لیکنه: نصیر رښتین
ددې لپاره چې د ژبې د یوه بریالي ښونکي په توګه مو دنده ترسره کړي وي، نو لاندې شل توکي باید په خپل تدریس کې له پامه ونه غورځوو.
۱ د زده کړې اهداف چې (SMARTA) وي یعنی مشخص، د اندازه کیدو وړ، د لاسته راوړنې وړ، دقیق، ټاکلي وخت لپاره او منظم وي.
۲ درسي پلان لرل.
۳په زده کونکو/زده کړیالانو ډیر تمرکز کول.
۴ د ګروپې کار ترسره کول.
۵ د صحیح لارښونو ورکول او غلطې نقطې صحیح کول.
۶ موضوع لومړی د زده کونکو له انده پېژندل.
۷له موجوده درسي موادو ګټه پورته کول.
۸ د ټولګي کنترول او د زده کونکو ازادي په نظر کې نیول.
۹ په خبرو کې فصاحت او لیکلو کې دقت کول.
۱۰ د تدریسولو پر ځای د زده کونکو په واسطه د موضوع څیړلو ته ترجیح ورکول.
۱۱ (FOWSAK) دا پېژندل چې زده کونکي له مخکی نه د موضوع په اړه څومره پوهیږي.
۱۲ د وخت اداره کول او زده کونکو ته پوره وخت ورکول ترڅو په درس کې برخه واخلي.
۱۳ د محتوا له مخې درس تشریح کول.
۱۴ د زده کونکو هڅول او تشویقول.
۱۵ د ګروپي یا ډلیز کار په جریان کې د زده کونکو څارل.
۱۶ په ټولګي کې یو رښتنی چاپېریال جوړل.
۱۷ د زده کونکو ترمنځ د رقابت او مرستې روحیه پیدا کول.
۱۸ د TTT یعنی د ښوونکي د خبر وخت نه د STT یا د زده کونکو د خبرو وخت ته ترجیح ورکول.
۱۹ د پلان له مخې د درس لنډه تشریح کول.
۲۰ د اشارو له ژبې څخه ګټه اخیستنه.