 2.5 تر 3 پورې دی چې اوسط یې 2.68 دی .د اوبو جذب باید په واحد وزن کې له 2% زیات نه وي .