په بلجيم او اروپا کې د ژمي موسم په رارسېدو سره، ډېری خلک، په ځانګړې توګه ماشومان، د پوستکي له وچوالي او شدید خارش سره مخ کېږي. دا ستونزه، چې ډاکټران ورته “اتوپیک اېکزیما” (Atopic Eczema) وايي، د پوستکي یو ډول اوږد مهاله حساسیت دی چې په ژمي کې د پام وړ ډېرېږي. که څه هم دا ناروغي ساري نه ده، خو کولی شي د ژوند کیفیت اغېزمن کړي.
اتوپیک اېکزیما په حقیقت کې د پوستکي یو ډول التهاب دی چې نښې یې وچ، سور او شدید خارښ لرونکی پوستکی دی. دا ډېری وخت له ماشومتوبه پیلېږي او ممکن د کورنۍ له نورو غړو سره، چې د حساسیت (الرژي) یا نفس تنګۍ تاریخچه ولري، تړاو ولري.
خو پوښتنه دا ده چې ولې دا ستونزه په ځانګړې توګه په ژمي کې دومره ډېرېږي؟
لومړی لامل یې سړه او وچه بهرنۍ هوا ده. دوهم او مهم لامل یې په کورونو، دفترونو او ښوونځیو کې د مرکزي ګرمۍ یا “شوفاژ” کارول دي. دا سیستمونه که څه هم کورونه ګرم ساتي، خو د کوټې دننه هوا ډېره وچوي. دا دواړه بهرنۍ او داخلي وچې هواګانې د پوستکي طبیعي رطوبت له منځه وړي او هغه ډېر زیان منونکی کوي.
یو بل لوی فکتور چې ډېری خلک ورته پام نه کوي، په ژمي کې په ګرمو اوبو ډېر لمبېدل یا “شاور” اخیستل دي. که څه هم په سړه هوا کې ګرم شاور خوندور وي، خو ګرمې اوبه او صابون د پوستکي هغه طبیعي غوړ له منځه وړي چې د رطوبت د ساتنې دنده لري. کله چې له شاور څخه وروسته پوستکی وچ شي، رطوبت په چټکۍ سره تبخیر کېږي او د پوستکي د وچوالي او خارش لامل ګرځي. که چېرې د دې سملاسي درملنه ونه شي، دا کوچنی خارش کولی شي په اوږد مهاله التهاب بدل شي.
د دې ستونزې د مخنیوي لپاره څو اسانه لارې شته. هڅه وکړئ چې د شاور وخت مو لنډ (له ۵ تر ۱۰ دقیقو) او اوبه مو ډېرې ګرمې نه، بلکې معتدلې وي. د قوي صابونونو پر ځای له نرمو صابونونو یا “شاور جېل” څخه کار واخلئ چې غوړ ولري او د پوستکي نرم کړي. له شاور وروسته، پوستکی په نرم دستمال سره ورو ورو وچ کړئ، مګر په شدت سره یې مه موښئ. تر ټولو مهمه دا ده چې سمدستي وروسته له شاور څخه، کله چې پوستکی لا لوند وي، په ځانګړي غوړ کریم یا ملهم (moisturizer) سره یې غوړ کړئ ترڅو رطوبت په پوستکي کې وساتل شي.
د دې تر څنګ، په کور کې د هوا د رطوبت د زیاتولو هڅه وکړئ، د بېلګې په توګه پر شوفاژ د اوبو ډک لوښي اېښودل. د وړینو جامو پر ځای د پنبې (کاټن) نرمې جامې واغوندئ، ځکه وړۍ (اون) پخپله د پوستکي د خارش لامل کېدای شي. که چېرې د دې لارښوونو سره سره ستاسو یا ستاسو د ماشومانو د پوستکي ستونزه نه حل کېږي، نو غوره ده چې له خپل کورني ډاکټر (Huisarts) یا د پوستکي متخصص (Dermatoloog) سره مشوره وکړئ.
- National Eczema Association (NEA)
- American Academy of Dermatology (AAD)
- World Allergy Organization (WAO)
- Mayo Clinic
