لیکنه: اسدالله شهاب
کېدایشي دا خبره پر ځینې دوستانو ګرانه تمامه شي، فکر وکړي چې له تاریخي حقایقو سترګې پټوم او د ولس احساساتو ته احترام نه لرم…!
مګر دا باید په پام کې وساتو چې د وخت په تېرېدو او د نسلونو په ختمېدو سره د خلکو په افکارو کې ځانګړی بدلون راځي، په همدې سبب نوي دودونه د پخوانيو دودونو ځای نیسي، د ژوند اسانتیاوې او وسائل ورځ تر بلې عصري کېږي، دا دی وينو چې د ژوند طرز او ډول په بدلېدو دی، د نن ورځې ټیکنالوژي دومره پرمخ تللې چې په پروني خيالونو او فکرونو کې ژوند کونکي یې أصلاً منلای نه شي.
دا هغه حقایق دي چې انکار ترې نه شي کېدای، چا چې دغه حقایق درک کړي د ترقۍ لوړو منازلو ته رسېدلي او چا چې دې حقایقو ته په سپکه کتلي او یا د پام وړ اهتمام یې ورته نه دی کړی، په خپل حال پاتې دي، ترقي یې نه ده کړې، په ژوند کې یې اسانتياوې او د ژوند په بڼه کې يې بدلون نه دی راغلي. مثلاً دوی چې کوم کار د لسو کسانوپه مرسته، په څلورو ورځو کې سرته رسوي، مترقي خلک یې د پرمختللي وسايلو پر مټ په دوو کسانو؛ په دوو ورځو کې ترسره کوي، د پرون ورځې سهولت د نن ورځې سهولت په مقابل کې د یوې ستونزې بڼه خپله کړې! دغه او دغې ته ورته ډېرې ستونزې یې په خپل حال پاتې دي، بلکې ستونزې یې ډېرې شوې دي، دا ځکه چې د پرون ورځ د شاهي ټانګې ټایر د نن ورځې نوي او عصري موټر ته نه برابرېږي! نړۍ دومره مترقي شوې چې پرون او نن سره نه مقایسه کېږي، دا چې يوه پېړۍ له بلې پېړۍ سره مقایسه کوو؛ دا نو په اوسنیو شرایطو کې یو ناسم او غیر معقول کار دی.
په دې وروستیو کې ایران او د نړۍ د مترقي هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د کامیابۍ بهير او د دغو مذاکراتو په اړه د نړيوالو تأثرات او تبصرې باید په دقت سره وګورو، ویې ارزوو او ډېر څه ترې باید زده کړو!
د نړیوالو لیکوالانو په آند ایران د یو څو اقتصادي بندیزونو او د دغو بندیزونو په سبب د ګوتو په شمېر رامنځته شويو ستونزو د هوراولو په مقابل کې د خپلو دوو نسلونو له دعوو او افتخاراتو څخه په تېرېدو موافقه ښودلې…!
د ایران د بهرنيو چارو وزیر په ډېر افتخار نړۍ او خپل ولس ته له خپل تاریخي دریځ څخه د تېرېدو مبارکي ورکړه او دغه کار یې خپل کاري ویاړ او ستره لاسته راوړنه وبلله!
ملت یې دغه خبر لوی زېری ګڼي او سرکونو او لویو لارو ته په راوتلو یې بدرګه کوي، حقیقت دا دی چې دغه خلک چې سرکونو او لویو لارو ته راوتلي وو؛ نیکونو یې د “مرګ بر شیطان بزرګ” په نعرو له نړۍ سترګې پټې کړې او د پلرونو یو شمېر یې په همدې او ده ته ورته په نورو سختو شعارونو ورکولو فنا شول او پاتې یې د خپلو عمرونو په آخري پړاوونو کې دي! مګر دوی د خپلو نیکونو او پلرونو افتخارات د شیطان بزرګ، عدوُّ الله او د ملګرو په خپو کې يې، نه دا چې قرباني کړل، بلکې ویاړ پرې هم کوي…!
عجیبه یې لا دا ده چې په نړۍ کې هیڅوک داسې پیدا نه شو چې د ایران ولس ته په دې کار پیغور ورکړي! دا ځکه چې نړۍ بدله شوې، انسانان یې بدل شوي، فکرونه یې عوض شوي، د پرون او نن غوښتنې سره فرق کوي.
مونږ هم یو څو داسې ستونزې لرو چې باید له سره پرې سوچ وکړو، د ډيورنډ مسئله یې د بیلګې په توګه راوړم، زمونږ چارواکي او ولس باید دې ته متوجه وي چې حالاتو تغیر موندلی، اوس نو هغه حال نه دی پاتې، بې له شکه زمونږ تېر افتخارات زمونږ لپاره د ویاړ باعث دي، مګر دغه افتخارات باید زمونږ په اوسني ژوند، دومره اغېز ونه کړي چې مونږ د ترقۍ په اوسنۍ سيالۍ کې له خپلو سیالانو پاتې راشو، حتی له هغه چا پاتې راشو چې تر پرونه پرې زمونږ نیکونو واک چلاوه!
هیله ده، مخکې له دې چې د ډیورنډ په موضوع په خپل مخکیني دریځ کلک ودرېږو او یا نوی دریځ خپل کړو؛ یو څو پوښتنو ته مو باید معقول او د منلو وړ ځوابونه پیدا کړي وي، که بالفرض والتقدیر (غالب احتمال یې همداسې دی) د ډيورنډ لانجه ملل متحد ته ولاړه شي، پریکړه په دې وشي چې د ډيورنډ هغه غاړې اوسېدونکي به د يوې خپلواکې او رڼې ټولپوښتنې له لارې خپل برخليک ټاکي چې:
• یا به له أفغانستان سره کېږي.
• یا به دغه سیمه د یو نوي او خپلواک هېواد په توګه منل کېږي.
• یا هم د دغې سيمې اوسېدونکي خپل راتلونکی له پاکستان سره تړي.
څه فکر کوئ دوی به خپله رایه د کوم انتخاب لپاره وکاروي؟
که قرائن داسې څرګند شي چې دغه سيمه زمونږ نه شي کېدای، نو آیا مونږ ورته داسې کومه معقوله طرحه او مقنِع دلائل لرو چې په بدل کې یې کافي امتيازات ترلاسه کړو؟