لیکنه: ننگیالی بهادری
که ځیر شو د انسان ژوند مختلفی مرحلی لری ، چی هره مرحله یی بیلی بیلی غوښتنی لری که دغو غوښتنو ته په خپل وخت ځواب ونشی او پاملرنه ورته ونشی حتمی ده چی غوښتنی به مو نه وی پوره کړی او له وخت څخه به مو سمه ګټه نه وی پورته کړی ، او خپل ارزښناک وخت به مو له لاسه ورکړی وی ، او که مو د ژوند د هری مرحلی غوښتنی پوره کړی او سمه ګټه مو تری پورته کړه په ژوندانه کی به مو په زړه پوری بدلون راغلی وی او بریا به مو په برخه شوی وی ، پدی هکله کولای شو چی د انسان ژوند له ماشومتوبه تر ټولنیز ژوند پوری په لاندی مرحلو و ویشو :
لومړی مرحله
ماشومتوب : دا مرحله د ماشوم د روزنی او پالنی لومړنی مرحله ده چی د ماشوم له پیدایښت نه شروع تر اووه کلنی پوری دوام کوی ، د ماشوم روزنه او پالنه د ماشوم اړتیاوو ته د ځانګړي پام په مانا ده ډير کله چې د ماشوم په پالنه فکر کوو نو ظاهري شیان مو سترګو ته دریږي لکه خواړه ، اوبه او یا د خوب ځای ورته برابرول دا برخې مهمې او ډيرې بنسټیزې دي ، طبعاً لومړی باید همدا برخې وي چې بیا پر نورو مسایلو فکر وکړو چې تکړه انسان وروزو. تر بنسټیزو اړتیاوو وروسته باید د ماشوم د احساساتو پالنې او روزنې ته پام واړوو او یا په ټولنه کې د دوی د کامیابۍ د لارو د موندلو او د هغو د ورزده کولو اړخ ته وګورو پدغه مرحله کی د ماشوم مغز د سپنج خاصیت لری چی هر شی ځان ته جذبولی شی پدی کی اوریدل او لیدل شامل دی پدی مرحله کی د ماشوم ذهن ډیر څه اخلی د هر څه په اړه په اتومات توګه غبرګون ښیی د بیلګی په ډول که چیری تاسی نوي زیږېدلي ماشوم ونازوی ، نو ماشوم یې په مقابل کې سړي ته موسکی شي او کله چې تاسو یو ماشوم ووهی ، ډېر ژر د وهلو غبرګون زده کوي. که چیری له خپل ماشوم سره په پرله پسې توګه خپله لهجه له ارامۍ څخه تر اعصاب خرابۍ او غوسې پورې بدله کړی ، ستاسې ماشوم به ان تر بلوغ پورې اندېښمن ، خپه او په غوسه وي. میندو او پلرونو ته پکار ده چی د خپلو ماشومانو سره نیکه او ښه رویه وکړی ځکه چی د ماشوم لومړی ښوونځی د مور غیږ ده چی وروسته له هغه څخه د ښوونځی چاپیریال ته شامیلیږی.
