• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د ډېرو پردیو ژبو زده کولو زیانونه

Home د ډېرو پردیو ژبو زده کولو زیانونه
د ډېرو پردیو ژبو زده کولو زیانونه

د ډېرو پردیو ژبو زده کولو زیانونه

لیکنه: انور لمر

تر ډېره به مو اوریدلي وي چې د نورو ژبو زده کول کمال دی، که چېرته یو انسان په یو څو ژبو خبرې وکړای شی نو ښایي تر ډېره به پرته له کومې ستونزې خپلې موخې ته ورسیږي.

یو بل چرته مې لوستې او اوریدلي چې غواړې پوه شې دښمن دی څه پلان لري نو، د هغې ژبه زده کړه نو دا به ستا په بریالیتوب کې ډېره مرسته وکړي.

دی ته ورته نورې ګټې او بیلګې یې هم راوړې شو چې ډېرو خلکو د ګتې په نوم پیژندلي.
خو د زیان په هکله یې هیڅ کوم فکر نه دی کړی. که څه هم موږ ټول پوهیږو، هر هغه څه چې ګټې لري؛ کیدای شي د زیانه هم تش نه وي.

د ډېرو ژبو زده کول خپلې مورنۍ ژبې ته زیان اړولی شي.

د ډېرو ژبو زده کول کولی شي موږ په ځانګړي توګه د خپلې ژبې څخه لرې وساتي.
د افغانستان  پخوانیو چارواکو چې په اداره کې یې کار کړی  تر اوسه پورې د خپلې ژبې د لیکلو سره پوره ستونزه لري.  دا ځکه چې دوی ته لیک او لوست په هغه وخت کې په خپله ژبه نه وو ورکړل شوی. دی کار له دوی څخه تر ډېره دا احساس ورک کړ چې  دوی دی خپلې ژبې ته  کار وکړي.
ځینو یې بیا دی د پاره پښتو نه لیکله او ویله چې دوی ته ځانونه اسري نه ښکاریدل، له بده مرغه باید ووایم چې په اوسني وخت کې هم دا خبره کیږي.

موږ  پدې اند  یو چې که  دنورو ژبو مو زده کړه نو، د هغې په پلان سړی ژر پوهیدای شي. سمه ده دا کار به هم امکان ولري. ( خو د نورو په پلان پوهیدل او یا په هغې ځان بوخت ساتل کیداشي موږ خپله بې پلانه کړي.  موږ به تر ډېره بیا د نورو په پلانونو بوخت یو خو هیڅ کوم خپل پلان به جوړ نه شو کړای.
کله چې یو څوک یوه بله ژبه زده کړي نو هڅه کوي چې کوم ناست سړي ته ځان وښایي چې ګني ما خو یوه بله ژبه زده کړيده ( دا کار په پښتانو کې تر بل هر قوم عام دی) چې دا یې یو ځانګړې زیان دی.

د ډېرو ژبو زده کول انسان بي مسلکه کوي، هر هغه څوک چې ډېرې ژبې یې  زده وي د مسلکه بې برخې وي. بیلګه یې پښتانه راوړۍ شو.  چې د بل هر توکم یې ډېرې ژبې زده دي او د بل هر توکم په پرتله بې مسلکه دي.

موږ ولې نورې ژبې زده کوو؟
موږ که له ځانه پوښتنه وکړو چې ولې نورې ژبې زده کوو  ګټه یې څه ده؟
د کومې موخې دپاره یې زده کوو نو موږ  به دا اړینه ونه ګڼو چې ډېرې ژبې دی زده کړو. موږ سره تر ډېره  یو ډول ډار وي،  فکر کوو چې که په ژبه پوه نه شو نو هیڅ کوم کار مو پر مخ نه ځي.  ددې له پاره چې له دی څخه مو ځان ژغورلی وي نو موږ ته په کار ده هغه ژبه زده کړو چې کومه نړیواله وي، او ډېر علمي کتابونه پرې لیکل شوي وي.  انګلیسي یوه نړیواله ژبه ده که یې زده کړو نو په هر ځای کې مو ستونزه هوارولی شي.

د ژبې د زده کولو موخه مو څه ده؟
د نورو ژبو زده کولو دپاره موږ باید وګورو چې تاته یې څه ګټه رسیږي؟ که یې  نه  راسیده نو ولې پرې وخت ولګوو؟  د پردۍ ژبې زده کول ډېر وخت ته اړتیا لري نو موږ کولی شو  هغه وخت چې د ژبې په زده کړه یې لګوو په هغه څه ولګوو، کوم چې دی راتلونکي ته ګټه رسوي، اغیزمن به وي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

Noor Ahmad Emal پوهنيار نور احمد اېمل

د هلمند فرهنګي وضعيت – لومړۍ برخه

Aug 16, 2015

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل د هلمند ولايت لنډه پېژندنه[...]

په کيسه کې کرکټر کښنه لومړيتوب lomritob.c

په کيسه کې کرکټر کښنه – لسمه برخه

Jul 14, 2015

لیکنه: بصيرالحق عادل د کونډې جينۍ په کيسه کې د کرکټرونو[...]

Dr-Mujawer-Ahmad-Ziar-2 مجاور احمد زيار

د پوهاند زیار د څېړنو او پنځونو پرلپېیلي پرمختیايي پړاوونه

Dec 30, 2017

لیکنه: پوهنيار سیداصغر هاشمي د جسمي ځواکمتیا لپاره فزیکي سپورت[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d