• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د ژوند د ملګري ټاکنه

Home ادبلنډې کیسېد ژوند د ملګري ټاکنه

د ژوند د ملګري ټاکنه

image

ژباړه: مجب االرحمن محمودي
د ډېرو غوره اخلاقو لرونکي ځوان ته یې نجلۍ وغوسته، د نجلۍ پلار د ځوان د شتنمنۍ په اړه وپوښتل، مالومه شوه، چې ځوان ډېر بې وزله دی، د نجلۍ پلار د ځوان له خوا راغلو کسانو ته مخ ور واړاوه، ورته ویې ویل:
ـ دا ځوان ډېر بې وزله دی، زه یې اخلاق او پوهه څه کوم، زما لور نه شي کولای له داسې یوه بې وزله چا سره ژوند تېر کړي، نو زما عذر ومنئ، دغه ځوان ته خپله لور نه شم ور کولای…
څو ورځې وروسته یوه شتمن او بډایه ځوان، چې هېڅ غوره اخلاق یې نه درلودل، له نجلۍ سره د واده کولو لپاره څوک ور ولېږل، د نجلۍ پلار ته د ځوان اخلاق، خوی عادت او شتمني هر څه مخکې له مخکې مالوم وو، نو له څه پلټنې او پوښتنې پرته یې ورسره موافقه وکړه.
د خپلې لور خوا ته ورغی او د هلک په اړه یې ورته وویل چې هلک ډېر شتمن دی، ښه ژوند لري، خیر دی عادتونه به یې تغیر شي، خدای به هدایت ورته وکړي…
نجلۍ څو شېبې ځمکې ته کتل، یو ځل یې سر را پورته کړ، پلار ته یې وویل:
آیا هغه خدای چې یو چا ته هدایت کولای شي، عادتونه او اخلاق یې تغیر کولای شي، هغه له هغه خدای سره څه توفیر لري، چې یو چا ته شتمني او روزي ورکوي؟

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022