ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ انسان آزاد او خپلواک پیدا شوی، مګر تل په هغه ځنځیر کې دی، چې خپله یې اوبلی.
۲ ـــ آزادي مې یوازې د هغه په مجسمه او انځور کې ولیده .
۳ ـــ د کمزورې ارادې خاوندان، تل د معجزو او حیرانونکو پېښو په تمه دي، مګر د پیاوړې او ځواکمنې ارادې خاوندان، خپله معجزې او حیرانونکې پېښې رامنځته کوي .
۴ ـــ بشپړه ناپوهي تر نیمګړې پوهې ښه ده، ځکه چې لږ معلوماته ډاکټر سړی وژني، خو چا چې طب نه وي لوستی د ډاکټرۍ په چارو کې لاس نه وهي او چاته یې زیان هم نه رسېږي .
۵ ـــ هڅه وکړئ، چې هغه ډول واوسئ، په کوم ډول چې غواړئ نور مو وویني .
۶ ـــ د ژوند تر ټولو ساده درس داده، چې هېڅکله څوک مه آزاروه .
۷ ـــ د مینې یوه معجزه داده، چې خوږ یې هم یو ډول خوند لري، رښتیني مینان چوپتیا او بې پروایي چې د مینې احساس او خوږ له منځه وړي ستره بد مرغي ګڼي .
۸ ـــ آرامتیا وخت نه پېژني، هرکله چې ستړی شوې، نو دمه وکړه .
۹ ـــ دا یوازې زموږ د هوډ کمزوري ده او کنه نو انسان د هر شي د لاس ته راوړلو له پاره بشپړ ځواک لري .
۱۰ ـــ د دې له پاره چې له یو چا سره مینه وکړو، نو وخت او پوهېدو ته اړتیا لرو. د مینې له پاره لومړی باید څېړنه وکړو او د غوره کېد له پاره یې باید لومړی ښه وازمایو .
۱۱ ـــ د انسان او حیوان ترمنځ توپیر په پوهه او فکر کې نه دی، بلکې د هوډ او اختیار په لرلو کې دی .
۱۲ ـــ په بشپړه توګه هغه کسان چې ډېر پوهېږي، کمې خبرې کوي او هغه کسان چې لږ پوهېږي، نو ډېرې خبرې کوي .
۱۳ ـــ هغه سینه چې د خدای (ج) یاد پکې نه وي، داسې محکمه ده، چې قاضي نه لري .
۱۴ ـــ بدې ردې ویل د هغه چا دلیل دی، چې حق نه لري .
۱۵ ـــ زما په زړه کې شخصي نېکمرغۍ ځای نه لري، بلکې زه خپله نېکمرغي د ټولنې په نېکمرغۍ کې وینم .
۱۶ ـــ بې مینې خلک د ړندو په څېر دي، چې هېڅکله به منزل ونه رسېږي .
۱۷ ـــ هغه چلند او اخلاق چې زموږ په ژوند را څرګندېږي، ډېری یې زموږ د زړه غوښتنې دي، نه زموږ اړتیاوې .
۱۸ ـــ کولای شو چې له حقیقت څخه کرکه وکړو، مګر نه شو کولای چې ترې انکار وکړو.
۱۹ ـــ که زموږ له زړونو څخه د ښکلا مینه واخیستل شي، داسې ده لکه چې ژوند یې را نه اخیستی وي .
۲۰ ـــ هیلې او آرزو ګانې هغه څه دي، چې د بشر له ګریوان څخه لاس پورته کوي .
۲۱ ـــ انسان هغه نه دی د کوم چې فکر کوي، هغه نه دی کوم چې پېژنی او هم نه دی کومې کړنې چې ترسره کوي .
۲۲ ـــ د زړه احساس له منطق څخه لوړ دی .
۲۳ ـــ له کله نه چې کنجوس انسان نړۍ ته راغلی، نو په همغه ورځ شریف انسان له نړۍ څخه کډه کړې ده .
۲۴ ـــ له خبرو کولو مخکې خپلې خبرې ښې وسنجوه، لکه داسې چې له کرلو مخکې په تخم باندې درمل وهې .
۲۵ ـــ په ظاهري بڼه کې انسانان یو د بل په څېر دي، دا باطن دی چې یو تر بله توپیر لري.
