ژباړه: ذکیه ابها
د ژوند مهارتونه د سلوکوغښتلتیا(خوش طبعي)، د ټولنې د مثبتو شرایطو سره توافق څخه عبارت ده چې د اشخاصو د پیاوړتیا سبب کیږي.
لکه څرنګه چې د ژوند مهارتونه د هرې ټولنې د فرهنګ، ادابو او رسم و رواج پورې تړلي دي خو بیا هم د الهی ورکړي پورې اړه لري، چې الله تعالی د هر انسان په وجود کې نښغتې دي، تر څو هغه اختیار او عقل چي الله تعالی انسان ته ورکړي دي نو انسان باید دغه کمالونه په خپل ځان کې په ثبوت ورسوي او له هغې څخه په ښه توګه ګټه واخلې.
لکه څنګه چې د ژوند لړۍ (زیږدنې څخه تر مړینې) پوري پرته له دې ډول تعامل څخه ناممکن ده، ځنې دغه مهارتونه د نورو د مادی او معنوی ګټو پوري هم اړه لری خو په هر صورت د هغو مهارتونه په اړه چي مخاطبان یی د کورنیز ژوند اصول، کورنۍ او ټولنې مدیریت لکه: تصمیم نیونه، اړیکې، همکارې، اولاد تربیت، فردي اوټولنیز خقوق مهیا کوي.
نن په داسې! یوه نړۍ کې ژوند کوو چې د پرمختګ سرعت او علمی بدلونونه د اړیکو او تعاملاتو په وسیله په دي کچه زیات شوې دي چي مقیاس یی نه شي کیدلای، نو پر همدي اساس لازمه ده چې ټول انسانان په ځانګري توګه ځوانان چې د ټولنې د ملا تیر حیثیت لري باید پر پوهه سبمال او د ژودند پر اساسي مهارتونو لازمه پوه و لري اوپه زیاته کچه پري حاکم اوسئ، ځوانان په ټولنیز ژوند کې له اقتصادي رقابت، محیط زیست، او ټولنې سره مخامخ کیږي، هغه څه چې په لومړي ځل پر دوي لازم ده چې زده یې کړي ټولنیزـ اخلاقي مهارتونه لکه: څه ډول زده کړه کول؟ غوږ نیولو مهارت، خبرې کول، فکر کول، لوستل او لیکل، پریکړه کولو مهارتونه او…. هغه څه چي انسان لپاره اړین دي، چې دا مهارتونه وروستېو نورو مهارتنو ته زمینه براروي. او هر هغه فرد چي د ژوند اساسي مهارتونه ولری نوموړي افراد خپلو حقوقو ته لاسرسی پیدا کوي لکه: اطلاعاتو ته لاسرسي، ټولنیز خدماتو ته، محیط زیست، په تصمیم نیونه کې ګدون، او اغیزمن فعالیتونه د ژوند په مختلفو اړخونو کې تر سره کولای شي، همدارنګه ارامه او سوکاله ژوند کولو ته یې هیله مند کوي او بلاخر دي پایلې ته رسیږو چې د ژوند اساسي مهارتونه د ښه او یوځای ژوند کولو لپاره فرد او ټولنې دنیوي او اخروي سعادت او نیکمرغۍ لامل ګرځې.
سرچینه: مهارتهای اساسی زندگی اجتماعی ـ اخلاقی، خسرو امیر حسینی ـ محمد مخاطب، سال ۱۳۸۴