دوهمه مرحله
لمړنۍ ښوونځی : دا مرحله چی د لومړی ټولګی څخه شروع تر اووم ټولګی پوری دوام کوی پدی مرحله کی ماشوم نوی د ښوونځی چاپیریال ته شاملیږی ، پدی مرحله کی ماشوم نشی کولای د خپل راتلونکی په اړه غور وکړی ، میندو او پلرونو ته پکار ده چی د خپلو ماشومانو څخه پوره څارنه وکړی ، د هغه د راتلونکی په اړه پوره غور وکړی ستونزی یی و ځیړی د حل لاری یی ولټوی ، ځکه پدی مرحله کی د ماشوم ذهن پوره ځواکمنتیا نلری ، بلکی په ډیره اسانی سره له خپل مسیر څخه په غلطه لار ګرځیدلای شی ، پدی مرحله کی ماشوم باید یوازی پرینښودل شی بلکی د ماشوم ښوونی او روزنی ته پاملرنه وشی ، د بیلګی په توګه که چیری د ماشوم درس او کورنۍ دنده هره ورځ په منظمه توګه وکتل شی ستونزی یی په ګوته شی د ستونزو په حل کی ورسره مرسته وشی ماشوم به مو خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړی وی ، میندو او پلرونو ته پکار ده چی خپل ماشومان هره ورځ د درس په ویلو سره وستایی د بیلګی په توګه لومړی هره ورځ خپل ماشوم د درس په ویلو او کورنۍ دندی په تر سره کولو وستایی انعام ورکړی وروسته له یوی اوونۍ څخه په دریو ورځو کی ماشوم وستایی بیا وروسته په یوه میاشت کې ماشوم وستایی ، دا چې د ماشوم ذهن تر ډېره مکافاتو ورکولو ته لیوالتیا لري او دا ورپه زړه کوي ، چې کوم کارونه هغه ته د انعام او مکافاتو ورکولو ته وړتیا لري کله چې مثبته تقویه خپله اصلي طریقه وګرځوی ، تاسی بیا هم په ښو کارونو مکافات ورکوی او دوی خپلو ښو کارونو ته دوام ورکوي ، پر وخت سربیره ماغزه په اتومات ډول په دغو کړنو کې پرته له دې چې مکافاتو ته اړتیا پیدا کړي ، بوخت ساتل کیږي. که چیری دغه مکافات د عمر په تناسب ورکړل شي ، نوموړی ماشوم به پدی عادت شی تر څو خپل درس ووایی او کورنۍ دنده تر سره کړی ، ماشوم به مو هڅولی وی چی خپلی زده کړی په ښه لیوالتیا سره تر سره کړی او د روښانه راتلونکی په لوری به مو رهبری کړی وی .
دریمه مرحله
منځنی ښوونځی : دا مرحله چی د اووم ټولګی څخه شروع تر نهم ټولګی پوری دوام کوی ، پدی مرحله کی زده کوونکی د ښوونځی له چاپیریال سره پوره بلدیا لری ، په لیک لوست پوهیږی او د زده کوونکی په ښوونه او روزنه کی مثبت بدلون راغلی ، ذهن یی پر مختګ کړی د ښه او بد ترمنځ توپیر کولای شی ، همدا راز د خپلی راتلونکی په اړه فکر کولای شی خو لا هم د والدینو لارښوونی ته اړتیا لری ، والدینو ته پکار ده چی پدی مرحله کی د ماشوم په شخصیت جوړونه کار وکړی موخی ورته وټاکی ، موخو ته د رسیدلو لاری ورته وښیی ، ستونزی یی په ګوته او د ستونزو د حل لاری ورته وښی ، تر څو ماشوم خپل راتلونکی ته ځیر شی او د یو منظم مهال ویش له لاری خپلی زده کړی تر سره کړی .
څلورمه مرحله
لیسه : دا مرحله چی د نهم ټولګی څخه شروع تر دولسم ټولګی پوری دوام لری ، پدی مرحله کی زده کوونکی پوره فکری ځواکمنتیا لری ، زده کوونکی کولای شی د خپل ژوند اساسی بنسټ کیږدی ، نومړی د ژوند دری نور اساسی مرحلی تیری کړی دی د ژوند په څلورمه مرحله کی قرار لری ، زده کوونکو ته پکار ده د هغه مسلک او یا هم کسب سره چی دوی لیوالتیا لری د تخصص په برخه کی له مشاورینو او ښوونکو څخه چی کوم کورسونه د دوی لپاره مناسب دی مرسته وغواړی ، پدی مرحله کی زیاتره هغه مضامینوته توجه وکړی ترڅو وکولای شی په زړه پوری مسلک یا کسب ته لار پیدا کړی ، والدینو ته پکار ده چی د خپلو بچیانو لپاره د کانکور د آماده ګی د پروګرامونو زمینه برابر کړی تر څو وکولای شی خپل ټاکل شوی هدف تر لاسه کړی.
