لیکنه: لقمان حکيم حکمت
د ډېموکراسۍ سلبي اړخونه :
لومړی : ډيموکراسي نظام له يو پلوه پر بندګانو باندې د الله پاک حقوق بيخي له پامه غورځوي او له بل پلوه د عامو خلکو حقوق هم نه خوندي کوي ، دا چې ټولنه پر وګړو څومره حق لري د هغې خو پوښتنه نه پېدا کيږي ، د فردي ازادۍ په نوم هر څه پايمالوي .
دوهم : ډيموکراسي نظام د هيواد اساسي او پارلمان تاييد کړي قوانينو تابع وي ، يا هغه مقننه قوه چې د هېواد اړوند چارو ته قانون او نور ضوابط ږدي نوموړی نظام يې تابع وي ، شايد دغه قانون پر هوا پرستۍ بنا وي ! شايد په خود غرضۍ بناوی چې نورو عامو خلکو ته په کې حقوق ورکول ناشوني وي .
دغسې قانون پوهان د تل لپاره قانون ته شيطاني تمهيدونه ږدي او دومره يې خلکوته قابل غور معرفي کړي چې ګنې له دې قانون پرته زندګي امکان نه لري ، زياتره قوانين يې هغه ډول وي چې حکمران په کې زيار باسي تر څو خپل رعيت د مزيدې ولکې لاندې راولي .
له دې کبله په ډيموکراسۍ کې چونکه معيار اکثريت وي نو د خپلې پلې درنولو لپاره په سر کې واقع خلک د منصبونو ، مال او دولت ، د شهوت پرستۍ او دنيوي لالچ له مخې د نورو خلکو ضميرونه او عزتونه واخلي تر څوک اکثريت تشکيل کړي او نوی قانون پلی کړي ، دغسې ډول خلک بيا نو په مکر او دجل کې دومره پرمخ تللي وي چې حق ته باطل او باطل ته د حق نوم ورکړي ، رعيت يې تر شاه يوآځې د زنده اباد او مرده اباد نعرې وهي ، د غونډې په هر ډګر کې تنظيمي جنډې پورته پورته کوي او پر نور يې بالا غواړي .
دريم : ډيمکراسي نظام په څرګند ډول دا شعارونه ورکوي چې دين الله دی او وطن د ټولو کور دی ، په هېواد کې لږکي هم ا کثريت په څېر حقوق او واجبات لري ، له دې ځايه لږکيو وکولی شول چې خپل مذهبي رسومات د خپل منځۍ مرستې په مټ مخ په وړاندې بوځي ، خپل مذهبي دعوتونو ته وده ورکړي او له بهرنيو هېوادونو څخه په دې باب کې د عقيدې ، فکر ، مذهب او قوم ملاتړ ترلاسه کړي .
د ډيموکراسۍ همدا مزه پاتې شوه چې مسلمان پکې ورځ تر بلې په ښکته روان دی او لږکي غير مسلم په کې په پورته روان دی ، که څه يې هم افراد ډېر نه دي خو ولې قوت د همدو په لاس کې دی .
څلورم : ډيموکراسي په خپل ذات کې د قوانينو او ضوابطو په لحاظ بهترين سادين دی ، ځکه په نمونو نمونو دروغ په کې دي ، د چل ، پراډ ، خيانت ، غيبت ، د خلکو بې عزتي او د رعيت اتحاد په رنګارنګ لار ورکو فاسدو خبرو او اسلام ضد درېځونو باندې شکولو په شمول په کې نور ډېر څه هم شته .
تر څو له دې شيطاني رسو په وساطت وکولی شي خپلې موخې ته رسيدګي وکړي ، د هېواد واکوال جوړ شي ، د هيواد ثروت او خزانې يې زير دست شي ، تر څو په اسانۍ وکولی شي دينداره طبقه خلک شړلو ته اړ کړي ، د اسلامي عدل او خير روڼ مشالونه ووژني .
پنځم : په ډيموکراسۍ کې شخصي ( فردي ) ازادي نهايت زيات اسراف دی ، د شرارت او انساني کرامت د له منځه وړلو لپاره فردي ازادي بسنه کوي ، په ټولنه کې د خورا سختو ستونزو لپاره هم فردي ازادي بس ده ، د وګړيز او ټولنيز د روڼ سهار او روښانه مستقبل د کچې کمولو او د نړولو لپاره دا ډول ازادي لوی لامل دی .
شپرم : په ډيموکراسۍ کې اقتصادي ازادي د فساد لپاره کفايت کوی ، دوکه بازو خلکو ته يې د پراډ او د خلکو تېريستلو او احتکار دروازه خلاصه پرېښې ده ، په اقتصادي ازادۍ کې يې پراډ پوهان کولی شي د خلکو شتمني د خېل خېل دوکو له لارې راغونډې کړي ، هېڅ دوکه باز په کې نه محاکمه کيږي .
اووم : له شرعي عدالت او اهليت پرته د انتخاباتو په لړې او سياسي ډګر کې هر هېوادوال د ګډون حق لري ، دا ډول يې د اسلامي احکامو دنګې ماڼۍ نړولو لپاره بس ده چې پرځای يې د ليبرل لاديني ماڼې پر بنسټ بديله ماڼي پورته کيږي ، د ښو او شريفو خلکو په بدل د پارلمان حصه زياتره هغه خلک جوړيږي چې د رذالت پرې تمامه او له ديني احکامو څخه لوڅ لغړ وي ، هيواد د اسلامي مواقفو پر ځای په فساد او وېرانۍ رهی کړي ، د فسق او فجور مېلو او سرکشو ته په کې وده ورکوي ، قولي او عملي فحش او فجور په کې د وګړو ترمنځ لا وباله امور وګرځي ، د خير او سعادت پر ځای هېواد د داسې فساد په لور روان وي چې انسان په ځان پوهيږي مرګ به په غېږ کې اخستی وي .
عام خلک نه پوهېږي خو ولې ديني او قومي دښمن يې پر شا سپور وي ، کفار يې د همدوی په خاوره د خپلو ګټو وټو لپاره په داسې توګه استعمال کړي چې د دوی په لاشعور کې هم نه وي .
اتم : په ډيموکراسي کې هر فرد ته ازادي ورکول چې د انتخاباتو له لارې کولی شي د پارلمان غړی جوړ شي نو په دې سره هر فرد د خپل حريف پر ضد واک ګټلو کې مسابقه کوي ، کله ناکله پکې جګړې او شخړې هم وکړي ، لنډه دا چې د واک تر لاسه کولو لپاره ټولې د غير شرافت لارې په کار اچوي ، د واک په خاطر بې تحاشا مالي لګښتونه کوي او د خپل لګښت په مقابل کې بيا په چندونو چندونو سرکاري املاک او د رعيت حقوق غصبوي او هضموي ، د ډيموکراسۍ دا پديده له هېڅ چا څخه پټه او پناه نه ده ، هره ورځ يې هرڅوک نمونې ويني او ليدلي يې دي ، زمونږ افغانستان يې ډېر ښه مثال دی .