• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د ژوند ارزښتمنې شېبې له لاسه مه ورکوئ

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهد ژوند ارزښتمنې شېبې له لاسه مه ورکوئ
Ata-Mohammad-Miakhel-2

د ژوند ارزښتمنې شېبې له لاسه مه ورکوئ

ژباړه : عطا محمد میاخېل
یو ځوان چې د مرګ په حال کې وو، ګوري چې عزرائیل بکس په لاس ورته ولاړ دی .
عزرائیل : د تللو وخت دی !
ځوان : دومره ژر ؟ ما ډېرې نقشې درلودې !
عزرائیل : خواشینی یم، د تګ وخت دی .
ځوان : په بکس کې دې څه دي ؟
عزرایل : ستا په اړه  .
ځوان : زما په اړه ؟
یانې زما ټول څیزونه، لکه : جامې، پیسې او داسې نور …
عزرائیل : هغه نور ستا مال نه، بلکې د ځمکې مال دی .
ځوان : کورنۍ او دوستان مې ؟
عزرائیل : نه، هغوی موقتي وو .
ځوان : ښځه او زامن مې ؟
عزرائیل : هغوی ستا په زړه، پورې تړاو لري .
ځوان : په بکس کې حتماً زما بدن دی !
عزرائیل : نه هغه په دوړو او خاورو پورې تړاو لري .
ځوان : په ډاډ سره ویلی شم، چې زما روح دی !
عزرائیل : نه تېروتی یې، روح دې له خدای (ج) سره تړاو لري .
ځوان، چې سترګې یې له اوښکې ډکې وې، په ډېرې وېرې د عزرائیل له لاسونو څخه بکس را واخیست او وروسته له دې یې پرانیست، ګوري چې تش دی !
ځوان په ډېرې خواشینۍ سره وویل: ما هېڅ نه لرل.
عزرایل : سمه ده، ته د کوم څیز خاوند نه وې !
ځوان : ما څه لرل ؟
عزرایل : د ژوند ارزښتمنې شېبې ستا مال وو، هره شېبه چې تا ژوند وکړ، نو ستا له مال څخه شمېرل کېده، خو له بده مرغه، چې تا د ژوند ارزښتمنې شېبې له لاسه ورکړې.
ژوند یوازې شېبې دی، باید د شېبو په ارزښت پوه شو او له هغو شېبو څخه د آخرت له پاره پانګه برابره کړو، د آخرت پانګه نېک عملونه دي، چې په دنیا کې ترسره کېږي .
که چېرې په دنیا کې د نېک عملونو په ترسره کولو کې پاتې راشو، نو د یاد ځوان په څېر به مو د آخرت پانګه تشه توره وي او د هېڅ شي خاوندان به نه یو، هر مسلمان ته لازمه ده، چې د آخرت له پاره پانګه برابره کړي . الله (ج) دې د ټولو مسلمانانو د آخرت پانګه ډېره کړي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د ارشمیدس ژوند ته یوه کتنه

د ارشمیدس ژوند ته یوه کتنه

Jan 27, 2016

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل      ارشمیدس[...]

د کنفوسیوس پنځوس زرینې ویناوې

د کنفوسیوس پنځوس زرینې ویناوې

Oct 4, 2015

ژباړه او را ټولونه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ[...]

د مونتسکیو ژوند لیک او آثار
شارل دو مونتسکیو

د مونتسکیو ژوند لیک او آثار

Nov 14, 2015

ژباړه: عطا محمد میاخېل   پوره نوم یې شارل دو[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022