۲۶ ـــ هغه څه چې د ژوند بار زموږ په اوږو باندې درندوي، هغه په ژوند کې له خپل بریده تېری دی .
۲۷ ـــ سستي زموږ د کمزورۍ لامل کېږي او که نه نو انسان چې د څه شي ډېره هیله ولري د هغه له پاره ډېره قوه لري .
۲۸ ـــ فکري او ذهني اندېښنې یوازې د بشر له تېروتنو او غلطیو څخه سر چینه اخلي .
۲۹ ـــ پر ځان نه تېرول او تسلمېدل عیب نه دی، بلکې یو هنر او لوړوالی دی، په ځانګړې توګه د ځوانانو له پاره .
۳۰ ـــ د وخت هره پدیده ( ښکارنده ) چې د پیدا کوونکي له لاسه یې را بهر کېږي ښه او غوره ده، داچې د انسان لاسونو ته غورځي، نو له بربادۍ سره مخ کېږي .
۳۱ ـــ کومه بد مرغي چې ماته را رسېدلې ده، هغه په دوستانو اعتماد او باور دی .
۳۲ ـــ په خپلو وړتیاو باور لرل، نیمه بریا ده .
۳۳ ـــ ژوند یوازې له ساه ایستلو څخه عبارت نه دی، بلکې په هیلو او نظریو باندې برلاسي کېدل دي .
۳۴ ـــ کولای شو د هر څه په وړاندې ودرېږو او مقاومت وکړو، پرته له ښېګڼې او نېکۍ څخه .
۳۵ ـــ هغه ماشوم چې په ښوونځي کې قلم په لاس کې واخلي، نو خپله راتلونکې جوړوي.
۳۶ ـــ د نورو د مینې راجلبولو تر ټولو ښه او غوره وسیله، له هغوی سره نېکي کول دي.
۳۷ ـــ د هغه چا له پاره چې هېڅ نه لري، پور هم یو ډول غلا ده .
۳۸ ـــ هر څوک چې د پسرلي مهرباني غواړي، نو باید د ژمي ستونزې وزغمي .
۳۹ ـــ د هغه قلم ځواک چې په حق او انصاف باندې باور لري، له هر توپ او ټانک څخه زیات دی .
۴۰ ـــ زړه تر ټولو غوره، پوه او فیلسوف دی، هغه څوک چې د پاک زړه خاوند وي، نو د فیلسوفانو او پوهانو پندونو او نصیحتونو ته اړتیا نه لري .
۴۱ ـــ ریاضي له انسانه خسیس جوړوي .
۴۲ ـــ په ښځو کې ځېرکتیا او په نرانو کې استعداد ډېر دی، هغه څه چې ښځې یې په ځیرکو سترګو ویني، نو نران د عقل او فکر په سترګو ورته ګوري .
۴۳ ـــ سترګې، غوږونه، عقل او پام د پاملرنې څلور بنسټیز رکنونه دي .
۴۴ ـــ د جسمي بېوزلۍ درملنه ورزش، د روحاني بېوزلۍ درملنه دین، د مالي بېوزلۍ درملنه هڅه او د معنوي بېوزلۍ درملنه پوهه ده .
۴۵ ـــ ښکلول د هیلو د ماڼۍ جوړونکې ده .
۴۶ ـــ هغه څه چې په نړۍ د انسان له پاره ډېر ارزښت لري، د دندې ترسره کول دي .
۴۷ ـــ د هر عیب مور غریبي او پرېښاني ده .
۴۸ ـــ وجدان تر ټولو ستر فیلسوف دی .
۴۹ ـــ منځلاري او زیار د انسان دوه حقیقي طبیبان دي، کار کول اشتها راولي او منځلاري د اشتها مخه نیسي .
۵۰ ـــ رښتینې مینه هغه ورانونکی اور دی، چې خپلې لمبې ټولو احساساتو ته رسوي او په هغوی کې یو نوی ځواک را ژوندی کوي، همدا ده، چې ویلي یې دي : مینه اتلان زېږوي .
You also might be interested in
لیکنه: نعیم الدین نعیم فاشېزم د ایټالوي Fascisma او لاتيني[...]
لیکنه: جاوېد افتاب ستاسو له پاره په دې پوهېدل ډیر[...]
ژباړه: عطا محمد میاخېل کار را منځته کوونکي له ګڼه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی