ژباړه: عطا محمد میاخېل
کله وخت داسې احساس کووم، ژوند مې هغه ډول، چې زړه مې غواړي پرمخ نه ځي . د هغه څه ترمنځ چې غواړم واوسم او هغه څه چې یم، ډېر توپیر لري . تل د معجزې په تمه یم، چې د ژوند شرایط او حالاتو ته مې بدلون ورکړي . په ځمکه باندې له پښه وهلو څخه ستړی شوی یم او غواړم چې ژوند مې ښه کړم، مګر څنګه ؟!
د سارا هجري په نامه د کلینینکي ارواپوهنې یوه کار پوه وایي : دا د دې ښکارندویي کوي، چې ستاسو ژوند بدلون ته اړتیا لري، بدلون له تاسو سره مرسته کوي، هغه ځای ته چې غواړئ ورسېږئ . ځینې کسان فکر کوي چې نور کولای شي دوی ته بدلون ورکړي، مګر له بده مرغه یا له ښه مرغه دا ستاسو ژوند دی او هېڅوک نه شي کولای، چې په هغه کې بدلون را منځته کړي، مګر خپله تاسو .
په ژوند کې د بدلون رامنځته کولو له پاره ځینې لارې چارې لاندې ذکر شوي دي :
۱ ـــ خپلو افکارو او باورونو ته بدلون ورکړئ :
موږ د خپلو افکارو او باورونو پر بنسټ چلند کوو، هغه کس چې باور لري هوښیار نه دی او کارونه په مسؤولانه توګه نه شي ترسره کولای، هماغه ډول چلند کوي، که چېرې غواړئ په خپل ژوند کې بدلون را منځته کړئ، خپل غیر منطقي افکار او باورونه وننګوئ. د ځان له پاره د دې افکارو ګټه او زیان په ګوته کړئ . آیا ستاسو په اند دا هوښیارانه دی، چې په خپلو باورونو پورې ونښلئ، چې خپلو موخو ته د رسېدو له پاره ستاسو په لاره کې خنډ ګرځي ؟ ټاکنه له تاسو سره ده .
۲ ـــ په خپل ژوند کې لومړیتوبونه په ګوته کړئ :
له ځانه وپوښتئ، په ژوند کې مو تر ټولو ارزښتمن څیزونه چې شتون لري څه دي ؟ د ځان له پاره یې مشخص کړئ، غواړئ کومو موخو ته ورسېږئ او ولې مو دا موخې ټاکلې دي . ویکتور فرانکل وایي : څوک چې په خپل ژوند کې ولې لري، له هر څرنګوالي سره جوړ راځي . کله چې پوه شئ دا موخې مو ولې ټاکلې دي، بانې او دلیلونه، چې موخو ته د رسېدو مخه مو نیسي، نور نو ستاسو له پاره هېڅ مانا نه لري .
۳ ـــ خپلو موخو ته د رسېدو له پاره بېلابېلې لارې په پام کې ونیسئ :
د لنډو او آسانه لارو د ټاکلو پر ځای، تل ډېره هڅه وکړئ او څو تګلارې په پام کې ونیسئ، ترڅو د لا زیاتې ټاکنې حق ولرئ .
۴ ـــ خپل منفي عادتونه اصلاح کړئ :
منفي عادتونه لکه : شرمنده اوسېدل، غوسه، په مړه خېټه خوراک او نور … چې جسمي او اروایي روغتیا مو له ګواښ سره مخامخ کوي، بدلون ورکړئ، په پای کې د ورانونکو عادتونو پرځای ښه او مناسب چلندونه وټاکئ . د بېلګې په توګه : هغه کس چې ډېر غوسه ناک دی، کولای شي د غوسې پرځای مناسب چلندونه غوره کړي لکه : د نورو خبرو ته غوږ نیول، د نورو منل، له نورو سره په مینه خبرې کول او داسې نور …..
۵ ـــ نوي مهارتونه زده کړئ :
که چېرې غواړئ، چې بدلون وکړئ، یوازې په زده کړو، معلوماتو او پخوانیو وړتیاوو، نه شئ کولای، چې خپلو موخو ته ورسېږئ، نو په دې برخه کې روزنیز کتابونه او د متخصیصینو مشورې له تاسو سره ډېره مرسته کولای شي .
۶ ـــ د خپل ژوند مسؤولیتونه په غاړه واخلئ :
باید تصمیم ونیسئ، چې په خپل ځان کې بدلون را منځته کړې، نه خپل شاوخوا اوضاع او حالاتو کې، د دې ټګلارې په مرسته کولای شئ، چې اغېزمن عمل وکړئ، کله چې د خپل ژوند مسؤولیتونه منئ، هغه مهال د خپل ژوند بېړۍ یاستئ، یوازې تاسو یاستئ، چې خپلې موخې مو ټاکلي، پلانونه مو جوړ کړي او خپل پلانونه مو په عمل کې پلي کړي دي . په ژوند کې شته ښېګڼې او بدګړې په مستقیم ډول ستاسو په کړنو پورې تړاو لري . کله چې د دې هرڅه مسؤولیت مو ومانه، نو هغه مهال کولای شئ، چې په خپل ژوند کې د سترو بدلونونو د رامنځته کېدو تمه ولرئ .
۷ ـــ استقامت او پشتکار ولرئ :
ډاکټر صاحبي وایي : په دې خاورینه نړئ کې تر ټولو ستر واټن د پوهې او عمل تر منځ واټن دی . له هغه وخته چې د بدلون له پاره علمي ګام پورته کوئ، نو د بدلون مرحلې ته ننوتلي یاستئ . ځان ژمن کړئ، خپل د پام وړ بدلونونو له پاره هره ورځ، ګام پورته کړئ، که هر څومره کوچنی هم وي . له ځای په ځای درېدو څخه کوچني ګامونه ډېر غوره دي .