پنځمه مرحله
لوړی زده کړی : پدی مرحله کی یو ځوان نوی د پوهنتون چاپیریال ته داخلیږی ، دغه چاپیریال د ښوونځی له چاپیریال سره کامل توپیر لری ، پدغه چاپیریال کی یو زده کوونکی د مختلفو قومونو ، مختلفو ژبو او مختلفو عقایدو لرونکو کسانو سره مخ کیږی ، زده کوونکی هرو مرو له یو لړ ستونزو سره مخامخ کیږی ، خو ددی ستونزو د حل په اړه پکار ده چی د ستونزو سره کلکه مبارزه وکړی پدې لټه کې شې چې یو بریالی او موفق شخص و اوسی ، نو ترټولو اړینه داده چه په ځان باوري شې او دا له ځانه سره ومنی چه انشا الله حتمآ به په خپلو زده کړو کې بریالی وم. په ځان داسې ډاډمن وی چې د ټولو ستونزو په مقابل کې مقاومت کولای شي او دا وړتیا لری چه په ټولو ستونځو بریالی کیدای شی نو په خپله به یی یو ضمانت تر لاسه کړی وی او پدی به متیقین وی چه د بریا لپاره یی لار پرانسته او په خپلو زده کړو کی به بریا تر لاسه کړی ، همدا راز کولای شی چی په خپلو چارو کی بریالی وی او خپلی ورځنی چاری د یو منظم پلان له لاری برابری کړی ، د هر نوع قومی ، ژبنی او سیاسی فعالیت څخه ځان وساتی ، یوازی د خپلو زده کړو په لټه کی شی ، تر څو خپلی موخی ته ورسیږی.
شپږمه مرحله
ټولنیز ژوند : پدی مرحله کی یو شخص د ژوند اساسی پړاوونه ګاللی وی نوی یی ټولنی ته د خدمت کولو لپاره خپلی مټی را نغښتی وی او په عملی توګه دین ، وطن ، میندو او پلرونو ته د خدمت کولو لومړی قدم ږدی ، د ژوند مسئولیت لرونکی مرحلی ته لار پیدا کوی ، چی د ژوند له ګڼو مسولیتونو سره مخ کیږی ، پدی مرحله کی یو شخص باید هر څه په خپله درک کړی ځکه نور نو د کورنۍ لارښوونی ته اړتیا نشته بلکی په خپله باید د ستونزو د حل په اړه فکر وکړی ، ددی مرحلی ستونزی د مخکینیو مرحلو په پرتله څو ځله زیاتی دی ، نور نو شخص مکلف دی چی د کورنۍ ټول بار په خپله غاړه واخلی او د ټولنی پر وړاندی ټول مسئولیتونه درک کړی ترڅو د کورنۍ او ټولنی لپاره د خدمت جوګه شی ، لومړی باید ستونزی درک کړی او وروسته یی د حل لاری وسنجوی د بیلګی په توګه که یو شخص د دندی د موندلو په لټه کی شی لومړی باید د هغه په اړه فکر وکړی چی آیا زه ددی دندی لپاره وړ شخص یم که نه ؟ یعنی خپله توانائی او ناتوانی په خپله درک کړی که چیری ددی توانائی ولری چی نوموړی دنده په مخ بیولی شی په اړه یی د اقدام وکړی ، که چیری د نوموړی دندی په اړه خپله ناتوانی وینی او نشی کولای نوموړی دنده به مخ بوزی لومړی باید نیمګرتیاوی پوره کړی بیا د د هغه دندی په هکله اقدام وکړی پدی توګه به په آسانی سره وکولای شی چی خپلی موخی ته ورسیږی.
پدی اړه غواړم چی خپل بحث په دی سره راټول کړم چی د ژوند په هره مرحله کی لومړی باید د هغی هر اړخیزی ستونزی په ګوته کړو وروسته د شته ستونزو د حل په هکله فکر وکړو هیڅکله هم د خپل کار څخه ستړی او مایوسه نشو بلکی د ستونزو سره په کلکه مبارزه وکړو او د حل لاری یی ولټوو ، پدی توګه به وکولای شو چی د ژوند په چارو کی کامیاب او بریالی و اوسو.