لیکنه: لقمان حکيم حکمت
لومړی اړخ : د ډيموکراسۍ او لادينيت ترمنځ اړيکه :
ډيموکراسي او لادينيت سره خپل منځ کې د اصل او فرعې اړيکه لري ، لادينيت ( سيکولرېزم ) هغه کفري مذهب دی چې دين او دنيا سره يو له بله مستقله ګڼي چې دين په دنيا هېڅ راز اثر نه لري ، سيکولرېزم هغه مذهب دی چې د سياسي ، اقتصادي ، ټولنيز او وګړيز ، اخلاقي او قانوي او … اړخونو کې د دنيا په قيادت داسې باور لري چې له ديني اوامرو او نواهيو څخه بيخي لرې او کاڼه ړانده دي .
دا چې اولسواکي خپله د ډيموکراسۍ بنسټ دی لا پسې توضيحوي چې بايد د ژوند ګردو سياسي حالتونو کې واک د اولس وي .
مونږ کولی شو ووايو چې ډيموکراسي فکري مذهب دی چې فکر اودين سره يو له بله جلا بولي ، جوته شوه چې ډيموکراسي د سيکولرېزم سياسي تعبير دی ، لکه څنګه چې سوساليزم او کپېټالېزم د علمانيت اقتصادي تعبيرونه دي .
د ډيموکراسۍ او سيکولرېزم ترمنځ اړيکې مونږ په ډېره اسانتيا هله ادراک کولی شو چې لومړی په دې وپوهېږو چې د ټولنيز ژوند هغه نظريه چې د ډيموکراسي نظام فلسفي او اساسي بنسټ شمېرل کيږي په نفس وقت کې د اروپا په مسيحي تاريخ کې د فرنسا د انقلاب اساس او فلسفه هم وه .
دوهم اړخ : په اسلام کې ډيموکراسي نشته :
د ډيموکراسۍ حقيقت او بنسټيز الحادي اصول چې مونږ کله وپېژندل او راته جوته شوه چې ډيموکراسۍ کې څومره غليظ کفر او د الله سره شرک پروت دی نو په خورا ډېره ښه ډول راته دا هم څرګنديږي چې ډيموکراسي بيخي د اسلام حنيف دين سره اړخ نه لګوي ، او هغه خلک د دروغو باچاهان دي چې وايي اسلام کې ډيموکراسي شته او يا اسلام د ډيموکراسۍ ژوند دی .
دريم اړخ : د اسلامي شريعت نګاه نه ډيموکراسي نظام باطل نظام دی : د الحاد ( سيکولرېزم ) پر بنسټ ولاړه ډيموکراسۍ د بطلان لپاره هم دومره بسنه کوي چې بنسټ يې څوک په سمه توګه وپېژني .
له دې څخه نور شرعي امور منځ ته راځي چې :
۱ – : په ډيموکراسي نظام کې په مسلمانانو باندې شرعي ولايت نشته ، له دې نظام سره بايد د مسلمان علاقه براء وي او ولاء نه وي .
۲ – : چرته چې هم ډيموکراسي نظام قيام لري بايد مسلمان طبقه خلک يې د زوال لپاره شرعي کړنلاره اختيار کړي او پر ځای يې اسلامي احکام تنفيذ کړي تر څو د هغه امن فضا خپره شي چې د خلفاء راشدينو په دور خلافت کې وه .
څلورم اړخ : په ډيموکراسي نظام کې هغه څه نشته چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم امت ورته اړتيا ولري ، ګڼ شمېر خلک وايي چې مونږ په يقين وايو چې په مذکوره معنا اسلام کې ډيموکراسي نشته خو ولې ځينې ګټور عناصر په کې شتون لري لکه دا چې سرنوشت اولس د ځآن لپاره خپله ټاکي ، د استبداد او جبروت په مهال اولس کولی شي له ټولواکانو څخه د ځان پوښتنه وکړي ، په ډيموکراسۍ کې خلک دا هم کولی شي چې د خپلې خبرې اظهار وکړی شي او د چارو په سمبالولو کې پراخه حق هم لري ، نو چې دومره خير په کې وي ولې بايد ډيموکراسي شا ته وغورځول شي او له خيره يې محروم پاتې شو ؟؟
دا ډول له حکمت او عقلانيت څخه لوڅې پوښتنې د شرعي او سياسي فقهې په قواعدو د خلکو ناپوهۍ ته اشاره ده چې ځواب يې بايد په لنډو ټکو کې داسې وکړو :
لږ وړاندې مووويل چې د ډيموکراسۍ اصول او جرړې د الحاد او زندقت اصول دي ، نو چې بنسټ يې کفر وي په فروعو کې به يې اصلاح او اسلام له کومه راشي ؟
يا کله چې مونږ د ډيموکراسۍ دغه اصول له خپو نه لاندې کړو ايا دا امکان لري چې داسې نظام ته ډيموکراسي ووايو چې ډيموکراسي په کې نه وي ؟؟
بيا نو ولې د ډيموکراسي په نظام دومره ټينګار وکړی شي چې هېڅ حقيقت نه لري ؟
او مخکې مو دا هم ذکر کړل چې په ډيموکراسي نظام کې ښه او بد سره توپير نه لري ځکه چې ټول د يو بنسټ فروع دي .
