لیکنه: روښان خادم
کله چې مونږ په کانادا کښی په کال 1990 کښی د پښتنو کلتوری مرکز پرانیست او دڅاروان په نامه مو اخبار خپور کړ چې ما یې د مسول چلوونکی افتخار درلود پدغه اخبار کښي ما دژبنیو اختلافاتو د حل په برخه کښې یو مقاله لیکلی وه.دا اخبار راسره نشته چې هغه مقاله کټ مټ ستاسو مطالعی ته وړاندی کړم خو کوښښ کووم چې عمده ټکی یې را واخلم اوتاسوهم پری د لوستلو وروسته خپل نظر ولیکۍ کله چې د ژبې په باب بحث شوی نو که دا بحث په کنفرانس کښی و، په رادیو ، اخبار ،مجلی او یا هم دڅو کسو تر منځه خبری وي نو دا استدلال اوریدل کیږی چې : ژبه د افهام اوتفهیم وسیله ده اهمیت نه لری چې په کومه ژبه خبری کیږی.
زه په دی عقیده یم چې ژبه یوازی د افهام او تفهیم وسیله نه ده بلکی د ملتونو دملی خصوصیاتو او ممیزاتو د پيژندګلوی تر څنګه ددی ټولو خزانه هم ده او دملتونو حیات ورپوری نغښتی او تړلی دی دېو ملت د ژبی قوت ، غنا،علمې ارزښت تاریخی قدامت دهغه ملت همدا ممیزات ښئې او ساتی چې ژبه ورکه شی ملت هم ورسره ورک شې لکه په هنداو ایران کښي چې پښتانه قومونه ورک شوی او فقط یوازی یو نوم پاتی دی څو کلونه وړاندی په کانادا کښی د پښتنو د کلتوری ټولنی په یوه غونده کښی يو هندوستانی پښتون خبری کولی او خپله د پښتونولی شجره یې بیان کړه چې د هندوستان د لودی خاندان پوری اړه درلوده دغه ځوان چې په لپو لپو یې ژړل وویل له ما څخه خپله پښتو ژبه ورکه شوه او په خپله ژبه نپوهیږم په نړی کښې تر ما بی کسه اوفقیرڅوک نشته زه ورک یم خبره به را لنډه کړم چې ژبی ته یوازی دافهام او تفهیم د وسیلی په هیڅ مه ګوری په افغانستان کښی د پښتو او دری ژبی تر منځه په ډیرو مسایلو کښي اختلافونه شته دملی او رسمی ژبی په مسله کښی هم ډیر مشکلات موجود دی خو دا مشکلات ټول د حل کیدو او رفعه کیدو وړ دی هر څومره چې دا رنګه مشکلات کم شی په هماغه اندازه به ملی یو والی ټینګ شی مونږ په افغانستان دوه ملی اورسمې ژبی لرو چې پښتو اودری ده او دواړو ته په اساسی قانون کښي د ملی او رسمی ژبی حیثیت ورکړ شوی نو څرنګه کیدی شی چې ددواړو ژبو دغه ارزښتمند حیثیت بدون له ګوم تعصب او تفوق څخه مساوی وساتل شی چې د تخریبی شکایتونو مخه ونیول شی او دمخربو متعصبو هدفمندو اشخاصو مخه ډب شی ددی ګار دپاره باید حکومت لاندی کړنلاره غوره کړی
اول : دحکومت ټولو مقا ماتو ته د ریس تر چوکې پوری هغه کسان انتخاب شی چې دواړه ملې ژبی یې مکملی زده وی اوپه دواړو ژبو داسی تسلط ولری لکه خپله مورنې ژبه
دوهم : د حګومت ټولی فورمې عرایض او کاغذی اسناد دی په دواړو ژبو په یوه کاغذ کښی موجود وی
دریم : خلک دی اختیار ولری چې په کومه ژبه غواړی خپل مشکل حل کړی او تفاهم وکړی
څلورم : ټول اخبارونه ، رادیو ګانی ، تلویزیونونه ، مجلی او نور مطبوعاتی او میدیایې منابع مجبوراو مکلف وی چی په دواړو ژبو یو شان د قانون مطابق خپرونې وکړی داسی نه چې یو منبع دی ټول دری او پارسی وی او بله دی ټول پښتو وی
پنځم : د حکومت اداری باید په لاندی توګه یو دبل سره مکتوبی ارتباط ونیسی
الف: که چیرته د کابل څخه ننګرهار، کندهار، پکتیا او یا بل داسی ولایت ته چې هلته اکثریت په پښتو ژبه خبری ګوی کوم مکتوب لیږل کیږی په پښتو دی ولیکل شی
ب : که د همدغه ولایاتو څخه کوم څه بامیانو او یا داسی کوم ولایت ته لیک لیږل کیږی چې هلته ددری ژبی وېونکی ډ یر دی په دری ژبه دی مکاتبه وشی
ت: که د ولایاتو څخه کابل سره مکاتبه کیږی فرق نه کوی چې په پښتو وی او یا دری
ج: که دداسی یو ولایت څخه بل ولایت سره مکاتبه کیږی چې دواړه د پښتو او یا دری ژبی ویونکی دی یو بل سره دی په پښتو اودری مکاتبه وکړی یعنی پښتو ویونکی دی په پښتو او دری ویونکی دی په دری یو د بل سره مکاتبه ولری
د : معارف پ برخه کښي باید داسی یو سیستم جوړ شی چې د ښوونځي فارغین دواړه ملی او
رسمې ژبی داسی زده کړی لکه مورنی ژبه چې د حګومت په چوکاټ کښی وکولای شی ددغه وړاندیز په اساس په لوړومقامونوکښی کار وکړی او ژبه د چا مخه ونه نیسی
ح: په اردو او پولیسو کښی هم باید دا معیار په نظر کښې و نیول شی
که داسی یو سیستم په کار
واچول شی فکر کووم ژبنی اختلافاتو لمن به لنډه شی او دملی یو والی د ټينګیدو دپاره به ښه زمینه مساعده شی
د رناوی روښان خادم