ايا دا کېدای شي چې د ډيموکراسۍ له خير څخه مستفيد شو او زيانونه يې تر شا وغورځو ؟
ځواب دا کېدای شي چې هغه امت چې الله ورته ( خير ) ويلی دی ايا په خپل ځانګړي سياسي نظام کې چې ښکته پورته ټول خير او برکت دی ، د برکت او ګټو ميدان يې دومره پراخه دی چې تصور يې نه شي ادراک کولی ، ايا د کفر او زندقت سياسي نظامونو ته اړتيا لري ؟
د اسلامې عقېدې يو اړخ دا هم دی چې مسلمان بايد عقيده ولري چې زمونږ اسلامي دين هېڅ د ګټې او فايدې دروازه نه ده پرېښی مګر مونږ ته يې ښوونه کړې ده ، او څومره چې د شر کارونه او د انسان د بدبختيو لاملونه دي مونږ يې ورڅخه ډارولي يو ، نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي [ إِنَّهُ لَمْ يَكُنْ نَبِيٌّ قَبْلِي إِلَّا كَانَ حَقًّا عَلَيْهِ أَنْ يَدُلَّ أُمَّتَهُ عَلَى خَيْرِ مَا يَعْلَمُهُ لَهُمْ، وَيُنْذِرَهُمْ شَرَّ مَا يَعْلَمُهُ لَهُمْ ] ( صحيح مسلم : ۱۸۴۴)
ژباړه : له ما څخه وړاندې هېڅ پېغمبر نه دی راغلی مګر خپل امت ته يې هغه څه ښوولي دي چې د امت لپاره يې ګټور ليدل ، او له هغه څه يې رابند کړي دي چې په شر به يې تمامېده .
ايا له دې وروسته مسلمان ته د دې مجال پاتې کيږي چې د ډيموکراسۍ کفري سياسي نظام اړوند فکر ولري چې زمونږ لپاره په کې هغه خير او برکت شته چې په اسلامي نظام کې شتون نه لري ، مونږ اړتيا لرو چې اسلامې نظام ته د ډيموکراسۍ په ځينو فايدو او ګټو وده ورکړو ؟
د مسلمانانو چاررو پر ارزښت اسلام دومره غږيدلی چې حتی د اودس ماتي اړوند يې هم کافي معلومات ورکړي دي ، نو ايا ممکن دي چې د مسلمانانو د چارو سبمالښت او سياستي نظام دې فلج پريږدي ؟تر څو له نورو نظامونو څخه ګټه پورته کړو او د اسلامي دين سياسي اړخونو خاليګاوې پرې ډکې کړو ؟
د اسلامي شريعت له سپېڅلو موخو څخه دا هم ده چې د غښتلي دولت ودانۍ د ايمان پر بنسټ راپورته کړي ، داسې هېواد چې د بېرغ لاندې سيورې ته يې ګرد وطنوالو ته خير او سعادت ، حق او عدل شامل وي ، ايا اوس هم د دې پوښتنې ځای پېدا کېدای شي چې مونږ په سياسي اړخ کې نورو نظامونو ته اړتيا لرو تر څو تشه ډکه کړو ؟
شک نشته چې خير اسلامی دين ته په غاړه اېښودو کې دی او په سرغړونو کې يې يوآځې د دنيا سپک او سپاند کېدل نه بلکې اخروی تل پاتې شقاوت سره هم انسان مخ کوي .
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.